1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهنړیوال

د وسلو تجار له پوتين ملاتړ او له طالبانو سره اړيکې يې رد کړې

۱۴۰۱ آذر ۲۰, یکشنبه

د امریکا له بند څخه تر آزادېدو وروسته د وسلو روسي سوداګر، ويکتور بوت، له ولاديمير پوتين او د اوکراين له جګړې ملاتړ اعلان کړ. پر بوت دا تورونه هم وو چې پر طالبانو يې ګوندې وسلې پلورلې دي.

Prozess gegen Viktor Bout
انځور: dapd

ويکتور بوت د روسيې په »آر ټي« تلويزيون کې د يوې مرکې پرمهال ويلي چې هغه »په دې وياړي چې روسی دی، او زموږ ولسمشر پوتين دی.«

بوت دا هم وويل چې د امريکا په متحده آيالاتو کې د بند پرمهال يې »تل« له ځان سره د پوتين يو انځور په غرفه کې لرلی دی. دغه ۵۵ کلن د شوروي هوايي ځواک پخوانی پيلوټ په ۲۰۰۸ کال په تايلنډ کې نيول شوی او څلور کاله وروسته د امريکا په متحده آيالاتو کې په ۲۵ کاله بند محکوم شوی وو.

د امریکا له بند څخه تر آزادېدو وروسته روسیې د وسلو سوداګر، ويکتور بوت، له ولاديمير پوتين او د اوکراين له جګړې څخه ملاتړ اعلان کړ.انځور: Natthawat Wongrat/Zuma/picture alliance

بوت دا هم وويل چې که امکان او لازمې وړتياوې يې لرلي«، ده به په خپله خوښه په اوکراين کې اوس جګړه کولی. نوموړي زياته کړه چې »زه پوهېږم چې موږ به بريا ته ورسيږو.«

له بوت سره دغه مرکه مارينا بوتينا پرمخ بيوله چې هغه خپله هم يو څه وخت د امريکا په متحده آيالاتو کې بندي وه ځکه چې په غيرقانوني توګه يې د روسيې له پاره د اجنټې په صفت کار کړی وو. بوت د »آر ټي« تلويزيون په مرکه کې د رسنيو داسې راپورونه هم رد کړل چې له مخې يې ده په افغانستان کې پر حاکمو طالبانو وسلې پلورلې دي. بوت وويل چې »طالبانو زما پر سر انعام ټاکلی وو. نو څنګه سړی ويلی شي چې ما ورسره همکاري کړې ده؟ دا خو مفهوم نه ورکوي.«

بوت د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ په حواله په ۱۹۶۷ کال په دوشنبې کې زېږېدلی دی چې د شوروي د پخواني جمهوريت تاجیکستان پلازمېنه ده. ده د مسکو په پوځي انستيتوت کې بهرنۍ ژبې زده کړې او بيا له هوايي ځواک سره يو ځای شو. په بوت باندې تور پورې شوی دی چې د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته په ګډوډيو کې يې په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي په پوځي اډو کې په ارزانه بيه وسلې په لاس وروړې دي چې وروسته يې په تېره په افريقا کې بېلابېلو شخړيزو سيمه ته استولي دي. دا چې بوت د روسيې له استخباراتي څانګو سره ارتباط لري او که نه، معلومه نه ده.

ا.ف.پ/ن.ص/خ.ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب