اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه وروستۍ خونړۍ پیښه د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د دواړو هیوادونو چې د اتومي وسلو خاوندان دي، وروستۍ ترینگلتیا په گوته کوي.
نوموړي خبري آژانس د مرستیال کمیشنر وحید خان، له قوله کی لیکلي دي چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د نیلم په دره کې د توپخانې د فیرونو په پایله کې د سپارليو یو موټر هم لگیدلی دی چې نهه تنه یې وژلي دي. زیاته شوې ده چې درو تنو ځای پر ځای او نور شپږو تنو بیا وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده. په دغه پیښه کې د یو شمیر کسانو د ټپي کیدو رپوټ هم ورکول کیږي.
د وسیم خان په نوم د پولیسو یوه چارواکي اسوشیتد پرس ته ویلي دي چې د کوټلي ولسوالۍ په نکیال سیکټر کې د هاوان مرمۍ د برید په پایله کې دوه نور ملکي وگړي وژل شوي دي. د هغه په خبره د فیرونو له کبله خلک له خپلو کورونو وتلي دي.
د پاکستان د پوځ له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د پاکستان پوځ د هندي پوستو پر لور بیرته ځوابي ډزې کړي دي. په بیانه کې دا هم راغلي دي چې یو امبولانس موټر چې د پیښې ځای ته روان وو هم تر برید لاندې راغلی دي.
نوموړي خبري آژانس د هند د پوځ ویاند نتن جوشي، له قوله لیکلي دي هندي ځواک د پاکستان له لوري د ډز بندۍ له تړون څخه سرغړونې ته غبرگون ښوولی او زیاته کړې یې ده چې پاکستاني ځواکونو پر یو شمیر هندي پوستونو باندې فیرونه کړي دي.
د هند یوه بل جگپوړي پوځي افسر د نوم د نه ښوولو په شرط دغه خبري آژانس ته ویلي دي چې هندي ځواکونو د خپلو پوځیانو پر یوې گزمې باندي برید ته غبرگون ښوولی دی، چې درې هندي عسکر پکښې وژل شوي دي. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې د برید کوونکو له خوا د یوه هندي عسکر د بدن غړې پرې شوي هم دي.
په وروستیو اوونیو کې د متقابلو ډزو د خونړو پیښو د زیاتیدو رپوټونه ورکول کیږي. د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې وروسته له هغې ډیري ترینگلې شوي دي چې په سپتمبر میاشت کې وسله والو یاغیانو د هند تر ولکې لاندي کشمیر کې د هندي عسکرو پر یوې اډې برید وکړ. هند تور لگولی وو چې ددغو یاغیان ملاتړ پاکستان کاوه، خو اسلام آباد بیا دغه تورونه ردوي.
دواړه هیوادونه د لاین آف کنټرول یا اوسنۍ موجوده پولي په اوږدو کې پر یو بل د فیرونو د پیلولو تورونه لگوي. یوازي په روانه میلادي اوونۍ کې د پولې دواړو غاړو ته ۱۸ ملکي او پوځي کسان وژل شوي دي.
نور مطالب:
په پاکستان کي د هندوانو تاريخي ميراث کټاس راج مندر
د پاکستان د پنجاب ایالت په چکوال ولسوالۍ کې د کټاس په نوم د هندوانو یو ډیر تاریخي او مقدس کلې موج دی. د دې کلي د مندر یادونه تر میلاد ۳۰۰ کاله مخکې لیکل شوي کتاب مهابهارت کې شوې. دلته ئې انځورونه واړندي کيږي. انځور: Ismat Jabeen د هندانو کلي د لمنځه تلو له خطر سره مخامخ دي د هند تر ویشل کیدو مخکې په دې ځای کې ډېر هندوان اوسیدل، خو تر ۱۹۴۷م کال وروسته دغه هندوان هند ته منتقل شول. د کټاس راج د مندرونو له مجموعې څخه رام چندر، هنومان مندر او شیو مندر ډیر مشهور دي.
انځور: Ismat Jabeen له ډیرو مندرونو او کلیساو څخه جوړ کمپلیکس د کټاس راج ټیمپل په کمپلیکس کې د هندوانو ۷ مندرونه او د سکانو درمسالونه او د بودیزم د پیروانانو مقدس او تاریخي عبادت ځایونه موجود دي.
انځور: Ismat Jabeen د هندوانو په تاریخي کیسو کې راغلي دي چې د شیو په نوم د دوی (په اصطلاح) د یو معبود ښځه ستي، مړه شوه نو شیو دومره وژړل چې له اوښکو څخه یې دوه تالابه جوړ شول چې یو ته یې پشکار او دوهم ته یې کتکشا وایې. کتکشا په سنسکرت کې د اوښکو لړۍ ته وایې.
انځور: Ismat Jabeen د مندر له تر ټولو لوړي نقطې څخه ليد د شري کټاس راج دغه انځور له تر ټولو لوړ مندر څخه اخیستل شوې دی. په دې انځور کې مرکزي تلاب، او شاوخوا مندرونه، حویلۍ، او نور ملحقات لیدل کیږي.
انځور: Ismat Jabeen د کټاس راج د شهرت یو ډیر مهم لامل د اوبو هغه طبیعي چینې دي چې د اوبو له یوځای کیدو څخه د گنیا، وله رامنځته شوې. د کټاس راج یوه بله ځانگړنه په دې کې ده چې د تالاب چارچاپیره مرکزي مندر او نور عبادت ځایونه په غبرگ یا جوړه شکل جوړ شوي دي.
انځور: Ismat Jabeen په غرنيزه سیمه کې مندر او عبادت ځای په چکوال کې د کوهستان نمک ټوله سیمه له کوچنیو او لویو غرونو او تپو څخه جوړه شوې ده. په سونه کلونه مخکې به مندرونه په داسې لوړو ځایونو کې جوړیدل چې ته د ورتگ له پاره باید ډیر زحمت ایستل شوی وای.
انځور: Ismat Jabeen په حویلۍ کې دننه پر دیوالونو باندې د مختلفو رنگونو نقاشۍ لیدل کیږي چې سونه کلونه پخوا هري سنگه نلوا جوړ کړي ول.
انځور: Ismat Jabeen د هندوانو په اصطلاح فیل خدای یا گهنیش په دغه ځای کې د هندوانو په اصطلاح د فیل خدای گهنیش انځور نقاشي شوی، په کوم چې هغه نورو حیواناتو ته خواړه ورکوي. د کټاس راج مندر په ودانولو کې له چونې څخه ډیر کار اخیستل شوی دی.
انځور: Ismat Jabeen په دې انځور کې د گټاس راج څو ودانۍ په یو وخت کې لیدل کیږي چې یو مندر هم موجود دی. د دې تر څنگ حویلي او د اوسیدو څو دروازیې کور. په انځور کې لیدل کیږی چې دغه ودانۍ له سونو کلونو راهیسې موجودې دي او د وخت تاوده او ساړه بادونه یې تجربه کړي دي.
انځور: Ismat Jabeen د کټاس راج د مندرونو څخه دغه ځانگړی مندر د نوموړي کمپلیس له نورو مندرونو څخه په سونو کلونه وروسته جوړ شوې دی. له همدې امله د دغه مندر وضعیت د نورو په پرتله یو څه ښه دی. د لرغونپوهانو په اند د کټاس راج ډېر کوچني مندرونه ۹۰۰ کاله مخکې جوړ شوي دي. خو د شواهدو له مخې لومړي مندر په شپږم عیسوي قرن کې جوړ شوی دی.
انځور: Ismat Jabeen مذهبي ارزښت او پوځي ضرورت د لرغونپوهانو په خبره په دې انځور کې ښکاریدونکی مندر هم نږدې ۹۰۰ کاله پخوانی دی، خو د مندر شاته کلا ډوله ودانۍ تر هغه هم ډیره سابقه لري او مخکې جوړه شوې ده. دا یوه عسکري ودانۍ ته ورته ساختمان دی.
انځور: Ismat Jabeen په کنبد شکله مندر کې شیو لِنگ د دغه کنبد ډوله خونې په تاقچه کې دیوتا شیو ته منسوب د هندوانو په اصطلاح خدای ایښودل شوی دی، کوم چې هندوان یې عبادت کوي.
انځور: Ismat Jabeen د شیو او ستي د اوسیدو ځای د هندوانو په مختلفو کیسو کې راغلي دي چې د شیو په نامه په اصطلاح د دوی خدای او میرمنه یې ستي، تر واده وروسته څو کاله په کټاس راج کې اوسیدلي دي. د هندوانو د عقیدې پر بنسټ د کټاس راج په تالاب کې تر لمبیدو وروسته گناهوي بخښل کیږي.
انځور: Ismat Jabeen