د رامنامي سماج غړي د هندو دين په ټيټ کاست يا طبقه کي شميرل کيږي. هغوی له قصده د هندوانو د خدايانو نومونه په خال وهنه سره پر خپل پوست باندي ليکي. هغوی غواړي چي په دې سره څرګند کړي چي دغه خدايان ګواکي هر چيري دي او صرف د هندوانو د لوړو کاستونو يا طبقاتو له پاره نه دي.
انځور: Reuters/A. Abidi
د عاجزۍ نخښه
د رامنامي مذهبي ډلې غړي پر خپل بدن د دې له پاره هم خالونه وهي، چي غواړي په دې توګه سره و رب النوع راما ته خپله عاجزي، عقيدت او اطاعت څرګند کړي. د هندوانو د دغه رب النوع په هکله ويل کيږي چي عالم، ښکلی او شاهانه شخصيت لري. راما تر سلو څخه زیات نومونه لري.
انځور: Reuters/A. Abidi
کرامت
دا چي رامنامي د ټيټ کاست سره تړاو درلود، نو هغوی اجازه نه درلوده چي درمسال ته ننوځي او يا له هغه ځای څخه اوبه واخلي له کوم څخه چي د لوړ کاست هندوان اوبه اخلي. همدا ؤ چي د دغه کاست غړو د خپل کرامت د نخښې په توګه پر ځان خالونه وهل پېل کړل. د قانون له مخي اوس په هند کي د کاست پر اساس د هر ډول تبعيض ممانعت دی. خو په حقيقت کي په هند کي اوس هم کاست په ورځني ژوند کي مهم رول لوبوي.
د رامنامي سماج د غړو شمېر تقريبا ۱۰۰ زره انسانان اټکل کيږي. د دغه مذهبي ډلي د نارينه ؤ تر څنګ ښځي هم پر خپل پوست خالونه وهي.
انځور: Reuters/A. Abidi
د ژوند طرز
د رامنامي سماج غړي خپل تول ژوند د رب النوع راما عبادت کوي. د دغې مذهبي فرقي په تقريبا هره کورنۍ کي د رامانايا په نوم د راما ديني کتاب موجود وي. د دغې فرقې غړي خپل کورونه هم له دننه او له دباندي د راما په نومونو آرايشوي.
انځور: Reuters/A. Abidi
بل نسل
د رامنامي سماج زوړ نسل دا خبره درک کولای سي، چي ځوانان يې ولي نور نه غواړي چي پر خپل جسم خالونه ووهي. د دغه فرقې زاړه خلک وايي چي که يې ځوانان نور خالونه نه وهي، دا دې معنا نه ورکوي چي ګواکي هغوی عقيده نه لري. دوی وايي چي ځوانان يې بيا هم پر خپل مذهب ټينګ ولاړ دي.