1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هیپ هاپ موسیقۍ لومړی میلیاردر

۱۳۹۸ خرداد ۱۴, سه‌شنبه

د فوربس مجلې د موسیقۍ د ستوري جي زي، شخصي شتمني تر یو میلیارد ډالرو ډیره اټکل کړې ده. د هغه د میرمنې بیانسې، سرمايه بیا ۳۵۵ میلیونه ډالره اټکل کیږي.

BRIT Awards 2019 Jay Z and Beyonce ARCHIVBILD
انځور: Getty Images for NARAS/C. Polk

د فوربس مجلې د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د جې زي د هیپ هاپ موسیقي په تاریخ کې لومړی هنرمند دی چې دارایی یې تر یوه میلیارد ډالرو ډیره شوې ده. دغې امریکایي مجلې لیکلي دي چې «جي زي» اوس یو سوداګر هم دی او د هغو محدودو هنرمندانو له ډلې څخه یو دی چې د شتمنۍ اندازه یې تر یوه میلیارده لوړه شوې ده. پر دې سربیره د فوربس په حواله بیا جي زي د هیپ هاپ موسیقي په تاریخ کې لومړی سندرغاړی دی چې دومره ډیرې پیسې یې ګټلې دي.

د فوربس مجلې په حواله د جې زي د بریا راز په دې کې دی چې دغه هنرمند د «براندونو» په رامنځ ته کولو توانیدلی دی.

جي زي د نیویارک په ډېره غریب میشته سیمه کې نړۍ ته راغلی او په ځوانۍ کې یې آن مخدره مواد پلورل. د ده ژوند هغه وخت بدل شو چې موسیقي ته یې مخه کړه. جي زي په ۱۹۹۶ کال کې خپل لومړۍ البوم بازار ته راویست او تر هغه وروسته یې ۱۴ نور کامیابه البونومه هم خپاره کرل.

د فوربس مجلې په حواله جي زي د ۲۲۰ میلیونو ډالرو په انداز پانګونې، د ۵۱۰ میلیونو ډالرو په اندازه په بیلابیلو شرکتونو کې اسهام، د ۱۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د موسیقۍ یو شرکت، په لاس انجلس او نیویارک کې ځمکې او کورونه او د ۷۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هنري اثار لري.

ms/bs (DW: Chase Winter)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب