1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ورزګان ولايتي شورا د کشمکش په منګولوکي لاس او پښي وهي

۱۳۹۰ تیر ۱۸, شنبه

د ورزګان ولايت د بيلابيلوسيمواوسيدونکي شکايت کوي چي له تيرې يونيمي مياشتي را هيسې د دغه ولايت د ولايتي شورا دروازې د دوى پرمخ تړلي.

د ورزګان ولايتي شورا د کشمکش په منګولوکي لاس او پښي وهي
ولسی جرګه کی استازی ارشیفانځور: DW

دوى پردولت او خپله د ولايتى شورا پرمسؤلينو ږغ کوي چي د خلکو د کارونو د حل او د شورا د کارونو د تر سره کيدو لپاره دولايتى شورا کارونه پيل کړي.

يو شمير خلکو د شورا د کارونو د بنديدو له کبله خپلې ستونزې رسنيو سره شريکي کړي دي.

يو تن وويل: «هيڅوک مو ږغ نه اوري ، عريضي موپه لاس کي وي کله يوې خوااوکله بلي خواته ځو نه پوهيږوچي څه وکړو، پرچاوژاړو، يوه نيمه مياشت کيږي چي ستونزي موهمداسي پاته دي .»

د ورزګان امنيه قومندان سمونوال فضل احمدشيرزاد وايي چي نژدې يوه نيمه مياشت مخکي د ولايتي شورامرستيال په محکمه کي د يوتن ضمانت وکړ او ژمنه يې وکړه چې د اړتيا پر مهال به يې حاضروي، خو د ښاغلي شيرزاد په خبره کيسه په شخوه واوښته.

هغه زياته کړه .موږ ورته وويل چي وروره دغه کس چي تاسويي ضمانت کړى راوغواړه ځکه والي اوستري محکمې يې دحاضرېدوامرکړى دى، خودي په امنيه قومنداني کي پوليسوته پوچ اوپاش وايي

د روزګان دولايتي شورارئيس امان الله هوتکي وايي مرستيال څه موده وروسته د کس د را وستو ژمنه وکړه خو د هوتکي په خبره د امينه قومندانۍ د چارواکو سره خبره لانجې ته ورسيده او د شورا مرستيال يې دڅوساعتونولپاره بندي کړ.

هوتکي يادونه وکړه: «زموږمعاون هم د دوى دسختوخبروپه مقابل کي ورته وويلي ؤچي له تاسوسره داسي خبري نه ښايي اودوى هم په لاسونوکي ولچک ورواچول اود څوساعتونولپاره يې بندي کړ.»

د ورزګان د والي ويانداحمد ميلاد مدثروايي دغه شخړه د والي محمدعمرشيرزاد په منځګړيتوب حل سوې ده خو د ولايتى شورامشر وايي ستونزه پوره نه ده حل شوې.

په روزګان کې خلک له ولايتي شورا او امنيتي ادارو غواړي چې په خپله کې ژر خپله لانجه حل کړي . دوي له مرکزي چارواکو هم غواړي چې د ولايتي شورا د کارونو د پيل کېدو لپاره لاس په کار شي .

ولايتي شورا ګانې په ټول افغانستان کې په سيمه ييزه کچه د خلکو ستونزې له سيمه ييزو ادارو سره شريکوي او د حل لپاره يې هڅې کوي . په ورزګان سر بيره د افغانستان په ننګر هار او غزنې کې هم وړاندې د ولايتي شوراګانو او سيمه ييزو چارواکو تر منځ ستونزې را ولاړې شوي چې د خلکو په باور لوي زيان يې خلکو ته رسيږي .

محمد ابراهيم سپڅلي

کتونکي: عبدالباري حکيم

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب