1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند په یوه هوټل کي اورلګیدنې د ۱۴ کسانو ژوند واخیست

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس،رویترز
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

د هند په ختیځ د کلکته ښار په یوې له ګڼه ګوڼې ډکې سیمه په یوه هوټل کي د اورلګیدنې له امله ۱۴ کسان مړه سوي دي. د رپوټونو له مخې یو کس د هوټل له بامه د راغورځیدو او ډیری نور بیا د ساه دبندیدو له امله مړه سوي دي.

د چارواکو په وینا اورلګیدنه پس له یو څو ساعتونو تر کنترول لاندي راغله.
د هند په یوه هوټل کي اورلګیدنې د ۱۴ کسانو ژوند واخیستانځور: Sahiba Chawdhary/REUTERS

د هند د کلکته ښار په یوې تجارتي سیمه کي په یوه هوټل کي د اورلګیدنې له امله د دوو کوچنیانو په ګډون ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د  «ان‌ دی ‌تی ‌وی» رسنۍ او نورو یو شمیر هندي رسنیو رپوټ ورکړی دی چي دغه اورلګیدنه د ښار په مرکز او د سې شنبې په ورځ تر غرمې وروسته رامنځته سوې ده.

د کلکته د پولیسو د رئیس مانوج کومار ورما، په وینا، د اور د لمبو او دود له منځه څو کسان ژغورل سوي دي. د رپوټونو په حواله، ځیني مېلمانه د دغې څو پوړیزي ودانۍ بام ته وختل او یا یې هم د کړکیو په خوله کي ځانونه ټینګ کړي وه.

د  هند په رسنیو کي خپاره سوو انځورونو او ویډیو ګانو کي ښکاري چي خلک څرنګه هڅه کوي چي د کړکیو له لاري وتښتي.

د چارواکو په وینا اورلګیدنه پس له یو څو ساعتونو تر کنترول لاندي راغله.

د رویترز خبري آژانس د پولیسو د سرچینې له خولې رپوټ ورکړی دی، چي په دغه ودانۍ کي د اورلګیدنې پر وخت شاوخوا ۵۰ کسان موجود وه.

د اورلګیدنې د علت په هکله پلټنې

ویل کیږي چي اورلګیدنه لومړی د لومړي پوړ په یوه خونه او آشپزخانې ته نیژدې رامنځته سوه.

لوېدیځ بنګال ایالت چي دغه پیښه پکښي رامنځته سوه، اعلې وزیرې ماماتا بانرجی، په ایکس شبکه کي په یوه پیغام کي لیکلي دي چي د دغې اورلګیدنې د علت په اړه د پلټنو امر صادر سوی دی. هغې زیاته کړې ده چي په ودانۍ کي «د اورلګیدنې وړ مواد» ذخیره سوي ول، خو په دې اړه یې نور جزیات وړاندي نه کړل.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د دغي پیښي د قربانیانو کورنۍ ته تسلیت ویلی او د یوې وینا د خپرولو له لارې یې زخمیانو ته د عاجلې شفا هيله کړې ده.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل