د ولسمشر کرزي د حکومت دریو غړو د اعتماد رایې تر لاسه کړې
۱۳۹۰ آذر ۵, شنبه د افغانستان پارلمان د ولسمشر کرزي د کابینې دریو نوو غړو ته د اعتماد رایې ورکړې. نورالله دلاوري د افغانستان بانک د مشر په توګه، رحمت الله نبیل د ملي امنیت د رییس په توګه او منیر دانش د اساسي قانون د تطبیق د څارنې د کمیسیون د مشر په توګه د پارلمان مثبتې رایې تر لاسه کړې.
ښاغلی نبیل تر دې وړاندې د یو کال لپاره د افغانستان د ملي امنیت د ادارې د سرپرست په توګه پاتې شوی دی. هغه نن د ولسي جرګي څخه د ۲۰۸ موافقو رایو د ترلاسه کولو وروسته په رسمي توګه د افغانستان د استخباراتي سازمان د مشرۍ دنده پر غاړه واخیسته.
دلاوري تر دې وړاندې د ایسا «په افغانستان د پانګونو د ملاتړ اداره» د مشر په توګه دنده ترسره کوله او د افغانستان د پارلمان څخه یې د ۱۷۳ موافقو رایو د تر لاسه کولو وروسته د افغانستان بانک د مشرۍ دنده بر غاړه واخیسته. په همدې ترتیب سره منیر دانش د اساسي قانون د څار د کمیسیون د مشرۍ لپاره د پارلمان د ۱۵۵ غړو مثبتې رایې تر لاسه کړي.
نورالله دلاوري د بانکدارۍ په برخه کې د څو لسیزو کاري تجربه لري. په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د رژیم د راپرځیدو مخکې هغه د امریکا په متحده ایالاتو کې په تجارتي بانکونو کې دنده تر سره کوله.
هغه د ۲۰۰۴م کال څخه تر ۲۰۰۷م کاله پوري هم د افغانستان د مرکزي بانک د مشر وو. د افغانستان د مرکزي بانک پخواني مشر، عبدالقدیر فطرت، د روان کال د جولای په میاشت کې له دې امله له خپلې دندې استعفا وکړه چې د هغه په وینا د دډیوالي شوي کابل بانک د دوسیو د څیړلو له امله د هغه ژوند د خطر سره مخامخ وو.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه هم د افغانستان د حکومت اته وزارتونه د سرپرست وزیرانو لخوا اداره کیږي او لا تر اوسه پورې د ولسمشر کرزي لخوا دغو وزارتونو ته نوماند شوي کسان په دې نه دې توانیدلې چې په پارلمان کې د خلکو د استازو ملاتړ تر لاسه کړي.
د دې سربیره د افغانستان لوی څارنوال او د سترې محکمې مشر هم د پارلمان لخوا سلب اعتماد شوي او ولسمشر باید د دغو څوکیو لپاره پارلمان ته نوي کسان وروپېژني.
دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم