1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې سیلابونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي

۱۴۰۲ مهر ۱۳, پنجشنبه

د هندوستان په شمال ختيځ کې تر سختو ورښتونو وروسته په سيلابونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه او ۱۰۲ نور لادرکه دي. چارواکي وايي سيلابونو پلونه نړولي او په سيندونو کې د اوبو چټک جریان د ژغورنې عملیات سخت کړي.

د هندوستان په شمال ختيځ کې تر سختو ورښتونو وروسته په سيلابونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه او ۱۰۲ نور لادرکه دي
د هندوستان په شمال ختيځ کې تر سختو ورښتونو وروسته په سيلابونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه او ۱۰۲ نور لادرکه ديانځور: Indian Army/AP/picture alliance

رپوټونه وايي سيلابونه وروسته له هغو زور واخیست چې د چهارشنبې په ورځ د هندوستان په سیکیم ایالت د هیمالیايي جهیل، لوناک له څنډو اوبو سر وکړ، چې د چارواکو په خبره شاوخوا ۲۲زره خلک ېې اغېزمن کړي.

له سټلايټه په اخیستل شوو انځورونو کې ښکاري چې د جهیل نژدې دوه دريمه برخه اوبه وتلي دي.

دا د سويلي آسیا په غرنۍ سیمه کې د وژونکي او ویجاړوونکي سیلاب وروستۍ پېښه ده چې لامل ېې اقليمي بدلون ښودل کيږي.

د هندوستان د دفاعي چارو یو ویاند وويل: «د لټون عملیات په داسې حال کې ادامه لري چې بې وقفي بارانونه هم وريږي. په تیستا سیند کې اوبه په ډېر شدت بهیري، په ډېرو سیمو کې سړکونه او پلونه اوبو له منځه وړي دي.»

په سیمه کې د ېوې مهمې لويې لارې د تخريب له کبله د سيکیم ارتباط د شرقي بنګال ښار، سیلیګوري سره قطع شوی دی.انځور: Ab Rauoof Ganie/DW

د پنجشنبې په ورځ وختي د هندوستان د سیکیم ایالت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې وويل چې ۲۶ کسان ټپیان شوي او ۱۰۲ نور چې ۲۲ يې پوځي پرسونل دي، لادرکه دي. دغه اداره وايي چې ۱۱ پلونه اوبو تخریب کړي دي.

د ANI خبري آژانس له خوا په خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې د سيلاب اوبو ساختماني سیمې لاندې کړي او کورونه ېې نړولي دي. د پوځ مرکزونه او نور تاسیسات هم تخریب شوي او نقلیه وسایط تر اوبو لاندې شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې، د لا ډیرو ځمکې ښويدو د پېښو خبرداری ورکړی او په راتلونکو دوو ورځو کې ېې په سیکیم ایالت او د هغه په ځينو ګاونډيو سیمو کې د لا ډېرو ورښتونو وړاندوینه هم کړې ده. په سیمه کې د ېوې مهمې لويې لارې د تخريب له کبله د سيکیم ارتباط د شرقي بنګال ښار، سیلیګوري سره قطع شوی دی.

​​د آرشیف انځور - ​​​​یوې دولتي سرچېنې وويل چې د اوبو څلور بندونه تخریب شوي او تر اوسه روښانه نه ده چې ولې دغه بندونه په خپل وخت نه وو خلاص شويانځور: DW

د سیکیم اسمبلې یو غړي، جي تي دهنګیل، رويترز خبري آژانس ته وويل چې په پلازمينه ګينګتاک کې خوراکي مواد پېدا کيږي، خو ډيزل او پترول وار د مخه کم شوي دي. د هندوستان تیستا په نوم سیمه چې د چهارشنبې ورځې سيلابونو ځپلې د پلازمېنې شمال ته په شاوخوا ۱۵۰ کيلومترۍ کې د چین سرحد ته نژدې پرته ده. دا هغه سیمه ده چې د چایو باغونه په کې ډیر دي.

یوې دولتي سرچېنې وويل چې د اوبو څلور بندونه تخریب شوي او تر اوسه روښانه نه ده چې ولې دغه بندونه په خپل وخت نه وو خلاص شوي. په ۱۹۶۸ کې هم د سیکیم ایالت کې هم یو جهیل نړېدلی وو، خو چارواکي وايي چې د چهارشنبې ورځې پېښه د هغې په پرتله بدتره ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل