افغانستان په تیر میلادي کال کې د کریکټ د نړیوالې شورا (آی سي سي) د بشپړ غړیتوب تر لاسه کولو وروسته د هند پر وړاندې خپله لومړۍ لوبه تر سره کوي. هند د کریکټ د نړیوالو شورا د ټیسټ لوبو د درجه بندیو په ترڅ کې لومړی ځای لري.
افغانستان همدا تیره اوونۍ د شل اوریزو لوبو په لړۍ کې د بنګله دیش لوبډلې ته ۳-۰ ماتې ورکړه. کارتېک د افغانستان د لوبډلې دغه بریا ستایلې ده. هغه ویلي دي چې دا د ده له پاره ویاړ دی چې د پنجشنبې په ورځ له افغانستان سره په ټیسټ لوبه کې مخامخ کیږي.
هغه د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «د نړیوال کریکټ له پاره د هغوی [افغانستان] سفر یو الهام دی. ډیر په دې نه پوهیدل چې هغوی لوبه کوي... موږ ټول په دې پوهیږو چې هغه څومره ستونزمن ځای دی او څومره ستونزې یې تر شاه پرې ايښي او پر دې سربیره هم د دې جوګه دي چې د خپلې ښې لوبې په تر سره کولو سره خلکو ته الهام وروبخښي.»
په عین وخت کې د هند د کریکټ لوبډلې کپتان اجنکیا رهانی، ویلي دي دوی د افغانستان لوبډلې آسانه نه انګیري او په خبره یي افغانستان مناسب ټیم او ښه بالران یا توپ اچونکي لري. هغه زیاته کړې ده «موږ به پر خپل توان او مثبت اړخ باندې تمرکز وکړو. موږ د افغانستان په هکله فکر نه کوو.» رهانی په دغه ټیسټ لوبه کې د ویرات کوهلي، پر ځای کپتاني کوي.
تر دې دمخه د افغانستان د کریکټ لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي، پر دې ټینګار کړی وو چې لوبډله یې د هند د لوبډلې پر وړاندې ښه ورو توپ اچونکي لري. رهانې د دواړو لوبډلو د ورو توپ اچونکو له پرتله کولو ډډه وکړه، خو د هند د لوبډلې د روي چندړن اشوېن او رویندرا جدیجا تجربه یې وستایله.
د هند په آی پي ال سیالیو کې د افغانستان راشد خان او مجیب ځدراڼ ډیر ځلیدلي وو.
زموږ له آرشیف څخه:
د ۲۰۱۹م کال په نړیوال جام کې افغانستان له کوم هیواد سره او کله لوبې لري
د کریکټ نړیوالې شورا په ۲۰۱۹م کال کې د مې میاشتې له ۳۰ مې نه د جولای میاشتې تر ۱۴ پورې د نړیوال جام د سیالیو رسمي مهالویش اعلان کړ. په دې انځوریز البوم کې به وګورئ چې افغانستان له کوم هیواد سره او کله لوبیږي.
په لومړي پړاو کې نهه لوبې
افغانستان د کریکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۹م کال د نړیوال جام په لومړي پړاو کې چې د مې میاشتې له ۳۰ مې نه د جولای میاشتې تر ۱۴ پورې تر سره کیږي ټول ټال نهه لوبې ترسره وي.
۱. افغانستان د آسترلیا پر وړاندې
په دې سیالیو کې د افغانستان لمړنۍ لوبه د جون میاشتې په لومړۍ نیټه او د شنبې په ورځ د آسترالیا پر وړاندې ده. دغه مهمه لوبه به د انګلستان په بریستول کونټی کریکټ لوبغالي کې ترسره شي.
انځور: Getty Images/Paul Kane۲. افغانستان د سریلانکا پر وړاندې
دوهمه لوبه بیا د جون میاشتې په ۴ نیټه د سه شنبې په ورځ له سریلانکا سره پلان شوې. دغه لوبه به په کاردیف والز ستدیوم کې ترسره شي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Manson۳. افغانستان د نیوزیلاند پر وړاندې
د افغانستان دریمه لوبه د جون په ۸ نیټه د شنبې په ورځ له نیوزیلاند سره ده چې د تنتون په کونتي لوبغالي کې به ترسره شي.
انځور: Reuters/D. Siddiqui۴. افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې
د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې څلورمه لوبه د جون میاشتې په ۱۵ نیټه د شنبې په ورځ له سویلي افریقا سره پلان شوي. دغه لوبه به هم د کاردیف والز په ستدیوم کې ترسره شي.
انځور: Getty Images/AFP/R. Brooks۵. افغانستان د انګلستان پر وړاندې
په دې سیالیو کې د ا فغانستان پنځمه لوبه د جون میاشتې په ۱۸ نیټه د سه شنبې په ورځ د انګلستان پر وړاندې ده. دغه لوبه به د اولد ترافورد په لوبغالي کې ترسره شي.
انځور: Getty Images/G. Copley۶. افغانستان د هندوستان پر وړاندې
د افغانستان شپږمه لوبه بیا د هندوستان پر وړاندې د جون میاشتې په ۲۲ نیټه او د شنبې په ورځ پلان شوې. دغه لوبه به د انګلستان په همپشیر باول لوبغالي کې ترسره شي.
انځور: Getty Images/D. Kalisz۷. افغانستان د بنګله دیش پر وړاندې
د دې سیالیو په لړ کې د افغانستان اوومه لوبه د بنګله دیش پر وړاندې ده. دغه لوبه به د جون میاشتې په ۲۴ نیټه او د دوشنبې په ورځ ترسره شي. دغه لوبه به هم د همپشیر باول په لوبغالي کې ترسره شي.
انځور: Reuters۸. افغانستان د پاکستان پر وړاندې
د افغانستان اتمه لوبه بیا د پاکستان پر وړاندې ده. دغه لوبه د جون میاشتې په ۲۹ نیټه او د شنبې په ورځ پلان شوې. یاده لوبه به د هیډینګلي په لوبغالي کې ترسره شي.
انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Images۹. افغانستان د ویسټ انډیز پروړاندې
په لومړني پړاو کې د افغانستان وروستی لوبه د ویست انډیز پر وړاندې پلان شوې. دغه لوبه به د جولای میاشتې په ۴ نیټه او د پنجشنبې په ورځ ترسره شي. د افغانستان دغه وروستی لوبه به هم د هیډینګلي په لوبغالي کې ترسره شي.
انځور: Getty Images/AFP/R. Brooks