د ورکي سوي الوتکي ټوټې کشف سوي دي
۱۳۹۳ دی ۹, سهشنبه د اندونيزيا د وسله وال لښکر يوه وياند اعلان کړی دئ، چي هوايي ځواک ئې په سمندر کي د پلټنو پر مهال داسي ټوټي موندلي دي، چي د الوتکي يوې دروازې او د ژغورلو کوربچې ته ورته دي.
دغه ټوټې له هغي سيمي څخه لس کيلومتره ليري کشف سوي دي، چي الوتکه له راداره ورکه سوې ده.
د فرانسې خبري آژانس د يوه عکاس د معلوماتو له مخي چي پخپله د پلټني په الوتکي کښي وو، په اوبو کي داسي ټوټې ښکاري چي گويا يوه به ئې له الوتکي څخه د ژغورني پر مهال کارول سوې کوربچه او هغه هوا اخيستونکي سدرۍ وي، چي په الوتکه کښي ئې د خطر زنگ د وهلو پرمهال مسافر اغوندي.
د اندونيزيا تلويزيون د جاوا سمندر په اوبو کي د داسو ټوټو انځورونه ښوولې دي، چي څو ميرته اوږده دي.
دغه ورکه سوې ايربوس (A320) الوتکه د يکشنبې په ورځ د اندونيزيا له سورابايا څخه د کولالمپور پر لور الوتې وه. ويل کيږي چي د الوتکي پيلوټ له راداره تر ورکېدو لږ دمخه د هوا د خرابۍ احوال ورکړی وو.
اندونيزيايي چارواکو تردې دمخه خبر ورکړی وو، چي الوتکه کيدای سي په اوبو کي لوېدلې وي. په دغي الوتکي پسي د لټون په عملياتو کي پر الوتکو سره بيره کښتي هم برخه لري.