په نړۍ کي د سختو سیاسي کړکیچڼو له امله له کلونو راهیسي د وسلو تجارت مخ پر ودې وو. خو دغه لړۍ په ۲۰۲۲م کال کي متوقف شوې او ښايي هم د موقت وخت له پاره. دغه معلومات په ستاکهولم کي د سولې د څېړني نړیوال انستیتوت (سیپري) په هغه تازه رپوټ کي خپاره سوي، چي تیرکال یې د وسلو جوړولو له ۱۰۰ سترو کمپنیو څخه راټول کړي دي.
د دغو معلوماتو له مخي نوموړو کمپنیو د وسلو د خرڅولو او نورو پوځي خدماتو د وړاندي کولو له لاري په مجموعي ډول څه ناڅه ۶۰۰ میلیارده امریکايي ډالر تر لاسه کړي دي، چي دا ډېر لوړ رقم دی. خو بیا یې هم د ۲۰۲۰م کال په پرتله په ښکاره ډول ۳ اشاریه ۵ سلنه کمښت لیدل کیږي. دا له ۲۰۱۵م کال راهیسي لومړنی پرشاتگ دی.
د دغه رپوټ يوه ليکونکي، خیاوو لیانگ، له دویچه ویلي سره په خبرو کي وویل: «پر نوو فرمایشونو سربیره چي د شرکتونو له پاره یې یو ریکارډ ټینگ کړی دي، په تیره بیا په امریکا متحده ایالاتو کي د وسلو له امله تر لاسه سوی عاید راکم سوی دی.»
د تولید په برخه کې ستونزي؛ په امریکا کي عاید لږ سوی
د وسلو جوړولو ډېرو امریکايي او اروپايي شرکتونو ونه سوای کولای خپل د پلورلو ظرفیت په ښکاره ډول لوړ کړي. د دې کار علتونه د کاري قوې کمښت، لوړ قیمتونه، د کرونا عواقب، ترانسپورتي ستونزې چي پر اوکراین باندي د روسیې د یرغلیزې جگړې په نتیجه کي لا پسې زیاتي سوي، په گوته سوي دي.
اوکراین ته ډېري پوځي مرستې چي امریکا متحده ایالاتو او اروپا استولي، صنعت ته یې ډیره گټه نه ده کړې. د سیپري کارپوه لیانگ څرگندوي: »یو بل ستر علت د تجهیزاتو د جوړولو د شرکتونه تمرکز پر لوړبیو سیستمونو، لکه الوتکو، بیړیو او راکټونو باندي دی. خو په ۲۰۲۲م کال کي چي د اوکراین د جگړې له امله تقاضا ډېره سوه، د وسلو بیه دومره گرانه نه وه او زیاتره یې زغره وال، مهمات او توپخانې وې.
په اروپا کي د خرڅلاو متوسطه وده
په نړۍ کي د وسلو جوړولو د ۱۰۰ سترو شرکتونو په کتار کي د اروپا ۲۶ شرکتونو عاید بیا په ۲۰۲۲م کال کي صفر اشاریه ۹ سلنه یعني ۱۲۱ میلیارده ډالرو ته لوړ سوی. د سیپري په رپوټ کي راغلي دي چي په اوکراین کي جگړې د داسي تجهیزاتو تقاضا رامنځته کړه چي په اصطلاح د جگړې د ختمولو له پاره مناسب وه، لکه مهمات او زغره وال وسایل. ډیریو اروپايي تولید کوونکو وکولای سول له دې لاري خپل عاید لوړ کړي. د مثال په ډول سیپري د PGZ په نوم د پولنډي شرکت نوم اخلي چي عاید یې ۱۴ سلنه لوړ سوی او په دې ډول یې د خپل هیواد له هغه پروگرام څخه گټه واخیستله چي د پوځ د عصري کولو له پاره یې تعقیبوي.
