1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د هند مرسته شوي ۵۰۰۰ ټنه غنم د هرات په سیلو کې ذخیره شول

۱۳۹۹ اردیبهشت ۵, جمعه

د هندوستان له لوري د مرسته شوو ۵۰۰۰ ټنه غنمو لومړنۍ محموله د پنجشنبې په ورځ هرات ته ورسیده او د دغه ولایت په سیلو کې زیرمه شوه. دا د هغو ۷۵۰۰۰ ټنو غنمو برخه ده چې هند یې له افغانستان سره مرسته کوي.

Afghanistan Herat | Coronakrise | Weizen Spende
انځور: S. Tanah

په پام کې ده چې د هند له لوري مرسته کیدونکو ۷۵ زره ټنه غنمو څخه ۱۲ زره ټنه یې د هرات ولایت په سیلو کې د کرونا بحران څخه اغیزمنو شوو له پاره زیرمه شي. د هرات د والي مرستیاله مونسه حسن زاده، وایي چې د هندوستان له لوري د مرستو شوو غنمو لومړنۍ محموله چې د چابهار له لارې نیمروز ولایت ته رسیدلې وه، د پنجشنبې په ورځ هرات ته ورسیده.

د هغې په خبره په پام کې ده چې په نزدې راتلونکي کې د مرستو شوو غنمو یوه بله محموله د هرات ولایت له لارې د فراه، غور او بادغیس ولایتونو ته هم واستول شي.

انځور: S. Tanah

د هرات د والي مرستیالې زیاته کړه چې هڅه کیږي پاتې شا او خوا نور غنم، ترمخه په ټاکل شوو اوو پړاوونو کې افغانستان ته ورسیږي. په پام کې ده چې د هندوستان دغه مرسته شوي غنم د هرات، کندهار، بغلان، کابل او بلخ د غلې ستراتیژیکو ذخیرو ته انتقال او ځای پرځای شي.

په هرات ولایت کې د اقتصادي چارو یو کارپوه عبدالقادر کامل، وایي چې په اوسنیو شرایطو کې د کرونا ویروس د خپریدو او په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو په دلیل به د دغو غنمو انتقال پر بازار او د خلکو پر ژوند اغیز ولري.

هغه د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې اغیزمنو شوو کورنیو ته د دغو غنمو د ویش په برخه کې دقیق مدیریت او کنترول ولري، څو یې د بې ځایه مصرفیدو مخه ونیول شي.

له بل اړخه د هرات ولایت اوسیدونکي له هند هیواد څخه له افغانستان سره د شوو مرستو له کبله خوښي ښيې. د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ یو اوسیدونکی محمد صالح، وایي چې په دغه ولایت کې د کرونا ویروس خپریدو او د بازارونو د تړل کیدو له کبله یې د کاروبار وضعیت صفر ته رسیدلی، نه کوم عاید لري او د خپل ژوندانه د لګښتونو د پوره کولو له پاره کافي پیسې هم نه لري. خو هغه له حکومته غواړي چې له ده او نورو متضرره شوو کسانو سره مرسته وکړي.

انځور: S. Tanah

په هرات ولایت کې د کرونا ویروس د خپریدو په ترڅ کې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې په لسګونو تولیدي فابریکي تړل شوي او په ښار کې د ګرځبندیز له کبله په زرونو کسان بې روزګاره پاتې دي، چې دې کار پخپله د هرات ولایت د اوسیدونکو پر اقتصادي وضعیت باندې منفي اغیز لرلی دی.

هند په تیره یوه نیمه لسیزه کې له افغانستان سره د بیا رغاونې او لوړو زده کړو په برخه کې د پام وړ مرسته کړې ده.

شعیب تنها شکران/ هرات

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب