د ورېښتانو د ښه روغتيا له پاره لس مهمې لارښوونې
۱۳۹۶ شهریور ۲۴, جمعهد ورېښتانو د ښه روغتيا له پاره لس مهمې لارښوونې
ښکلي ورېښتان د انسانانو د ښايست او جذابيت له پاره ډېر مهم بلل کيږي. خو ورېښتان تر ورېښتانو پوري فرق لري او ښه ساتنه يې ګټوره ثابتېدلای سي. د ورېښتانو د ښه ساتنې له پاره څو وړانديزونه دلته ولولئ:
يو ښه بنسټ
د ښايسته ورېښتانو له پاره يو حتمي څيز د سر د پوستکي ښه روغتیا ده. که د سر پوستکی روغ نه وي نو د خانګرې او ورته ستونزو سبب ګرځي. د سر د پوست مالِش د وينو د ښه جريان او په دې توګه د وچو ورېښتانو د مخنيوي سبب کيږي. د ځانګړو غوړو په مرسته د سر د پوست غوړول هم ګټور ثابتېدلای سي.
په سمه توګه د ورېښتانو مينځل
د ورېښتانو د مينځلو له مخي د هغوی ږمونځول هم ګټور ثابتېدلای سي. د شامپو يا صابن لګولو وروسته بايد ورېښتان په ښه توګه په اوبو ومېنځل سي چي صابن يا شامپو پکښي پاته نه سي. په زياتو ګرمو اوبو مېنځل ورېښتانو ته زيان اړولای سي.
کنډیشنر، فايده رسوي که نه؟
کنډيشنر شامپو ته ورته يو ډول هغه موادو ته ويل کيږي چي په شامپو د ورېښتانو له مينځلو وروسته ورباندي بيا ورېښتان مينځل کيږي. د کنډيشنر د استعمال وروسته لانده ورېښتان په آسانه ږمونځيږي ولي چي دغه مواد پر ورېښتانو يو ډول سطحه پرېږدي. خو د لندو ورېښتانو ږمونځول بايد په ډېر احتياط وسي چي ورېښتان مات نه کړي.
د ورېښتانو وچول
په ټوال يا په ورته ټوکر د لندو ورېښتانو وچول يا پکښي د ورېښتانو پېچل د ورېښتانو روغتيا ته زيان رسولای سي. په ډېره زياته ګرمه هوا د ورېښتانو وچول هم ګټور نه وي. له همدې کبله يا خو په قدرتي توګه ورېښتان دې تر پرېږدئ چي پخپله وچ سي او يا يې په کمه ګرمه درجه د ورېښتانو د وچولو په برقي آله وچ کړئ.
د ورېښتانو غوړول
د ورېښتانو او د سر د جلد يا پوستکي غوړول یا مالِش کول ګټور ثابتېدلای سي. د بيلو بوټو غوړي د ورېښتانو له پاره ګټه رسوي. خو څوک خپل کنډيشنر يا د ورېښتانو د غوړولو مواد پخپله هم جوړولای سي. د بېلګي په توګه د اوکادو مېوې سره که څوک د لمرګل څو قاچوغي غوړي او د ليمبو لږ اوبه يوځای کړي نو ورڅخه ورېښتانو ته ښه کنډيشنر جوړولای سي.
د ورېښتانو ماتي څوکي
د ورېښتانو د ماتېدو څو لاملونه وي. توند لمر، وچه هوا او د ورېښتانو د وچوونکې برقي آلې زياته ګرمه هوا د ورېښتانو د ماتېدو سبب ګرځېدلای سي. په دې ترڅ کي احتياط مفيد ثابتيږي.
د ږمونځولو طريقه
د ورېښتانو د ږمونځولو له پاره د ورېښتانو د ښه برس يا ږمونځي اهميت ډېر زيات وي. هغه برسونه چي له طبعي موادو څخه جوړ سوي وي، زيات ګټور وي. د ښه ږمونځي په مرسته د سر د جلد غوړي په ښه توګه تقسيمېدلای سي. ږمونځ او د ورېښتانو برس بايد هميشه پاک وي.
