د وردگو په ځانمرگي بريد کي څلور تنه استخبارتي مامورین وژل سوي
۱۳۹۲ شهریور ۱۷, یکشنبهد ميدان وردگو ولايت وياند عطاالله خوگياڼي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د يکشنبې په روځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر۸) ځانمرگو بريد کوونکو د دغه ولايت پر ملي امنيت ادارې باندي يرغل وکړ او د دغي ادارې څلور تنه مامورین يې ووژل.
د وياند په خبره په دغه پيښه کي شپږ تنه ځانمرگي بريد کوونکي هم وژل سوي دي او د ښځو او کوچنيانو په گډون نزدې ۳۰ تنه ملکي وگړي ټپيان سوي دي.
د ميدان وردگو ولايت وياند وويل، چي ځانمرگو بريد کوونکو لومړی د چاودېدونکو موادو ډک موټر د دغي ادارې په دروازه کي وچاوده چي نورو پنځو تنو ځانمرگو بريد کوونکو ته يې د ورننوتلو لاره خلاصه کړه.
ويل کيږي چي په دغه ودانۍ کي د ځانمرگو بريد کوونکو او امنيتي ځواک تر منځ جگړې یو ساعت دوام وکړ او د پنځو تنو ځانمرگو بريد کوونکو په وژلو سره جگړه پای ته ورسېده. په سيمه کي خبريالانو د وژل سوو ځانمرگو بريد کوونکو جسدونه ليدلي دي.
د عيني شاهدانو په خبره موټر چاودنه دومره پياوړې وه چي د نژدې ودانيو ټولي ښيښې ماتی سوې او ډير خلک دغو ښيښو ټپيان کړي دي.
د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده او په خپل ويبسايت کي يې ليکلي دي چي افغان امنيتي ځواک ته يې سخته مرگ ژوبله اړولې ده.