په جرمنی کی د راین میټال په نامه د وسلو جوړولو شرکتانځور: Philipp Schulze/dpa/picture alliance د وسلو جوړولو د ۱۰۰ شرکتونو په ډله کي د څلورو آلماني شرکتونو عاید بیا په ۲۰۲۲م کال کي ۹ اشاریه ۱ میلیارد ډالرو ته لوړ سوی دی، چي دا د ۲۰۲۱م کال په پرتله یو اشاریه یو سلنه زیاتوالی ښيي.
تیسنکروپ یوازینۍ آلماني کمپنۍ ده چي شاته تگ یې کړی دی. د هغه خرڅلاو ۱۶ سلنه راکم سوی یعنی یو اشاریه ۹ میلیارده یورو ته، دا ځکه چي د سیپري د رپوټ په حواله نومړي شرکت د تیر کال په پرتله لږې بیړۍ استولي دي. د وسلو د مهمو شرکتونو په فهرست کي د آلماني شرکتونو ځای: ۲۸ ځای راین میټال، ۶۲ ځای تیسنکروپ، ۶۹ ځای هینزولت او ۹۳ ځای ډیهل لري.
د روسي وسلو د تولید په اړه معماوي
د نیمګړو ارقامو د ورکولو له امله سیپري ونه سوای کولای دروسي شرکتونو د عایداتو په هکله کوم اټکل وکړي. او له همدې کبله هم دوه روسي شرکتونه په دغه ليست کي شامل سوي دي: روستیک ۱۰ ځای او یونایتد شیپ بیلدینگ کوپوریشن ۳۶ ځای لري. د هغوی گډ عاید ۱۲ سلنه یعني ۲۰ اشاریه ۸ میلیارډه ډالرو ته راکم سوی دی. د سیپرې رپوټ پر دې ټینگار کوي چي د روسیې له خوا د شفافیت نیمگړتیا کومه نوې خبره نه ده.
لیانګ په دې باور دی چي: «روسي شرکتونه د خپلو حکومتونو له خوا د هر ډول معلوماتو له افشا کولو څخه منع سوي دي، دا ځکه چي هغوی کیدای سي په اوکراین کي د خپلو جنگي هلو ځلو د رسمي څرگندونو په برخه کي له ننگونو سره مخامخ سي.»
خو په آسیا، لویو وچو او همدارنګه منځني ختیځ کی بیا شرکتونو ډیره گټه کړې ده. د سیپري د کارپوه په خبره: »په دغو سيمو کي شرکتونو ډېر وخت له سختو امنیتي شرایطو سره مبارزه کړې ده او له سخت جنگي حالت سره لاس او گریوان دي، لکه اسرائیل او جنوبي کوریا . له همدې کبله دغه شرکتونه د«دایمي تولید ظرفیت» په واک کي لري. دا په دې معنی چي هغوی کولای سي خپل تولید د عاجلې تقاضا پر وخت په چټکۍ سره لوړ کړي.
سربیره پر دې په چین، هند او ترکیې کي بیا ځیني شرکتونه له خپلو حکومتونو څخه د عصري کولو د اوږدمهاله پروگرامونو له لاري حمایه کیږي. لیانگ یوه بله گټه هم بیانوي: «هلته ډېر تأمین کوونکي په هیواد کې دننه دي. د تقاضا لویه برخه هم د هیواد په دننه کي وي، تر څو خپل پوځ ته یې انتقال کړي. دا کار له نوموړو هیوادو سره مرسته کوي چي د نړیوالو اکمالاتو د لړۍ د اختلالاتو اغېزې راکمي کړي.»
انځوریز رپوټ: د وسلو تر ټولو ستر تولیدونکي شرکتونه
هر کال په نړیواله کچه د وسلو په پلور کې زیاتوالی رامنځته کیږي. په نږدې ۲۰۰۰ میلیارده ډالرو سره، د وسلو د پلور ریکارډ په ۲۰۱۹م کال کې مات شو. په دې انځوریز رپوټ کې د نړۍ له تر ټولو سترو وسلو تولیدونکو شرکتونو سره آشنا شئ: انځور: Lee Jin-man/AP Photo/picture-alliance دغه امریکایي کمپنۍ د نړۍ د وسلو تر ټولو ستر تولیدونکی شرکت دی. د دې کمپنۍ ۸۹ سلنه عاید د وسلو د پلور له طریقه ترلاسه کیږي. د لاکهید مارتین شرکت اکثره تولیدات د هوا- فضاء په برخه کې دي. دغې کمپنۍ په ۲۰۱۹م کال کې تر ۵۳ میلیارده ډالرو د ډیرو پیسو وسلې پلورلي دي. انځور د لاکهید مارتین کمپنۍ تولید د امریکایي پوځ د اف ۳۵ جټ الوتکه.
انځور: Reuters بوئینګ د نړۍ د وسلو تولیدونکو په کتار کې دویم ځای نیولی دی. په ۲۰۱۹ م کال کې د دغې کمپنۍ ټول عاید ۷۶ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه و چې ۴۴ سلنه یي د جنګي وسایلو د پلور له طریقه ترلاسه کړي دي.
انځور: Krzysztof Kaniewski/ZUMA Wire/picture alliance د نورثروپ ګرومن امریکايي کمپنۍ د جنګي تجهیزاتو د طرحې او تولید، جنګي الوتکو، کیښتیو، الوتکې لیږدونکي بیړیو، سپوږمکیو، رادار، د توغندیو دفاعي سیستم او نورو د تولید په برخه کې فعالیت کوي. په ۲۰۱۹ م کال کې دې کمپنۍ ۲۹ میلیارده ډالره یا ۸۶ سلنه د ټولو فروشاتو څخه د جنګي وسایلو د پلور له طریقه ترلاسه کړي دي.
انځور: Alan Radecki/U.S. Navy/Northrop Grumman via Getty Images د ریتیان Raytheon امریکایي کمپنۍ فروشات په ۲۰۱۹م کال کې ۸ سلنه زیات شوی و. د دې کمپنۍ ۸۵ سلنه عاید یعنې ۲۵ میلیارده ډالره یي د جنګي وسایلو له درکه ول. دغه کمپنۍ په نړۍ کې د رهبري کیدونکو توغندیو تر ټولو لوی تولیدونکی بلل کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Sloan دغه امریکایي شرکت چې هوایي یا فضایي صنایع تولیدوي د خپل عاید ۶۲ سلنه برخه چې څه باندې ۲۴ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالره کیږي د جنګي وسایلو د پلور له لارې ترلاسه کوي. جنرال داینامیکس د اف ۱۶ جنګي الوتکې (عکس کې) تولیدونکی شرکت دی.
انځور: picture-alliance/dpa/Wolfgang Mendorf آویک چینایي شرکت (Aviation industry Corporation) په چین کې د وسلو د تولید تر ټولو ستر شرکت دی. په ۲۰۱۹م کال کې د دې شرکت ۳۴ سلنه عاید یعنې ۲۲ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالره د جنګي وسایلو د پلور له طریقه ترلاسه شوي دي. آویک د الوتکو، بی پیلوټه الوتکو او هیلي کوپترونو تولیدونکی دی.
انځور: Shan He/dpa/picture alliance دغه بریتانوي شرکت په ۱۹۹۹م کال کې د «بریټش آیروسپيس» او «جي ای سي- ماکروني» شرکتونو له یوځای کیدو څخه رامنځته شو او له هغه وخت راهیسې د نړۍ د وسلو د تولید یو له تر ټولو لویو کمپنیو څخه شمیرل کیږي. د دې شرکت ۹۵ سلنه عاید یا ۲۲ میلیارده ډالره یي د جنګي وسایلو د پلور له طریقه وو. دغه کمپني د جنګي الوتکو لیږدونکو بیړیو، اوبتلونو په تولید او د اف ۳۵ او یورو فایټرر په جوړولو کې شراکت لري.
انځور: Getty Images/AFP/L. Parnaby دغه چینایي کمپنۍ په الکترونیک او رادار صنایعو په برخه کې فعالیت کوي او ۴۶ سلنه یا د ۱۵ میلیارده ډالرو معادل فروشات یي د نظامي وسایلو د پلور له طریقه ترلاسه کړي دي.
انځور: Dongxu Fang/Costfoto/picture alliance د نورینکو «Norinco» چينایي کمپنۍ چې یو له تولیداتو څخه یي ټانک دی په نړۍ کې د وسلو یو له لویو تولیدونکو څخه دی. دغه شرکت په ۲۰۱۹م کال کې د ۱۴ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالرو وسلې پلورلي دي. دا مقدار د دې کمپنۍ ۲۲ سلنه فروشات تشکیلوي.
انځور: Reuters/J. Lee دغه امریکایي کمپنۍ په ۲۰۱۹م کال کې د «ګروه هریس» او «ال ۳ ټکنولوژي» له ادغام څخه رامنځته شو او د نظامي مخابراتو په برخه کې، د شپې دوربین، د الکترونیکي قوماندې مرکزونو او نورو د تولید په برخه کې فعالیت کوي.۱۴ میلیارده ډالره یا ۷۷ سلنه له فروشاتو څخه یي د وسلو پورې اړه پيدا کوي.
انځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture alliance دغې امریکایي کمپنۍ په ۲۰۱۹م کال کې تر ۱۳ میلیارده ډالرو د ډیرو پيسو وسلې پلورلي دي. خو دا د دغې کمپنۍ د فروشاتو یوازې ۱۷سلنه برخه تشکیلوي. یونایټډ ټکنولوژي په ۲۰۲۰م کال کې له ریتیان سره یوځای شو او اوس په نړۍ کې د وسلو د سترو تولیدونکو په کتار کې شمیرل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa د لئوناردو ایټالوي کمپنۍ د عاید ۷۲ سلنه برخه د وسلو د تولید له درکه ترلاسه کیږي. دغه کمپنۍ په کلني حساب تر ۱۱ میلیارده ډالرو د ډیرو پیسو وسلې صادروي. دغه کمپنۍ د یورو فایټر جنګي الوتکو په تولید کې هم برخه لري.
انځور: DW/Teri Schultz مسافربري الوتکې د ایرباس کمپنۍ د شهرت اصلي دلیل دی. خو د دې شرکت ۱۴ سلنه عاید د نظامي وسایلو د تولید له درکه ترلاسه کیږي. ایرباس تر ۱۱ میلیارده ډالرو ډیر نظامي محصولات خرڅوي، خو مجموعي فرشات یي ۷۹ میلیارده ډالره و. آلمان او فرانسه ۱۱ سلنه او هسپانیا ۴ سلنه په دې شرکت کې ونډه لري.
انځور: Hauke-Christian Dittrich/dpa/picture alliance د تالس فرانسوي کمپنۍ په اروپا کې د وسلو د تولید دریمه کمپنۍ ده. د دې کمپنۍ د اسهامو ۲۶ سلنه برخه د فرانسې د دولت په اختیار کې ده. دغه کمپنۍ په کلني حساب د ۹ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه یورو په ارزښت وسلې خرڅوي چې دا د تالس کمپنۍ د مجموعي عاید ۴۶ سلنه برخه تشکیلوي.
انځور: Getty Images/AFP/E. Piermont د دغې روسي کمپنۍ ۹۸ سلنه محصولات وسلې تشکیلوي. «آلماز- آنتي» د فروشاتو له کمښت سره مخامخ شوی دی او د پوځي صنایعو په رده بندۍ کې درې درجې ښکته شوی دی. خو سره له دې هم دغې کمپنۍ په ۲۰۱۹م کال کې ۹ میلیارده یورو فروشات درلودل.
انځور: Imago/Itar-Tass د متحده اماراتو د «EDGE» شرکت د عربي هیوادونو لومړنی شرکت دی چې د نړۍ د وسلو د ۲۵ سترو تولیدونکو شرکتونو فهرست ته داخل شوی دی. د آلمان دوه شرکتونه د نړۍ د ۱۰۰ شرکتونو په لیست کې موجود دي. د راین متال شرکت د لئوپارد ټانک (انځور کې) جوړونکی، د نږدې ۴ میلیارده ډالرو په فروشاتو سره یو له دغو شرکتونو څخه دی.
انځور: Philipp Schulze/dpa/picture alliance
GP/NZ/DW.Online