1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنگټن کې ډزې:«د ټولو افغانانو مجازات کول عادلانه نه ده»

حسین سیرت | ژباړونکې:گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ آذر ۶, پنجشنبه

په پلازمينه واشنګټن کې تر فېرونو وروسته چې شکمن عامل یې افغان دی، په دغه هېواد کې دننه او له هېواده دباندې پراخ غبرګونونه پاريدلي دي. ريچارډ بنټ وويل چې ټول افغانان د يوه کس د عمل له کبله بايد مجازات نه سي.

واشنگټن: پولیسو له فیرونو وروسته د پیښې ساحه تړلې ده
په واشنگتن کې له فیرونو وروسته د امریکا د مهاجرت ادارې ویلي دي چې په امریکا کې به د افغان مهاجرو پر دوسیو له سره غور وکړي، انځور: Celal Gunes/Anadolu/picture alliance

په واشنگټن کې فېرونه او د امریکا د ملي گارډ د دوو سرتیرو ټپي کیدل له پراخو غبرگونونو سره مخامخ سوي دي. د امریکايی چارواکو د څرگندونو له مخې، د دغه برید عامل یو افغان تبعه دی چې په ۲۰۲۱ م کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسیدو وروسته، امریکا ته انتقال سوی و.

ددغه برید په نتیجه کې د امریکا د ملي گارډ دوه سرتیري سخت ټپیان سول.

دغه پیښه د امریکا او نړۍ په رسنیو کې له پراخو غبرگونونو سره مخامخ سوه او ددغه هیواد ولسمشر، ډونالډ ترمپ د افغانستان دپخواني حکومت له سقوط وروسته، د افغانانو د انتقال له امله د امریکا پر پخواني ولسمشر، جو بایدن باندې سخت انتقاد وکړ.

د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر، بارک اوباما ددغې پیښې په غبرگون کې د ټولنیزو رسنيو په ايکس شبکه کې ولیکل:«زورزیاتی په امریکا کې ځای نه لري. زه او میشل د هغو سرتیرو له پاره چې نن په واشنگټن ډي سي کې د مرمیو تر هدف لاندې راغلل، دوعا کوو او له خواشینۍ ډکو شیبو کې د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي څرگندوو.»

د ۲۰۲۴ م کال په انتخاباتو کې د امریکا د ولسمشرۍ نوماندې، کامالا هېریس هم دغه اقدام غندلی او هغه یې د نه منلو وړ وباله.

اړوندم موضوع: د امریکا یوې محکمې د افغانانو له پاره د لنډمهاله حفاظت لغوه کول مؤقتاً وځنډول

هېریس پر خپله ایکس پاڼې ولیکل:«زه او داگ د ملي گارډ د هغو دوو سرتیرو له پاره چې د نن ورځې په پیل کې په واشنگټن کې د مرمیو هدف وگرځیدل، د هغوی د کورنیو او هغې ټولنې له پاره چې هغوی ورباندي گران دي، دوعا کوم. د زورزیاتيو هر ډول د منلو وړ نه دی او موږ ټول باید په گډه دغه پیښه وغندو.»

د ډونالډ ترمپ مرستیال، جي ډي وینس هم د نوموړې پیښې په وړاندې غبرگون وښود. هغه پر ایکس ولیکل چې په ۲۰۲۱ م کال کې، امریکا ته د افغانانو له انتقالولو سره مخالف و.

وینس ولیکل:«په یاد لرم چې په ۲۰۲۱ م کال کې مې له ارزونې پرته افغان پناه غوښتونکو د سیل په وړاندې د دروازې پر پرانیستلو انتقاد وکړ. دوستانو مې پیغام راولیږه او زه یې نژاد پالونکی وبللم. هغه وخت د توضیح ورکولو وخت و. هغوی باید زموږ په هیواد کې نه وای.»

«د افغانانو ډله ایزه سزا غیرعادلانه ده»

په عین حال کې، د افغانستان له پاره د ملگرو ملتو د بشري حقونو ځانگړي رپوټ ورکوونکي ، ریچارډ بنت په ایکس کې وویل چې  د یوه کس د ترسره سوي عمل له امله باید ټولو افغانانو ته سزا ورنکړل سي.

هغه وویل:« زه .... موافق یم چې مجرم باید جواب ورکوونکی وي، خو د افغانستان ټوله جامعه باید د یوه کس د عمل له امله مجازات نه سي. دغه کار ښايی په شدت سره غیرعادلانه او کاملاً بې معنی وي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب