1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د واورو درنو اورښتونو په ځینو ولایتونو کې لارې بندې کړي دي

زمزمه نیازۍ | حسین سیرت
۱۴۰۳ دی ۱۵, شنبه

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، افغانستان کې د سختې واورې ورېدو له امله د یو شمېر ولایتونو او ولسوالیو لارې تړل شوې دي.بل لورته بیا د کابل بامیان لاره د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده.

د واورې اورښت د هغو کروندګرو لپاره چې وچکالۍ ځپلي دي، ښه خبر دی، خو د اړومنو کورنیو ستونزې به لا زیاتې کړي.
په وروستیو ورځو کې د واورې د اورښت له امله په یو شمېر ولایتونو لارې بندې شوي دي.انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/IMAGO

د طالبانو د فواید عامې وزارت د شنبې په ورځ  (د جنورۍ په څلورمه) ویلي چې د سالنګ لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.دغه وزارت وایي اوس مهال یې کارکوونکي د لارې په پاکیدو بوخت دي.

د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې له څو ورځو راهیسې واوره وریږي چې لارې یې بندې کړي دي. که څه هم د واورې اورښت د هغو کروندګرو لپاره چې وچکالۍ ځپلي دي، ښه خبر دی،د هغو کروندګرو لپاره چې وچکالۍ ځپلي دي، ښه خبر دی،خو د اړومنو کورنیو ستونزې به لا زیاتې کړي.د ټولګټو وزارت وايي، د غر  ښوېدنې له امله د کابل-جلال اباد لويه لاره هم د موټرو پر مخت تړل شوې وه خو اوس بیرته پرانیستل شوې.

د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې د واورو له امله د غزني ولایت مرکز لارې له ناوړ او مالستان ولسوالیو سره تړل شوي خو د جاغوري او اجرستان ولسوالیو لارې خلاصې دي.

نوموړی وایي په تخار، بدخشان، پنجشیر، میدان وردک، کابل، اروزګان، کندز، نورستان او سمنګان ولایتونو کې واوره لا هم اوریږي. نوموړي زیاته کړه، چې د دغو لارو په پاکولو کار روان دی خو لا هم د ټرافیکو پر مخ تړل شوي دي.

د کابل بامیان لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

د افغانستان په بامیان ولایت کې په وروستیو کې سختې واورې وشوې، چې د زیاتو واورو ورېدو له امله د یو شمېر ولسوالیو لارې بندې شوې دي. اوس د دغه ولایت سیمه ییزو چارواکو د شنبې په ورځ د ( جنورۍ څلورمه) وویل، هغه لارې چې د ولایت مرکز له ولسوالیو سره نښلوي، بېرته پرانیستل شوې دي.

د باميانو د والي وياند صبور فرزان سيغاني باختر خبري آژانس ویلي د باميانو ولايت له مرکز سره د څو ولسواليو لارې چې په تيرو څو ورځوکې د واورو د اورښت له امله تړل شوې وې، بېرته پرانيستل شوې دي.

سيغاني ویلي، د باميانو-کابل لارې  د حاجي ګک کوتل او شيبر له لارې هم د موټرو پر مخ پرانيستل شوې.هغه زياته کړې،د قوناق کوتل، شاتو، آقرباط ، ابقول کرمان او بکک هم  مهم سړکونه هم د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوي دي.په وروستیو ورځو کې د واورې د اورښت له امله په یو شمېر ولایتونو لکه غور، سرپل، هرات او بامیان کې لارې تړل شوې دي.

 

زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب