1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسي جرګې د دوبنیو رخصتیو پیل، کابینه ولې معرفي نه شوه؟

۱۳۹۹ مرداد ۱, چهارشنبه

د افغانستان ولسي جرګې خپله دوبنۍ رخصتي پیل کړه، خو حکومت د نوې کابینې په معرفي کېدو ونه توانید. د وکېلانو غبرګون په دې اړه څه دی؟

Afghanistan das neue Parlamentsgebäude in Kabul
انځور: picture alliance/dpa/H. Amid

ولسمشر غني په وار وار له ولسِ جرګې سره ژمنه کوله چې نوي نوماند وزېران به د باور رایو په موخه وروپيژني، وکېلان په دوبنیو رخصتیو ولاړل خو د حکومت کابینه بې برخلیکه پاتې شوه.

د نوماند وزېرانو د غوراوي پر سر د غني او عبدالله اختلافات

د تیرو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پر سره د محمد اشرف غني او د هغه د ټاکنیز سیال ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ تر اوږدو جنجالونو وروسته د سیاسي هوکړه لیک له مخې  ډاکټر عبدالله هم وزیران ارګ ته معرفي کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي د کابینې د ځنډېدو یو لامل د وزارتونو له پاره هغه نوماندان دي چې د ملي مصالحي عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ارګ ته معرفي کړي.

صدیقي زیاته کړې: «یو شمېر نوماندان چې د ډاکټر صاحب عبدالله لخوا معرفي شوي، پر هغو معیارونو او وړتیاوو برابر نه دي، چې باید د کابینې یو وزیر یې ولري، د ثبات ساتنې او د افغانستان د اوسني وضعیت څخه د تېرېدو لپاره موثر او ممد وي.»

د ارګ ددغه ویاند په وینا، د ښاغلي عبدالله معرفي شوي نوماند وزېران د ملي شورا د غړو غوښتنې هم نه شي پوره کولای. صدیقي وايي نوې کابینه، باید د افغانستان د ټولنې له ټولو قومي او ډله ییزو واقعیتونو څخه استازیتوب وکړي.

د عبدالله عبدالله غبرګون

خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي مصالحې عالي شورا د صدیق صدیقي وروستیو څرګندونو ته کلک غبرګون وښود.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون دویچه ویله ته وویل: «زه فکر کوم کومې څرګندونې چې ښاغلي صدیقي کړي، دا د اساسي قانون او د شوې توافق نامې، دغه راز له هغو بحثونو څخه چې اوس جریان لري د بې خبری په مانا دی، دا د دې ښودنه کوي چې صدیقي له دې ټولو بې خبره دی.»

خوځون زیاتوي چې د افغانستان په اساسي قانون کې معیارونه روښانه دي او دوی هم د همدغو معیارونو پر بنسټ نوماند وزیران غوره کړي او معرفي کړي دي.

د کابینې پر ځنډ د پارلمان غبرګون

د غني او عبدالله ترمنځ د وزیرانو د غوراوي پرسر اختلافات داسې مهال راپورته شوي چې ولسي جرګې خپلې دوبنۍ رخصتۍ، نن چهارشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د جولايي ۲۲مه) پيل کړې.

ددې جرګې غړي ګل احمد کمین دویچه ویله ته وویل، جرګه داسې مهال رخصت شوه چې د کابینې په ګډون زیات شمېر ملي موضوعات نیمګړي پاتې شول.

«تراوسه د دوو ډلو ترمنځ د کابینې پرسر ناندرۍ نه دي ختم شوي، دوی نه وو اماده چې خپل وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي چې د رد یا تایید رایه واخلي، له بده مرغه چې دغه کار همداسې نیمګړې پاتې شو.»

د پارلمان د دغه غړي په وینا د کابینې نه معرفي کول ناوړه پایلې لرلی شي.

ښاغلی کمین زیاتوي د وزیرانو سرپرستي له تېرو پنځو کلونو د یو ناوړه دود په توګه پاتې شوی او د ولسي جرګې د دوبنیو رخصتیو تر پایه به چې شاوخوا یوه نیمه میاشت کیږي دوام وکړي.

د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ، ملي شورا يوه نيمه مياشت په ژمي او يوه نيمه مياشت په دوبي کې رخصت لري.

خو د قانون د ١٠٧مې مادې له مخې، د شورا فوق العاده غونډې د رخصتيو په ورځو کې هم په ځینو بیړنیو موضوعاتو کې د ولسمشر په ځانګړي امر راغوښتل کیږي.

اسماعیل شاکر – کابل 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل