1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هیواد په شمال کې ګڼ شمیر کان کیندونکي تر ځمکې لاندې بند دي

۱۳۹۹ خرداد ۲۰, سه‌شنبه

افغان چارواکي وايي چې په سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو د یوه کان د نسکوریدو په پایله کې لږ تر لږه ۱۵ تنه کان کیندونکې تر ځمکې لاندې په کان کې بند پاته دي. ځايي چارواکي وايي چې د ژغورنې عملیات یې پیل کړي دي.

afghanische Kohlenmine
انځور: Paula Bronstein/Getty Images

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتې په ۹مه نیټه) د سمنګانو ولایت ځايي چارواکو وویل چې د دې ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو د سکرو کان د نسکوریدو په پایله کې لږ تر لږه ۱۵ تنه کان کیندونکې تر ځمکې لاندې بند پاتې دي. د سمنګانو د والي مرستیال صفت الله سمنګاني د آلمان خبري آژانس ته د دې پیښې د پخلي ترڅنګ وویل چې سیمې ته یې د ژغورنې ډلې لیږلي دي څو بند پاتې کان کیندونکې وژغوري.

سمنګاني همدا راز زیاته کړه چې تر اوسه پورې کان ته د داخلیدو امکان موجود نه دی نو له دې کبله تر اوسه دا هم روښانه نه ده چې په دقیقه توګه څومره کان کیندونکيذ وژل شوي او څومره نور یې ژوندي پاتې دي.

بل لوري ته د سمنګان ولایت د ولايتي شورا غړی حاجي راز محمد اندیښمن دی چې په دې پیښه کې به ښايي ټولو کان کیندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي. هغه وايي چې ښايي د کان د چپه کیدو په پایله کې د اکسیجن د نه رسیدو له کبله ټولو کان کیندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي. راز محمد زیاتوي چې په دې ولایت کې ګڼ شمیر کسان په غیر رسمي توګه په کان کیندنې بوخت دي او دا چې له دوی څخه زیاتره یې د ځان ساتنې تدابیر نه عملي کوي.

په سمنګان ولایت کې د ناقانونه کانونو استخراج د عاید یوه ښه سرچینه شمیرل کیږي چې له کبله یې د دې ولایت یو شمیر اوسیدونکي ښه عاید ترلاسه کوي. د دې ولایت یوازې د ګوتو په شمیر یو څو کانونه د دولت تر څار لاندې استخراجیږي او پاتې نور یې په ناقانونه توګه کیندل کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل