په هندي سینما یا بالیوډ کې د وطني «ملي» فلمونو وتلی ستوری منوج کمار، د جمعې په ورځ د ۸۷ کلونو په عمر د زړه ناروغۍ له امله د هند په ممبۍ ښار کې مړ شو.
منوج کمار د هند د لرغوني او ملي سمبول څخه اخستل شوي «بهارت کمار» په لقب هم مشهور و. هغه د هند او د نړۍ د نورو هېوادونو سربېره په افغانستان کې هم ډېر مینهوال لرل.
دغه پخوانی فلمي ستوری همدا راز د نریندار مودي، په مشرۍ د هند د واکمن ګوند بهاراتیا جانتا یا «بي جی پي» غړی هم و.
د هندي سینما وتلی ستوری منوج کمار مړ شوانځور: AFP د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي، د منوج کمار د مړینې له امله خواشیني ښودلې او هغه یې د «هندي سینما د سمبول» په توګه یاد کړ. مودي وویل:«د منوج کمار کارونو د ملي غرور پلوشې روښانه کړې او پر نسلونو یې آغېز وکړ.»
منوج کمار، د ۱۹۵۰ کلونو پر مهال سینمايي کارونه پیل کړل او د اوپکار (۱۹۶۷)، پوراب اور پچیم (۱۹۷۰) او کرانټي (۱۹۸۱) په څېر مشهور فلمونه یې جوړ کړل. هغه په فلمونو کې د مرکزي لوبغاړي تر څنګ د لارښود یا هدایت کار په توګه هم کار کړی.
د هند د سینما هغه ستوري چې په خپلو کې ېې ودونه کړي
د هند په سینما کې ډېر داسې شوي چې اکټرانو یا د فلم ستورو سره په اصلي ژوند کې واده کړی وي. په دغه انځوريز البوم کې یو شمېر پخواني او اوسني هندي اکټران او اکټرانې درپيژنو چې له یو بل سره ېې ودونه کړي دي. انځور: Sujit Jaiswal/AFP/Getty Images نرګس او سونیل دت (د سنجېدت والدین) نرګس (کيڼ لور) او سونلدت په ۱۹۵۸م کال کې واده وکړ. د دوی لومړني فلمونه د هندوستان سینما د تور او سپين فلمونو د وخت دي. دوی دواړه مړه شوي، زوی ېې سنجیدت نن ورځ د هند سینما له وتلو ستورو څخه یو دی.
انځور: Imago/United Archives International د هندوستان پخواني وتلي اداکار دلیپ کمار په ۱۹۶۶ کې له اکټرې سایره بانو سره واده وکړ. بیراګ یو له هغو فلمونو دی چې دوی په کې مرکزي رولونه لوبولي دي. دلیب کمار په ۲۰۲۱ کال کې د ۹۸ کلونو په عمر مړ شو، سایره بانو ژوندۍ ده. دوی اولاد نه لري.
انځور: Getty Images/AFP/STR دمپل کپادیا او راجیش کهنه راجش کهنه تر امیتاب بچن د مخه په اویایمه میلادي لسیزه کې د هند سینما سوپر ستار وو. هغه په ۱۹۷۳ کې له فلمي اکټرې، دمپل کپاډیا سره واده وکړ چې لس کاله وروسته بېرته جلا شول. په انځور کې د دوی زوم، د فلم وتلی اداکار اکشې کمار هم ليدل کيږي.
انځور: Getty Images/AFP/STR کهنه د فلمي اداکارانو راجش کهنه او دمپل کپاډیا لور ده. توینکل کهنې په ۲۰۰۱ کال د هندوستان د سینما له وتلي اداکار، اکشې کمار سره وادوه وکړ. دغه جوړه اوس دوه اولادونه لري.
انځور: Getty Images/AFP/STR د هندوستان پخوانی سوپر ستار امیتاب بچن له جایا بچن سره د پخوانيو، شعلې او زنجیر په ګډون يو شمېر فلمونو کې ګډ کار کړی دی. دوی په ۱۹۷۳ کې واده وکړ. زوی ېې ابهیشک بچن هم په فلمونو کې کار کوي.
انځور: Mary Evans Archive/imago images ابهیشک بچن او ايشوریا رای د امیتاب بچن زوی ابهیشک بچین هم د پلار په څېر له فلمي اکټرې ایشوریا رای بچن سره واده وکړ. د دوی واده په ۲۰۰۷ کې وشو اوس يوه لور لري. دواړو په يو شمېر فلمونو له هغې جملې «ډهوم ۲» کې ګډ کار هم کړی. اېشوریا رای په ۱۹۹۴ کې د نړۍ د ښکلا ملکې لقب وګاټه.
انځور: AP دا د هندوستان سینما تر ټولو وتلې جوړه ده چې په ډېرو فلمونو کې ېې ګډ کار کړی دی. ۷۰مه میلادي لسیزه او د ۸۰مې لسيزې پیل د دوی د شهرت وخت وو. له هیماماليني سره د دهرمندر، دوهم واده وو. دوی د ایشا دیول او اهانا دیول په نومونو دوه لوڼې لري.
انځور: Getty Images/AFP/STRDEL ریشي کپور له اکټرې نيتو سينګ سره چې اوس د ۶۵ کلونو ده، په ۱۹۸۰ کې واده وکړ. کپور په ۲۰۲۰ کې مړ شو. د کپور خاندان د هند په سینما کې د څو نسلونو هنرمندۍ سابقه لري. د دغې جوړې زوی، رنبير کپور، نن د هندوستان سینما له وتلو هنرمندانو څخه دی.
انځور: DW/J. Sehgal بوني کپور د فلمونو اداکار دی. هغه د هندوستان د ۸۰ لسیزې له نوموتې هنرمندې سري دیوي سره په ۱۹۹۶ کې واده وکړ. سريديوي چې د خپل وخت له نامتو ښایسته ښځينه اکټرانو څخه وه، په ۲۰۱۸م کال کې د ۵۴ کلونو په عمر مړه شوه.
انځور: IANS اجې دېوګن په ۱۹۹۹ کې له اداکارې کاجول سره واده وکړ. د اجې ديوګن پلار ویرو دیوګن، اکشن ډایرکټر وو او د کاجول مور، تنوجه، هم فلمي اکټره ده. اجي دیوګن د ۵۴ او میرمن ېې د ۴۹ کلونو ده، دوی دوه ماشومان لري.
انځور: Eros International کرينه کپور او سیف علي خان کپور او خان د هند سینما یوه بله مشهور جوړه ده. دوی په ۲۰۱۲ کې واده کړی. کرینه کپور د هند سینما د پخوانۍ اکټرې ببيتا او رندهر کپور لور او سیف علي خان د پخوانۍ مشهورې اداکارې شرميلاتاګور زوی دی. د خان پلار د کریکټ پخوانی لوبغاړی او د هند د نوابانو څخه دی. دواړو اوس هم په فلمونو کې کار کوي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Jaiswal دوی په ۲۰۲۱ کې واده وکړ. دواړه اوس هم په فلمونو کې کار کوي. کترینا کیف چې اوس د ۴۰ کلونو ده له ۲۰۰۳ ېې د هند په سینما کې کار پیل کړی دی.
انځور: IANS دواړه خانداني هنرمندان دي. رنبير د ریشي کپور زوی او عالیه بټ د مشهور فلم جوړونکي، مهیش بټ لور ده. دوی د وادوه مراسم د ۲۰۲۲م کال په اپریل کې د هندوستان په ممبي ښار کې تر سره شو.
انځور: Sujit Jaiswal/AFP/Getty Images پراینکا چوپړه او نیک جانس د هندوستان سینما دغې اکټرې بیا له امریکايي اکټر او سندرغاړي نیک جونانس سره واده کړی دی.
انځور: Getty Images/AFP/D. Emmert ديپيکا پادوکونه او رنویر سینګ ديپیکا او سینګ په ۲۰۱۸ کې واده وکړ. دواړه د هند سینما له مطرح هنرمندانو په ډله کې راځي.
انځور: Rajanish Kakade/AP Photo/picture alliance