د هند لومړي وزير د افغانستان پارلمان نوې ودانۍ پرانيستله
۱۳۹۴ دی ۴, جمعهد افغانستان پارلمان د نوي ودانۍ د جوړېدو چاري چي په ۲۰۰۷م کال کي د هند هيواد له خوا پيل سوې آټکل کېدی چي ۴۵ ميليونه ډالره به په مصرف سي، خو په ۲۰۰۸م کال کي ئې د جوړېدو برآورد تر ۱۰۰ ميليونو ډالرو واوښت.
د هند لومړی وزير نريندرا مودي چي مسکو ته تر دوه ورځني سفر وروسته نن د جمعې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۲۵مه) سهار وختي کابل ته ورسېد لومړی ئې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل او وروسته ئې په گډه د افغانستان پارلماني د نوی ودانۍ پرانيستنه وکړه.
هندوستان تر اوسه پوري د افغانستان په بيا رغاونه کي نژدې دوه ميليارده ډالره مرسته کړې ده او د دغه هیواد د امنيتي ځواک په روزنه کي ئې هم ونډه اخيستې ده.
هند دغه راز د افغانستان هوايي ځواک ته د څلور جنگي څرخۍ الوتکو د ورکړي ځيگر ټکولی دئ. د راپورونو له مخي د دغو الوتکو يوه برخه افغانستان ته انتقال سوې هم ده. دا لومړی وار دئ چي هند يوه هيواد ته جنگي الوتکي ورکوي.
د افغانستان پارلمان دغه نوې ودانۍ بايد په ۲۰۱۱م کال لا پرانيستل سوې وای، خو د ځينو کارونو د نه بشپړېدو په خاطر ئې د پرانيستلو چاري درې واري وځنډلې.
د افغانستان پارلمان په نوې ودانۍ کي د ولسي جرگې له پاره ۲۹۴ چوکۍ او مشرانو جرگې له پاره ۱۹۰ چوکۍ جوړي سوي او پر نورو امکاناتو سربيره د کنفرانسونو يو سالون او نوري اداري خوني هم لري.
افغانستان ته د هند د لومړي وزير نريندرا مودي د سفر په درشل کي هندي رسنيو د دغه هيواد د ديپلوماتانو په حواله لیکلي ول چي کابل ته د لومړي وزير د سفر پرمهال افغان چارواکي له هند څخه تمه لري چي له دوی سره د محربوي ټانکونو او ۱۲۰ ميلي متري توپونو مرسته وکړي او دغه راز د کابل په هوايي ډکر کي د شپږو ويجاړو Ан-32 اوکراينۍ الوتکو د ترميم لگښت پر غاړه واخلي.
ټاکل سوې ده چي نريندرا مودي به د افغانستان له مخکني ولسمشر حامد کرزي او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم وويني.