د هند د پوځ نوې تگلاره
۱۳۹۸ بهمن ۱۶, چهارشنبهد هند لوی درستيز بپن راوت د هند په پوځ کې د سترو تشکيلي بدلونو د اعلان پر وخت وويل چې د هيواد درې سره پوځونه [ځمکني، سمندري او هوايي] به د يوه يونټ يا واحد په توگه کار وکړي او «تهيتر کماند» يا جنگي قومندې ته به چمتووالی په دريو کلونو کې بشپړ شي.
نوموړي په نوي ډهلي کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د جنگي قومندې د جوړولو په موخه هغه د درو سرو پوځونو له مشرانو سره مفصلې خبرې کړي دي او تر مشورو وروسته یې د »تهيتر کماند« د جوړولو پريکړه کړې ده.
هغه وويل چې د دې له مخې به د لويدیځ، ختيځ او شمال قومنده د چين او پاکستان له خوا پر احتمالي گواښونو او خطر نظر لري. پر دې سربيره به هوايي، فضايي، روزنیز او لوجستيکي قومنده هم رامنځته کړل شي.
د دفاعي سرچينو په حواله د پاکستان له پاره ښايي دوې قومندې وي. يوه د کشمير له پاره او بله د پنجاب، راجستان او گجرات د سيمو له پاره. له چين سره د پولې د اوږدوالي له کبله به يوه قومنده له نيپال څخه تر ختیځ پورې او دويمه تر لويديځه پورې پر سيمو نظر ولري.
امريکا متحده ایالاتو او چين د خپلو دفاعي اړتياو له کبله دا ډول دفاعي قومندې جوړې کړي دي، خو جنرال بپن راوت وويل چې هند نه هم د امريکا د تهيتر نمونه نقل کړې او نه هم د چين په څېر ماډل جوړوي. هغه وويل: «موږ به له خپلو اړتياوو او له سيمې سره سمون لرونکي قومندې جوړ کړو.»
«تهيتر کماند» څه ته وايي؟
په «تهيتر کماند» يا جنگي قومنده کې درې سره يعني ځمکني، هوايي او سمندري پوځونه په گډه او يو له بل سره په شريکه کار کوي. په هند کې دمگړۍ درې سره پوځونه ۱۷ جلا جلا قومندې لري. په دې کې د سمندري او هوايي ځواک اوه اوه او د ځمکني پوځ درې قوماندې شاملې دي. دا ټولې قومندې به اوس په اتوو قومندو کې مدغم شي.
په هند کې اوس دا درې سره پوځونه د جگړې له پاره په جلا جلا ډول چمتووالی نيسي او د يو ځای روزنې موقع ورته ډېره لږه په لاس ورځي. د کارگل تر جگړې وروسته دې ته سخت اړتيا وليدله شوه چې ځیني وخت دا ډېره اړينه وي چې درې سره پوځونه گډ کار وکړي. له همدې کبله د يوځای روزنې او تمرين له پاره تهیتر کماند ډېره مرسته کولی شي.
سړی کولی شي چې جنگي قومنده د هيواد پر جعفرافيايي برخو او د امنيتي دلایلو پراساس وويشي. دا د وسايلو د ښه استعمال او دفاعي لگښتونو له کمښت سره هم مرسته کولی شي.
د تهيتر کماند سفارش کوونکې لوړې پوړې کميټې مشر جنرال ډي بي شيکتکار له رسنيو سره په خبرو کې وويل: «تهيتر کماند، نن سبا ډېر اړين دی. موږ جنگي قومندې ته ځکه اړتيا لرو چې يو پوځ هم نه شي کولی مخ پر زياتېدونکو خطرونو ته په يوازې سر ځواب ورکړي. مهمه خبره داده چې موږ له لږو وسايلو څخه ښه گټه اخيستلای شو. د هند ستراتيژيکي سرحدونه هم د پراخيدو په حال کې دي. په داسې حال کې موږ اړتيا لرو چې د نورو هيوادونو له خوا متوجې خطر په ښه شان سره درک او مقابلې ته يې چمتو اوسو.»
جاويد اختر، نوي ډهلی
زموږ له آرشيف څخه: