1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتهندوستان

د هند او جنوبي افریقا تر منځ د کريکټ پایلوبه

۱۴۰۳ تیر ۹, شنبه

د جنوبي افریقا کپټان ايدین مارکرم ويلي چې ټیم ېې هند پر وړاندې پایلوبې ته «سخت وږی» دی تر څو ېې د لومړي ځل له پاره د کريکټ شل اوريز نړېوال جام اتلولي ګټلي وي. هندوستان ويلي چې غواړي د اتلولۍ جام دوی خپل کور ته ويسي.

د هندوستان د کریکټ ملي ټيم وتلی لوبغاړی روحت شرما، د بنګله دیش پر وړاندې د جون ۲۲مې لوبې پر مهال
د هندوستان د کریکټ ملي ټيم وتلی لوبغاړی روحت شرما، د بنګله دیش پر وړاندې د جون ۲۲مې لوبې پر مهالانځور: Lynne Sladky/AP/picture alliance

مارکرم د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د جون ۲۸نېټه) په یو خبري کنفرانس کې وويل چې «د بریا له پاره یوه قوي اراده موجوده ده.»

هغه زیاته کړه: «موږ په نړېواله سطحه هغه مقام ته چې خوښیږي مو ترلاسه يې کړو نه یو رسېدلي او زه فکر کوم چې اوس هلکان کولی شي هغه ته ورسيږي او لږ تر تر لږه له پاره به ېې هڅې وکړي.»

هند هم وايي چې دوی پر ځان باوري دي او هيله ېې ښودلی چې وشي کړی د ښې لوبې په کولو د اتلولۍ مقام خپل کړي. د هندوستان د ټیم کوچ راهول ډریود وويل: «د هندوستان کريکټ ټيم خپل ډېر ثبات ښودلی چې دا ډېره د خوښۍ خبره ده. که چېرته موږ ښه لوبه وکړو او ډګر سره ښه وچليږو نو بیا به موږ ګټونکي يو.»

ډريوډ په عین حال کې د جنوبي افریقا ټيم ستاینه هم وکړه: «بل ټيم هم چې دغې لوبې ته راځي واضح ده چې پایلوبې ته وتلی دی، ځکه خو هغوي يو ښه ټيم دی او همدارنګه ډېر ښه کريکټ کوي. نو دوی هم زموږ په څېر د ګټلو ډېر حق لري. خو موږ هيله لرو چې په دې ورځ ښه لوبه وکړو او ګټونکي ېې موږ شو.»   

د کريکت شل اوریز نړېوال جام پایلوبه نن شنبه د جون ۲۹مه ده. جنوبي افریقا او هندوستان په نیمه پایلوبه کې له افغانستان او انګلیند څخه د لوبو په ګټلو پایلوبې ته ووتل.

پایلوبه د آلمان په وخت د ماسپښين په څلورنيمو بجو او د افغانستان پر وخت د مازديګر په ۷ بجو، د جزيره ېې هېواد باربادوس پلازمینه بريج ټاون ښار په ګنسنګټن اوول لوبغالي کې ترسره کيږي.

په ګوګل کې دا مهال د هندوستان د بریا  چانس ۶۴ سلنه او د جنوبي افریقا ۳۶ سلنه ښودل کيږي.

تاسو د  کوم ټيم مينه وال يئ او څه فکر کوئ چې ګټونکی به څوک شي؟

(AFP)mks/aa

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل