1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

د هند د ټاکنو پايلې: د مودي له پاره يوه ضربه؟

۱۴۰۳ خرداد ۱۶, چهارشنبه

په پرله پسې دريم ځل پر انتخابېدو سربیره هم د مودي برحاله حکومتي «بي جی پي» ګوند په يوازې سر د اکثريت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی دی او په واک کې د پاتېدو له پاره به پر ائتلافي شریکانو تکيه وکړي.

د هند د لومړی وزیر نريندر مودي ګوند په عمومي ټاکنو کې څومره چې انتظار کیده، هومره څوکۍ نه دي ګټلي
د هند د لومړی وزیر نريندر مودي ګوند په عمومي ټاکنو کې څومره چې انتظار کیده، هومره څوکۍ نه دي ګټلي انځور: Imtiyaz Khan/AA/picture alliance

په داسې حال کې چې د سه شنبې په ورځ د رايو شمیرنه کابو پای ته رسېدلې وه، د لومړي وزير نريندر مودي، ائتلاف د هند په عمومي ټاکنو کې اکثريت څوکۍ ګټلي دي.

 خو دا نتايج د برحاله بهارتيا جنتا ګوند يا بي جی پي په مشرتوب د ملي ديموکراتیک ائتلاف ان ډي ای د تمې برخلاف وو. دې ائتلاف په ټول هېواد کې د ډېر غوڅ اکثريت د ترلاسه کولو تمه درلودله.

د دوو تېرو ټاکنو برخلاف بي جی پي ګوند د پارلمان د استازو مجلس د ۵۴۳ څوکيو څخه د ۲۷۲ څوکيو پر اکثريت د پښې اړولو له پاره ائتلافي شريکانو ته اړتيا لري.

مودي د ان ډي ای د ائتلاف له پاره تر ۴۰۰ ډېرو څوکيو ترلاسه کولو هدف ټاکلی وو.

خو د انتخاباتو د کميسیون د معلوماتو په حواله چې درې په څلورمه برخه رایې یې شمیرلي دي، دغه ائتلاف د يوازې څه نا څه ۲۹۰ څوکيو په ګټلو وتوانيد.

بهارتيا جنتا ګوند پخپله يوازې شا او خوا ۲۴۰ ترلاسه کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې دغه ګوند د ۲۰۱۹م کال په ټاکنو کې ۳۰۳ څوکۍ ګټلې وې.

د ټاکنو وروستۍ پایلې به نن، چهار شنبه د ورځې په اوږدو کې اعلان شي.

مودي د ټولنیزو رسنیو د ايکس شبکې له لارې ويلي: «خلکو پر ان ډي ای (National Democratic Alliance) په درېم ځل پرله پسې توګه باور کړی دی. دا د هند په تاريخ کې يوه تاريخي لاسته راوړنه ده.»

اپوزیسيون خوشبين دی

تر هغه د لږو څوکيو ترلاسه کول به چې انتظار یې کیده، په دې معنا وي چې مودي به د ماضي برخلاف د ملاتړ له پاره  ډېر پر خپلو شريکانو لکه د اندرا پراديش په جنوبي ايالت کې پر ان. چاندرابابو ناېدو، او د بهار په ختیځ ايالت کې پر نتيش کمار، متکي وي.

د ناېدو تيلوګو ديشام او د کمار جنتا دل (متحد) ګوندونو ويلي دي چې دوی به د لومړي وزير په توګه له مودي څخه ملاتړ وکړي.

په دې منځ کې د هند د اپوزيسیون د ستر ګوند «هند ملي کانګرس» پلويانو په ټاکنو کې د ګوند پر ناکامۍ سربیره هم خوشبينې څرګنده کړې ده.

هغوی د شعارونو په ورکولو سره د دغه ګوند د تر ټولو مشهور مشر راهول ګاندهي، ستاينه وکړه. نوموړی د نهرو – ګاندهي کورنۍ وارث دی چې له څو نسلونو راهېسې یې د هند په سیاست کې پياوړی يا بانفوذه نقش لرلی دی. 

د ګوند له يوه مشر ملک ارجن کارجي، سره يو ځای د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې راهول ګاندهي، وويل چې هغه دې شمېرو [د ټاکنو پايلې] ته د خلکو د پيغام په سترګه ګوري.

نوموړي زياته کړه: «د هېواد تر ټولو بې وزلو وګړو د هند له اساسي قانون څخه دفاع وکړه.» د کانګرس ګوند له خوا دا هم ويل شوي چې دا ټاکنې د مودي له پاره «اخلاقي او سياسي ناکامي» ده.

د ګوند مشر کارجي خبريالانو ته وويل: «دا د عوامو کاميابي او د ديموکراسۍ فتح ده.»

په تر ټولو ستر ایالت کې قوي ضربه

د بي جی پي ګوند د خرابو نتایجو علت ښايي په اترپرديش ایالت کې چې د هېواد تر ټولو د ډېر نفوس لرونکی ايالت دی او ۸۰ استازي پارلمان ته استوي، د کمو څوکيو ترلاسه کول وي.

دا ګوند په اترپرديش کې د  ۳۳ څوکۍ په ترلاسه کولو توانیدلی دی چې دا د ۲۰۱۹م کال د ټاکنو په پرتله کابو نيمايي دي. هغه مهال دغه ګوند په دې ايالت کې ۶۲ څوکۍ ګټلې وې.

بهارتيا جنتا ګوند د ټاکنیز کمپاين په ترڅ کې د هند د چټکې اقتصادي ودې او په نړۍ کې د دغه هېواد مخ پر ډېرېدونکي شهرت او حيثيت ستاينه کوله او همدا راز یې هڅه وکړه چې هندو اکثريت ځانته راجلب کړي.

خو شنونکي وايي چې د بې روزګارۍ د بحران په څېر ستونزې د خلکو له پاره مهمې وې.

هغوی زياتوي چې رام مندر چې مودي، په جنورۍ میاشت کې افتتاح کړ، هم د بي جی بي له برخليک سره دومره مرسته ونه کړه لکه څومره تمه چې یې کیدله.

د اترپرديش ایالت له بندا ښار څخه يو ټولنیز فعال حليم خان، وايي: «بي جی پي ۳۰ څوکۍ وبایللې چې د رام مندر د سيمې څوکۍ هم پکې شامله ده. دا يو قوي سګنال ورکوي چې ژبنی او مذهبي سياست ښايي نور کار ور نه کړي. که څه هم دا ويل به له وخته مخکې وي چې په بشپړه توګه رد شوی دی.»

«مودي ته شخصي ټکان»

د سياسي چارو يوې کارپوهې زويا حسن، دويچه ويله ته وويل چې اپوزيسیون «فوق العاده ښه» پرمختګ کړی دی.

نوموړې وويل: «د بدو مخه نيول شوې او ديموکراسي او د هند اساسي قانون به وپایې. د هند نظريه به بيرته سر راپوته کړي. دا له دې درکه چې پېسې، رسنۍ او بنسټونه د بي جی پي ګوند په ولکه کې ول، ډېر غير مساوي او غير عادلانه ټاکنې وې.»

هغې وویل چې پايله د بهارتيا جنتا ګوند د سياسي نفوذ او تګلارو ردول دي. زويا حسن، زياته کړه: «دې د هند د رایې اچوونکو پر سالم او ښه حس او زموږ د سترې ديموکراسۍ پر راتلونکي باندې زموږ باور ثابت کړ.»

د هند د «تګلارو د څيړنو د مرکز» يو معتبر غړی جېل ويرنیرز، هم ورته نظر لري.

نوموړي له دويچه ویله سره د خبرو په ترڅ کې دې ته په شارې سره چې بي جی پي په يوازې سر اکثريت نه دی ترلاسه کړی او په واک کې د پاتېدو له پاره پر خپلو شريکانو تکیه کوي، وويل: «که چېرې بي جی پي د حکومت په جوړولو وتوانيږي هم، دا انتخابات د لومړي وزير مودي، له پاره شخصي ضربه ده.»

هغه وويل: «دې ته په کتلو سره چې د بي جی پي د ټول کمپاين يوازنی استدلال مودي وو، نو هغه په شخصتي توګه د خپل ګوند د دې کارګردګۍ مسئول دی.»

نوموړی زياتوي: «دا د نوي بهارتيا جنتا ګوند له پاره چې له دوو انتخابونو سره به مخامخ وي، يوه نااشنا ساحه ده: دا چې د سياسي پخلاينې هنر خپلوي او يا دا چې يوه مطلق العنان حکومت ته ادامه ورکړي. راتلونکی به وښيي چې لومړی وزير کومه لاره غوره کوي، هغه انتخاب چې د هند حيثيت او مسير به تعريف کړي.»

ب. ص/ ن. ز (Murali Krishnan) 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب