د هند فلمي ستوری سني ديول همدا د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹ م کال د اپريل ۲۳ نيټه) د برحاله لومړي وزير نريندر مودي «بهارتيه جنته» يا « بي جی پي» گوند کې شامل شو.
مودي غواړي په دويم ځل د هند لومړی وزير شي او گوند یې له همدې کبله هڅه کوي د باليووډ سينما د ستورو له محبوبيت څخه په گټي سره دغه هدف ته ورسيږي او بيا وټاکل شي.
سني ديول په دغه گوند کې تر شامليدو وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې وويل: «مودي زموږ د هيواد له پاره ډېر څه کړي دي، موږ د پرمختگ له پاره هغه ته اړتيا لرو.» نوموړي زياته کړه: «زه د يوې خبرې سړی يم، زه به خپل ارزښت د عمل له لارې ثابت کړم.»
داسې گنگوسي دي چې «بي جی پي» غواړي سني ديول د هند په شمال کې د کانديد په توگه معرفي کړي.
د سني ديول ميره هيما ماليني چې د هند سينما يوه ډېره مشهوره هنرمنده ده، د هند د شمال د ماتورا ښار څخه د مودي د گوند کانديده ده. هيما ماليني په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰م کلونو کې د هند سينما تر ټولو مشهوره ستورۍ وه.
«بي جی پي» گوند همدا راز د ختيځ هند د بهوجپوري سيمنا د سيمه ايزو ستورو مرسته هم غوښتې ده او د مثال په توگه روي کيشن، دينش لال ياديو او پاون سنگ د دې گوند له پاره کمپاين کوي.
سني ديول په ټاکنو کې د نريندر مودي څخه ملاتړ اعلان کړانځور: Imago/Hindustan Times/S. Saxena د روان ميلادي کال په سر کې مودي د باليووډ سينما له يو شمير مشهورو شخصيتونو سره وکتل چې په هغوی کې کرن جوهر او رنوير کپور هم شامل ول.
د «بي جی پي» گوند يوه مهم غړي په دې هکله وويل: «له هنرمندانو څخه د کار اخيستو موخه داده چې په هغو سيمو کې چې دې گوند پکښې په ماضي کې ښه نوم نه دی پريښې، د گوند له پاره کمپاين وشي.»
يو بل مشهور فلمي ستوری چې په دې ګوند کې شامل شوی، د اکشن فلمونو پخوانی اتل شتروگن سهنا دی. نوموړي تر انتخاباتو دمخه مياشتو کې په څو ځلي پر مودي نيوکې هم کړي وې.
کانگرس گوند بيا د هندي او مراهټي فلمونو مشهوره هنرمنده اورميلا مادوندر د ممبۍ د يوې ډېر مهمې انتخاباتي حوزې څخه د کانديدې په توگه معرفي کړې ده.
هنرمند سنجې دت همدا راز د خپلې خور پريا دت له پاره کمپاين کوي چې هغه هم د ممبي له يوې حوزې څخه د کانگرس گوند په نمايندگۍ په ټاکنو کې برخه اخلي.
په تامل نادو، اندرا پرديش او لويدیځ بنگال کې سيمه ایزو گوندونو د سيمه ایزو سندر غاړو او هنرمندان څخه په کمپاين کې مرسته اخيستې ده.
په نوي ډيلي کې ټولنیز کارپوه سواشيش موېترا وويل: «په انتخاباتو کې يا په ټاکنیزه مبارزه کې د مشهورو هنرمندانو را شاملول کومه نوې خبره نه ده.» هغه زياته کړه: «په دې ټاکنو کې ډېر ځوانان هم برخه اخلي او ښايي هیله يې داوي چې له هنرمندانو سره یې مينه او ليوالتيا د هغه گوند په گټه تمامه شي چې دغه ستوري ورته کمپاين کوي او یا په استازيتوب يې په ټاکنو کې برخه اخلي.»
د هند عمومي ټاکنې د اپريل له ۱۱ نيټې څخه د می مياشتي تر ۱۹ نیټې پوري په اووه پړاونو کې دوام کوي. پايلې به ښايي د می مياشتي پر ۲۳ نيټه اعلان شي.
B.S/N.Z (dpa)
زموږ له آرشيف څخه:
د هند مشهورې هندو-مسلمان جوړې
په هند کې ځینې داسې مشهور کسان شته چې د بل مذهب سره تړاو درلودونکی یې د خپل ژوندانه ملگري گرځولی وي. پوهیږئ چې دغه کسان څوک دي؟ ځینې یې د انځورونو په لاندینۍ گالرۍ کې لیدلی شئ. انځور: dapd شاه رخ خان، چې د بالییوډ د پاچا په نوم هم یادیږي په یوه پنجابي هندو کورنۍ کې زیږیدلي گوري چهبر سره په ۱۹۹۱م کال کې واده وکړ، چې بیا یې نوم په گوري خان واوښت. دواړه درې ماشومان لري.
انځور: AP فلمي ستوري رتیک روشن او سوزین خان په ۲۰۰۰م کال کې واده وکړ، خو په ۲۰۱۴م کال کې یې له یو بل څخه د بیلیدو پریکړه وکړه. سوزین خان د هنرمند سنجی خان لور ده. په دغه انځور کې رتیک روشن له هنرمندې پوجا هیج، سره لیدل کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/P. Paranjpe سلمان خان که څه هم لا واده نه دی کړی، خو په کورنۍ کې یې ځینې داسې کسان شته چې د بیلابیلو مذهبونو له خلکو سره یې ودونه کړي دي. د سلمان خان د مور نوم لومړی سشیلا چرک وو، خو د سلمان خان د پلاره سلیم خان سره تر واده کولو وروسته یې نوم سلمی خان ته واوښت. سلیم خان له پارسي هنرمندې هیلن سره هم واده کړی وو. د سلمان خان ورونو ارباز او سهیل خان هم له هندو مذهب سره تړاو درلودونکو نجونو سره ودونه کړي دي.
انځور: Getty Images/AFP/STR سیف علي خان - امرتا سنگھ - کرینه کپور د سیف علي خان او امرتا سنگهـ واده کابو ۱۳ کاله دوام وکړ. په ۲۰۰۴م کال کې له یو بل څخه بیل شول. تر هغې وروسته سیف علي خان په ۲۰۱۲م کال کې له کرینه کپور سره واده وکړ.
انځور: dapd عمران هاشمي - پروین ساہني د بالیووډ یوه بل مشهور فلمي لوبغاړي عمران هاشمي په ۲۰۰۶م کال کې له پروین ساهني سره واده وکړ. دغه انځور د «ډرټي پکچر» د مشهورتیا له پاره وو چې د عمران هاشمي تر څنگ هنرمنده ودیا بالن، لیدل کیږي.
انځور: DW د تیرو وختونو یوه مشهوره هنرمنده ممتاز، له یوې مسلمانې کورنۍ څخه وو. په ۱۹۷۴م کال کې هغې له یوه کاروباري شخصیت میور مادهواني سره واده وکړ.
انځور: I. Mukherjee/AFP/Getty Images مور او پلار یې د نرگس نوم فاطمه راشد ایښی وو. که څه هم د فلم په پرده د هغې جوړه راج کپور وو، خو په اصلي ژوند کې یې سنیل دت د خپل ژوند ملگری گرځولی وو.
انځور: picture-alliance/Mary Evans Picture Library دغه انځور د «مغل اعظم» د فلم دی چې پکښې دلیپ کمار د مسلمانې فلمي هنرمندې مدهو بالا سره لیدل کیږي. مدهو بالا واده له سندرغاړي او فلمي هنرمند کشور کمار سره کړی وو. د مدهو بالا لومړنی نوم ممتا جهان دهلوي وو او هغه د هندي سینما له ښایسته هنرمندانو څخه شمیرل کیده. مدهوبالا په مغل اعظم فلم کې د انار کلي، نه هیریدونکی نقش لوبولی وو.
انځور: picture-alliance/Mary Evans Picture Library شرمیلا ټیگور - نواب پټودی دا د اویایمي لسیزی مشهوره هنرمنده شرمیلا ټیگور ده، چې د هند د کریکټ له کپتان منصور علي خان پټو دي، سره یې واده کړ وو. پټو دي، په ۲۰۱۱م کال د ۷۰ کلونو په عمر له دې نړۍ سترگې پټې کړې.
انځور: picture-alliance/dpa/Rana Sajid Hussain/Pacific Press د ښایسته مسکا او ښې هنرمندۍ له پاره مشهورې وحیده رحمان په ۱۹۷۴م کال کې له فلمي لوبغاړي ششي ریکهي، سره واده وکړه چې د هنرمند په توگه د کملجیت په نوم مشهور وو. ششي ریکهي په ۲۰۰۰م کال کې له اوږدۍ ناروغۍ وروسته ششي ریکهي مړه شوه.
انځور: STRDEL/AFP/GettyImages استاد امجد علي خان - سبھا لكشمي استاد امجد علي خان چې د نغمو له سُرونو سره به لوبیده په ۱۹۷۶م کال کې د کلاسیکي نڅا له پاره مشهورې هنرمندې سبها لکشمي سره واده وکړ. د هغه دوه زامن امان او ایان هم نغمې غږوي.
انځور: AFP/Getty Images زرینه وهاب - آدتیه پنچولي زرینه وهاب د ۱۹۸۰م لسیزي مشهوره فلمي هنرمنده ده. هغې فلمي لوبغاړی آتیه پنچولي، د خپل ژوندانه د شریک په توگه غوره کړه. د هغوی زوی سورج پنچولي په «هیرو» نومې فلمې کې په کار کولو سره په بالیووډ کې قدم کښیود.
انځور: by/Bollywoodhungama د یوې پارسۍ مور او مسلمان پلار لور فرح خان لومړی د نڅا له فن سره تړاو درلوده او بیا وروسته د فلم د جوړونکي په توگه راڅرگنده شوه. هغې په ۲۰۰۴م کال کې «مې هو نا» د فلم له ایډیټر شریش کندر سره واده وکړ.
انځور: UNI د فلمي لوبغاړی سنیل شیټي میرمن مانا شیټي د یوه مسلمان پلار او هندو مور لور ده. له واده مخکې د هغې نوم منیشا قادري وو. په ۱۹۹۱م کال کې هغوی دواړه واده وکړ.
انځور: UNI «ستیا»، «شول»، «ویر - زارا»، «علي گړهـ» او د «سیاست» په شان د فلمونو مشهور لوبغاړي منوج واجپایي په ۲۰۰۶م کال کې له شبانه رضا سره واده وکړ. له واده وروسته شبانه خپل نوم نیها کښیود.
انځور: Getty Images/AFP/STR د کانگرس گوند د ځوان سیاستوال سچن پائلټ د میرمنې نوم ساره پائلټ دی. ساره د هند تر ولکې جمو او کشمیر د پخواني ایالتي وزیر فاروق عبدالله لور ده. دواړه دوه زامن لري چې اران او وهان نومیږي.
انځور: UNI د جمو او کشمیر پخواني ایالتي وزیر عمر عبدالله په ۱۹۹۴م کال کې د پازیب ناتهـ سره واده وکړ، خو په ۲۰۱۱م کال کې له یو بل بېل شول.
انځور: Getty Images/AFP/T. Mustafa مختار عباس نقوي - حد نقوي مختار عباس نقوي، د بهارتیه جنتا پارټي (بي جی پي) یو مشر او په گوند کې مهمه مسلمانه څیره ده. د هغه د میرمنې نوم حد نقوي دی، چې له یوه هندو مذهبه کورنۍ سره یې تړاو درلود.
انځور: DW ظہیر خان - ساگریکا گھاټگی د هند د کریکټ مشهور لوبغاړي ظهیر خان په تیر نزدې وخت کې له فلمي هنرمندې ساگریکا گهاټکی سره د واده اعلان کړی دی ساگریگا گهاټکی «چک دی»، «رش» او نورو فلمونو کې کار کړی دی.
انځور: picture alliance/dpa/AP Photo/R. Kakade