1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هندوستان ستره محکمه: حکومت دې د پاکي هوا غم وخوري

۱۳۹۸ آذر ۶, چهارشنبه

د هند ستري محکمې په ځانګړې توګه له هغو ایالتونو څخه چي هوا یې ډیره ککړه ده، د هوا د پاکولو په موخه د تدابیرو نیولو غوښتنه کړې. محکمې همداراز له ککړې هوا څخه متضررو کسانو ته د ممکنه جبران خسارې غوښتنه هم کړې ده.

Indien: Umweltbelastung und Luftverschmutzung in Neu-Delhi
انځور: Getty Images/AFP/S. Hussain

د ستري محکمې په دغه حکم کي چي د سه شنبې په ورځ (د نومبر میاشتي پر۲۶ مه نیټه) خپور سو، قاضیانو له ککړي هوا څخه د متضررو کسانو له پاره د ممکنه جبران خسارې خبره هم کړې ده.

محکمې حکومت ته شپږ اوونۍ وخت ورکړی دی چي په دغه جریان کي توضیح ورکړي چي ولي یې دغه جبران خساره نه ورکوي. قاضیانو په خپل حکم کي د هیواد اساسي قانون ته اشاره کړې ده، چي پراساس یې دا د حکومت مکلفیت دی، چي د پاکي هوا د رامنځته کیدو غم وخوري.

تر دې لږ موده مخکي د نوي ډهلي ایالت چارواکو د ککړي هوا په سبب صحي اضطراري حالت اعلان او عاجل تدابیر یې ونیول، لکه د یو شمیر موټرو پر تگ راتگ بندیز. د نوي ډهلي او شاوخوا پرتو ایالتونو هوا د نړۍ په سطح د ډيري ناپاکي او ککړي هوا څخه شمیرل کیږي.

انځور: Reuters/A. Hussain

په هندوستان کي د خرابي هوا د رامنځته کیدو دلایل ډیر دي له هغې جملې څخه مضره گازونه، فابریکې، ډیزلي جنریترونه او د ساختماني پروژو دوړي او غبار. خو د هر مني په پای کي بزگران خپل پاته زراعتي محصولاتو ته هم پر ممانعت سربیره اور وراچوي، ترڅو مځکه د راتلونکي کښت له پاره ښه آماده کړي. سیاست مداران هم په اصطلاح پر دې کار سترګې پټوي، ځکه چي بزگران د دوی مهم رایه ورکونکي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب