د هييان په نوم توپان د فليپين مرکزي سيمو ته رسېدلی
۱۳۹۲ آبان ۱۷, جمعهد فلیپین په مرکزي برخو کې د هیئان په نوم د توپان له امله د جمعې په ورځ ( ۲۰۱۳کال د نوومبر۸) سوداگریز مرکزونه او ښوونځي تړل شوي دي او کب نیوونکو ته په بندر کې د پاتې کیدو امر شوی دی. دغه توپان چې په روان کال کې تر ټولو قوي توپان په نوم یاد شوی دی د فلیپین مرکزي ټاپو «سمر» ته رسیدلی دی. دغه سیمه د پلازمینې مانیلا د سویل ختیځ په۶۰۰ کیلومترۍ کي پرته ده.
د سمر په ټاپو کې تر ویجاړیو وروسته دغه توپان گاونډي ټاپو لایټه ته هم رسیدلی دی. د لایټه والي روگر میرکاډو، د اې بي اس او سي بي اېن، تلویزونونو سره په مرکه کې ویلي دي: «زما په آند له ۱۹۶۰مېلادي کال راهیسې دا تر ټولو قوي توپان دی.»
دا چې د دغه توپان له امله ځمکه ښوېدلې ده، د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د توپان د خبرداري گډ مرکز په یوه ساعت کې د باد سرعت ۳۱۴ کیلومتره او د تیزو بادونو سرعت تر ۳۷۹ کیلومتره پورې ثبت کړی دی.
یوه توپان ته هغه وخت د قوي توپان نوم ورکول کیږي، چې په یوه ساعت کې یې تیزوالی تر۲۴۰ کیلومترو واوړي. د هوا پیژندنې یوه پخواني کارپوه جېف ماسټرز، چې اوس د هوا پیژندنې په یوه شخصي شرکت کې کار کوي ویلي دي «په دغه ځای کې ډیري ودانۍ نه دي جوړي شوي چې له باد سره مقاومت وکړي.»
د هغه په وینا دا چې د دغه توپان له امله ځمکه ښوېدلې ده نو تر ټولو قوي توپان حسابیږي. خو هغه اټکل کوي چې دغه توپان به مانیلا ته و نه رسیږي. د ماسټرز په وینا «د دغه باد په پایله کې رامنځ ته شوي زیانونه به د فلیپین په تاریخ کې بې ساري وي.»
د دغه هیواد د ملکي دفاع د مرکز د معلوماتو له مخې ۱۲۵ زره خلک خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي. په دغه هیواد کې په سوونو داخلي او نړیوالې الوتنې لغو شوي دي. د دغه هیواد ولسمشر بنینو آکینو، د پنجشنبې په ورځ د توپان تر رارسیدو لږ دمخه په یوه تلویزوني وینا کې وویل: «که چیرې موږ له یو بل سره مرسته وکړو نو د توپان اغیز کمولای شو. راځئ چې آرام پاتې شو، په ځانگړې توگه د اړینو شیانو د رانیولو او خوندي ځایونو ته انتقالیدو پر وخت.»
آکینو خبرداری ورکړ، هغه سیمي چې په لومړي سر کې له توپان سره مخامخ دي، د ډیر سیلاب او سخت باد سره به مخامخ شي او د سمندري ساحل د اوبو څپې تر شپږو مترو پورې لوړیدای شي. اټکل کیږي چې دغه توپان به د جمعې او شنبې په ورځ د فلیپین له مرکزي برخو څخه تیر شي او تر هغه وروسته به د سویلي چین سمندرگي ته ورسیږي او له هغه ځایه به د ویتنام پر لور مخه کړي.