1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند سترې محکمې د ښځينه افسرانو په ګټه رای ورکړه

۱۳۹۸ اسفند ۳, شنبه

د هند سترې محکمې حکومت ته سپارښتنه کړې چې په پوځ کې ښځينه افسرانو ته دايمي دندې او د مشرۍ مقامونه ورکړي. دغه تصميم ښځينه افسرانو ته د دې لار هواروي چې هغوی په پوځ کې د نارينه افسرانو سره له برابرۍ څخه برخمنې شي.

Indien Neu Delhi | Weibliche Offiziere in der indischen Armee
انځور: Mohsin Javed

د هندوستان سترې محکمې د دوشنبې په ورځ حکومت ته سپارښتنه وکړه چې په پوځ کې ښځينه افسرانو ته هم د نارينه افسرانو په څير د دوامداره دندو او د رهبرۍ مقامونو د ورکړې شرايط رامنځ ته کړي. دغه تصميم به دې ته لاره هواره کړي چې هندي افسرانې وشي کړی د خپلو نارينه هم مسلکانو په څير برابر پوځي منصبونه ولري. محکمې زياته کړې چې په دې برخه کې د حکومت دلايل «کرکجن» او د جنسيتي دلايلو پر اساس دي.

د هندوستان د سترې محکمې تصميم له مخې هندي ښځې به د پوځي ترفيعاتو، درجاتو او د تقاعد په ګډون مواردو کې، د نارينه افسرانو په څير د برابرو امکاناتو او امتيازاتو څخه برخمنې شي. له دې نه علاوه، ښځينه افسرانو ته به د دې اجازه ورکړل شي چې د ډير وخت له پاره پوځ کې خدمت وکړي. په حاضر وخت کې د هند ښځينه افسرانې کولای شي يوازې۱۰ تر ۱۴ کلونو پورې په پوځ کې خدمت وکړي.

ډګرمنې انوپاما اګروال، له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «دا زموږ له پاره يوه له اهميته ډګه ورځ ده. دا يوه لويه بريا ده خو زموږ په مخ کې به يوه اوږده لاره پرته وي.»

ډګرواله سندي ياداو چې په دې هکله يې په ۲۰۰۸م کال کې محکمې ته غوښتنليک وړاندې کړی وو، وايي: «د محکمې فیصله د همدومره اوږدې مودې انتظار ايستلو ارزښت لري. زموږ مبارزه د مساواتو له پاره وه او د دغې مبارزې په نتيجه کې اوس د تياره تونل په پای کې يوه لاره ترسترګو شوې ده.»

دا د هند ښځينه پوځي افسرانو له پاره يوه اوږدمهاله او سخته مبارزه وه، سربيره پر دې چې دوی په پوځ کې د جنسيتي تفاوتونو سره سره، ډير کلونه خدمت کړی او د هغو له مخې يې ډير امتيازات تر لاسه کړي دي. 

هند د نړۍ په کچه تر تر ټولو لوی پوځ لريانځور: Getty Images/AFP/M. Sharma

ښځې په جګړه کې

هندوستان د نړۍ په کچه تر ټولو لوی پوځ لري، خو ښځې د دغه څه باندې يو ميليون پوځي پرسونل يوازې ۴ سلنه برخه تشکيلوي. د هند پوځ ښځو ته په جګړيزو برخو کې د واک ورکولو په برخه کې د اوږدې مودې له پاره مقاومت کړی دی. پوځ په دې برخه کې داسې دليل راوړي که چيرته ښځې د جګړې په ډګر کې اسيرانې شي د نارينه و په پرتله ډيره صدمه ويني او همدا ډول د جنسي او روانې نظره هم نه شي کولای د جګړې په لومړۍ کرښه کې تاب راوړي.

خو په دې منځ کې د هندوستان هوايي او سمندري ځواکونه بيا ښځينه افسرانو ته دايمي دندې او مشخص جګړيز رولونه ورکوي. د هندوستان د پوځ لوړپوړو چارواکو د محکمې له حکم څخه په محتاطانه ډول هرکلی کړی دی.

د هندوستان د پوځ پخواني مرستيال، ډګر جنرال راوي سواهني په دې اړه دويچه ويله ته وويل: «اوس چې خنډونه له مخې لرې شوي، نو بايد ښځينه افسرانې هم دا ثابته کړي چې دوي د رهبرۍ د مقامونو وړتيا لري. موږ يو ډیر حرفوي پوځ لرو. څوک نه شي کولاي په ډيره سادګۍ د رهبرۍ لرلو ادعا وکړي، بايد دغه مقام د خدمت په ترسره کولو سره ترلاسه شي.»

د پوځ يو متقاعد افسر، ډګر جنرال شنکر پرساد هم په دې برخه کې ورته نظر لري. هغه وايي: «هو، دا يو ښه اقدام دی. اوس نو بايد ښځې په يو سخت محيط کې کار کول زده کړي، د پياده او توپچي په څير واحدونو قوماندې ورکړې. دوی به هغه وخت خپلې وړتياوې ثابتې کړي کله چې دغه ډول مسلکي فرصتونه ورکړل شي.»

د هند حکومت وايي په اوس وخت کې هندي عسکر دې ته نه دي تيار چې يوه ښځينه افسره خپلې قوماندانې په توګه ومنيانځور: Getty Images/AFP/M. Kiran

«سرتيري ښځې مشرانې نه مني»

د دوشنبې ورځې تصميم، څو ورځې وروسته له هغې نيول کيږي، چې د هند حکومت، محکمې ته ويلي وو چې ښځې د ډګروالۍ او بريد جنرالۍ په څير رتبو له پاره مساعدې نه دي او د دې ترڅنګ نارينه عسکر هم تيار نه دي چې ښځينه افسرانې د خپلو مشرانو په توګه ومني.

د حکومت په دغو څرګندونو کې زياته شوې ده چې د هند په پوځ کې اکثره سرتيري د کليوالي سيمو اوسيدونکي او دوی د «فکري لحاظه دومره نه دي روزل شوي چې ښځينه افسرانې د خپلو قوماندانانو په توګه ومني.»

تر دې وړاندې حتی د هندوستان د پوځ پخواني مشر، جنرال بيپين راوات، هم ويلي وو چې ښځې جنګي ماموريتونو له پاره جوړې نه دي، ځکه هغوی د ماشومانو د روزنې مسئوليت لري او ممکن نارينه افسران خپل د اوسيدو مرکزونو ته په سر ورښکاره کولو تورن کړي.»

خو د هندوستان سترې محکمې د دغه ډول څرګندونو په غبرګون کې ويلي دي چې دا ډول دلايل د مساواتو او برابرۍ له ارزښتونو سره په مغايرت کې دي.

مورالی کریشنن/ ح. م/م.ک.ص/ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب