د ولسمشر غني ویاند بیا په افغان سیاستوالو پسې راخیستې
۱۳۹۸ تیر ۳, دوشنبه![Afghanistan Präsident Shah Hussain Murtazawi](https://static.dw.com/image/38561155_800.webp)
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي، په دې شهرت لري چې په ټولنیزو رسنیو کې ډیر فعاله دی او ډیر وخت د ولسمشر پر سیاسي مخالفینو باندې هم سختې نیوکې کوي. هغه په وروستي مورد کې پر هغو سیاستوالو باندې نیوکه وکړه چې په پاکستان کې یې د سولې په یوه غونډه کې ګډون کړی وو.
مرتضوي پر خپلي فیسبوک پاڼې باندې لیکلي دي: «لا تر اوسه پورې چا د خلکو دې پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی. ولې یو شمیر سیاستوالو لویه مشورتي جرګه چې پکې د خلکو ۳۲۰۰ ریښتنو استازو ګډون کړی وو، تحریم کړه، خو په پوره شوق مسکو او اسلام آباد ته ځي؟»
د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کې په دې کنفرانس کې د نورو تر څنګ ولسمشرۍ ته نوماند او د ملي امنيت پخواني مشاور حنیف اتمر، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ګډون کړی وو. په دې غونډه کې د طالبانو او افغان حکومت استازي حاضر نه ول.
مرتضوي په فیسبوک کې په خپاره شوي پیغام کې زیاته کړې: «د خواشینۍ ځای دی چې د یوه په بیانیه کې هم د تیر وخت یو منصفانه روایت موجود نه وو، او نه هم د راتلونکې یو روښانه انځور.»
د ولسمشر مرستیال ویاند بیا په پای کې پر دغو سیاستوالو غږ کړی دی چې د سولې د بهیر په اړه خپل معلومات له ولسمشر غني څخه پوره کړي: «لږ تر لږه که د ویلو له پاره څه نه لري، نو د ولسمشر د سولې د لارې نقشه دې د خپلو معلوماتو له پاره ولولي.»