په هند کي يوه روغتون ته کوڅه ډبه سپي ننوتلي او يو نوی زېږېدلی ماشوم يې په عمليات خانه کي داړلی او وژلی دی. دغه ماشوم تر پيښي درې ساعته مخکي زېږېدلی وو.
اعلان
د هند په شمال فاروق آباد سيمه کي د رامنځته سوي پيښي پلټونکي، ويد پراکاش پندي، د فرانسې خبري آژانس ته د ماشوم د کورنۍ په حواله ويلي دي چي سپي د روغتون د يوې پرانيستي کړکۍ له لاري د شخصي روغتون عمليات خاني ته ننوتلي او هلته يي دغه ماشوم چي يوازي پروت وو، داړلی دی.
پراکاش زياتوي چي د نوي زيږيدلي ماشوم ټول بدن زخمي سوی وو او د عدلي طب پلټني به نور جزيات هم روښانه کړي. دغه روغتون چي د چارواکو په حواله يي د فعاليت اجازه نامه هم نه درلوده، اوس تړل سوی دی. د هغه پر ډيرو کارکوونکو باندي دعوا سوې ده.
د عکاش گنگا روغتون مشر په اول سر کي د ماشوم کورنۍ ته ويلي ول چي هغه مړ پيدا سوی وو. کله چي کورنۍ په عمليات خانه کي د سپي ږغ واوريد نو کنجکاوي يي زياته سوه. وروسته بيا روغتون غوښتل، هغوی ته د په دې اړه د پټه خوله پاتيدو له پاره پيسې ورکړي.
د هند روغتونونو ته د کوڅه ډبو سپيانو د ورتگ په اړه ډير رپوټونه ورکول سوی دی. په تيره بيا په ليرو پرتو سيمو کي روغتيايي تاسيسات په سخت ناوړه حالت کي دي.
زیاتره پوځي سپي تر زیږیدو وروسته روزل کیږي. د آلمان په اردو کې دغه ډول سپي له روزونکو سره تر هغه وخت پوري پاتې کیږي څو د دندې له پاره پوره جوګه شي. په انځور کې د اتریش ولسمشر الکسندر فان دیر بېلین، له هغو سپو سره لیدل کیږي چې د اتریش په پوځ کې د خدماتو د ترسره کولو له پاره روزل کیږي.
انځور: picture-alliance/picturedesk/H. Punz
یوه قانون د پوځي سپو برخلیک ته بدلون ورکړ
په ۲۰۰۰م کال کې د متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر بل کلنټن د «رابیز قانون» لاسلیک کړ چې موخه یې د دې ډاډمنتیا رامنځ ته کول وو چې د متحده ایالاتو د پوځ سپي نور د جګړو په سیمو کې پرې نه ښودل شي او یا د خدماتو د ترسره کولو وروسته و نه وژل شي. په ویتنام کې د امریکا د پوځ ۲۷۰۰ سپي د سویلي ویتنام پوځ ته سپارل شوي وو او ۱۶۰۰ نور د بیهوشه کولو له لارې وژل شوي وو.
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkar
آلماني شیفرد سپي
پر خپل ښایست سربیره، ټول پوځي سپي د آلمان د شیفرد له نسل څخه نه دي. خو د بارک پوسټ، د معلوماتو له مخې د متحده ایالاتو د اردو ۸۵ سلنه سپي له آلمان او هالنډ څخه اخیستل کیږي او بیا هلته روزل کیږي. د آلمان د سپو شیفرد نسل تر ټولو مشهور دی. د بیلجیم مالنیوز، د کوم انځور چې ترمپ خپور کړی وو ډیر زیات شهرت لري.