د ورېښتانو رنګول
د ورېښتانو تقريبا ټول رنګونه کيمياوي اجزا لري. تر زيات وخت پوري د ورېښتانو رنګ بدلوونکي رنګونه د ورېښتانو تر بيخ پوري رسيږي او له همدې کبله زيانمن وي. که يو ځل پر ورېښتانو نکرځي لګول سوي وي نو باندي په آېنده کي رنګ لګول زيانمن تمامېدلای سي.
متوازن خوراک
د ورېښتانو د ښه صحت له پاره متوازنه غذا ډېره مهمه ده. په بدن کي د مهمو مالګو يا مينرلز او ويټامنونو کمښت پر ورېښتانو هم منفي اغېز لري. سابه، کبان يا ماهي، ميوه او ورته ښه خوراک د ټول بدن او په همدې شان د ورېښتانو د روغتیا له پاره ګټور وي.
سپورټ او آرام
دوامداره ذهني فشار د کورټيزول د زياتېدو لامل کيږي چي د دغه اغېز په مستقيمه توګه پر ورېښتانو هم کیږي. محقيقين د دغې پدېدې په بشپړه پوهېدلو کي لا نه دي بريالي سوي. خو يوه خبره چي اوس لا روښانه ده، هغه دا ده چي سپورټ او اړين ارام د ذهني فشار په کمولو کي مرسته کوي چي د نورو ګتو تر څنګ ورېښتان هم روغ ساتي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.02.2016):
د ږیري گټي
په دې خبره هر څوک پوهیږي چې ږیره د سړیو په جمال کې د زیاتېدو سبب گرځي. خو آیا ږیره کومي گټې هم لري؟ په دې هکله نور معلومات په دې انځوريز راپور کي لوستلای سئ.
پر مخ گڼه ږیره د لمر څخه راتلونکو وړانگو «اولترا وایلت» مخه نیسي. دغه وړانگي آن د جلد یا پوست د سرطان ناروغۍ سبب گرځیدای شي.
کوم خلک چې د موسم په بدلیدو سره د گرد، یا د کومي ځانگړي ونې له کبله حساسیت لري، ښایي ږیره په دې برخه کې لږه گټه ورسوي. د ږیري ویښتان د یوه طبیعي فلتر په توگه کار کوي او د پزي د ويښتانو په څیر الرژۍ د پیدا کوونکو د ډیرو ذرو مخه نیسي چې د پزي سوري ته ننوزي.
پر مخ راڅرگندیدونکې گونځې د عمر د ډېرښت نخښه ده. کله چې د ږیري لرلو له وجې پر مخ باندي د لمر کمې وړانگې لگیږي، نو گونځې هم لږې پیدا کیږي. د ږیري لرلو له کبله سړی تر ډیر وخته ځوان ښکاري.
د ږیري د خریلو له کبله کله ناکه سړی مخ زخمي کوي او ښایي پر مخ یې نخښې پاته شي. خو د ږیرو لرلو له کبله د دغو داغونو مخنیوی کیدای شي.
ږیره د دوبي په موسم کې مخ له لمره ساتي او په ژمي کې له یخنۍ څخه. سر خو سړی کولای شي د یوې خولۍ په واسطه وساتي، خو سړی نه شي کولای مخ په داسې څه پټ کړي. ږیره په هر موسم کې د نارينه وو د مخ ساتنه کوي.
بکتریا یا میکروبونه د ډول ډول گزک باعث گرځي. د ږیري خریلو پر وخت کله داسې کیږي چې بکتریا د ویښتانو په بیخ کې ځای ونیسي. بیا پر مخ تور داغونه راڅرگندیږي. که چیرې پر دغه ځای ویښتان راوخیژي بکتریاوې هم بې ځایه کیږي.
ږیره د پوست د وچوالي مخه هم نیسي. د تودې او سړې هوا څخه د مخ پوستکي پر ساتلو سربیره د مخ وچوالي مخه هم نیسي.
د امریکا متحدو ایالاتو د بوسټن پوهنتون د درماتولوژي څانگې مشر پروفسیر ډاکټر هیربرت میسن په ۱۹۷۲م کال کې حساب کړی چې د یوه متوسط عمر لرونکی سړی په خپل ژندانه کې درې نیم زره ساعته په ږیرې خریلو تیروي. د دې معنی دا شوه چې د ږیري لرونکي کسان د خپل ژوند ۱۳۹ ورځې یا پنځه میاشتې پر نورو ضروري کارونو مصرفولای شي.