د وينزويلا پارلمان چې اپوزيسيون پکې اکثريت تشکيلوي، خپل صلاحيتونه بېرته تر لاسه کوي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر، نيکولاس مادورو، هسې هم په دې وروستيو کې د فرمانونو په مټ واک چلولی دی او يوې محکمې د پارلمان پرېکړې تل بېرته ګرځولې دي.
اپوزيسيون له دې کبله د پارلمان د بې واکه کولو د هڅې بېرته اخيستل کافي نه بولي، بلکې وايي چې هدف يې دا دی چې د يوې تدريجې «کودتا» په سر پرده وغوړول شي. د پارلمان رئيس، خوليو بورګېس، په کاراکاس کې د يوې مظاهرې په ترڅ کې وويل: «دغه پرېکړه يوازې د هغې حکومتي کودتا اوج وو چې د مياشتو او کلونو راهيسې روانه ده.»
په زرګونو خلکو د مادورو د ولسمشرۍ پای او د نويو له وخت مخکې ټاکنو غوښتنه وکړه. امنيتي ځواکونو مظاهره چيان بيا د اوښکي بهونکي ګاز په استعمال سره وپاشل. د حکومت له خوا د خپل تصميم بېرته اخيستل د قدرت په جوړښتونو کې درزونه هم ښېي. دغه قدرت د ۱۹۹۹ کال راپه دې خوا له سوسياليستانو سره دی. ښي اړخي اپوزيسيون شکايت کړی دی چې د وينزويلا د سترې محکمې له خوا د پارلمان بې واکه کول به د ديکتاتورۍ په لور لاره هواره کړي.
د اړتيا وړ توکو د قلت له کبله احتجاجونه
وينزويلا هغه هېواد دی چې په نړۍ کې د نفتو تر ټولو پراخې زېرمې لري، خو هغه د مادورو د حکومت پر وخت، د اړتيا وړ توکو په برخه کې له ډېر قلت سره مخامخ شوی دی. انفلاسيون پکې داسې لوړ دی چې په نړۍ کې ساری نه لري. مادورو د خوراکي موادو او دارو درملو د کموالي پړه ګويا د خارج له خوا «د اقتصادي جګړې» له کبله راټوکېدلې بولي.
د ده په خبره د نفتو د ټيټې بيې له پاره هم خارج مسووليت لري. په وروستي ځل يې له ملګرو ملتونو څخه د دارو درملو د ورلېږلو هيله کړې وه. دا چې د وينزويلا پولي واحد، چې بوليووار نوميږي، د ډالر او يورو په مقابل خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی، نو د وارداتو له پاره کافي پيسې هم نشته. د اړتيا وړ توکو د قلت له کبله څو ځله ناکرارۍ او لوټمارۍ هم رامنځ ته شوې دي، چې د احتجاجونو په ترڅ کې يو شمېر انسانان هم ووژل شول.
اپوزيسيون د ۲۰۱۵ کال په دسمبر مياشت کې پارلماني انتخابات په دوه په درې اکثريت سره په څرګند ډول ګټلي ول. مادورو د هغه وخت راهيسې د بېړني حالت په فرمانونو سره خپل واک چلوي. دغه بېړنی حالت چې مادورو ته ځانګړي اختيارات په لاس ورکوي، په ۲۰۱۶ کال کې نافذ شوی دی. په رسمي ډول د مادورو واک د ۲۰۱۸ کال په دسمبر مياشت کې پای ته رسيږي.
واک کې د پاته کېدو بله هڅه
د سوسياليستانو تر کنترول لاندې محکمې د چارشنبې په ورځ له پارلمان څخه صلاحيتونه اخيستي او هغه خپله قبضه کړي ول. محکمې سربېره پر دې د ولس د استازو ايمونيتي يا ديپلوماتيک مصوونيت او سياسي خونديتوب ورڅخه اخيستی وو.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.08.2015):
انځورونه: د نړۍ لس خوشاله او لس ناخوښ هیوادونه
د ګالب بنسټ په ټولو هیوادونو کې له ۱۰۰۰ بالغو اوسیدونکو څخه پوښتني کړي دي او د هغوی د خوښۍ کچه يې ټاکلې ده. د لاتین امریکا هیوادونو اوسیدونکي تر ټولو خوشاله او د عربي او اسیایي هیوادونو خلک تر ټولو ناخوښ بلل شوي دي. انځور: picture-alliance/dpa پاراګوای د ګالپ په درجه بندي کې د ۸۹ نمرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ تر ټولو خوشاله هیواد بلل شوی دی. ګالپ د خپلي څېړني پایلي د خوښۍ د نړیوالي ورځي په مناسبت چې د مارچ میاشتي شلمه نیټه ده خپرې کړي دي.
انځور: Reuters/A. Bianchi د نړۍ دویم تر ټولو خوښ هیواد کولمبیا د ۸۴ نمرو په اخیستلو سره د نړۍ دویم تر ټولو خوشاله هیواد ښوول شوی دی.
انځور: picture-alliance/´Ethel Davies/Robert Harding اکوادور د ۸۴ نمرو په ترلاسه کولو سره په نړۍ کې دریم تر ټولو خوښ هیواد ګڼل شوی دی.
انځور: Reuters/G. Granja ګواتامالا د ګالپ د څیړنې له مخې ۸۴ نمېر وړي دي.
انځور: DW ښايي ډیر کمو افغانانو د دغه هیواد نوم اوریدلی وي خو هندوراس د ۸۲ نمرو په اخیستلو سره د ګالپ په نوملړ کې د نړۍ پنځم خوښ هیواد دی.
انځور: STR/AFP/Getty Images/ د لاتین امریکا پاناما هیواد د نړۍ شپړم خوښ هیواد نومول شوی دی.
انځور: Osvaldo Jordan وینزیویلا د ۸۲ نمرو په اخیستلو سره د نړۍ اووم خوښ هیواد نومول شوی دی.
انځور: DW/O. Schlenker کوستاریکا د ګالپ په څیړنه کې د ۸۱ نمرو په اخیستلو سره اتم خوښ هیواد بلل شوی دی.
انځور: Hector Retamal/AFP/Getty Images ال سالودور هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې نوم یې ښايي ډیرو افغانانو ته اشنا نه وي. خو که غواړي د نړۍ نهم تر ټولو خوښ هیواد ته سفر وکړې نو د ال سالودر پر لور تلونکي الوتکي کې کښېنی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Melendez نیکاراګوا د ګالپ په څیړنه کې د ۸۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ لسم خوښ هیواد دی.
انځور: picture alliance/AP Photo د نړۍ د لسو تر ټولو ناخوښو هیوادونو - لومړی ناخوښ هیواد د ګالپ په سروې کې سودان تر ټولو لږ نمرې اخیستي. دغه هیواد په ۴۷ نمرو سره د نړۍ تر ټولو ناخوښ هیواد بلل شوی دی.
انځور: GetttyImages/AFP/C. Lomodon د نړۍ دویم تر ټولو ناخوښ هیواد تونس په ۵۲ نمرو سره د ګالپ له خوا د نړۍ دویم هغه هيواد دی چي اوسېدونکي يې خوشاله نه دي.
انځور: Picture-Alliance/AA/Y. Gaidi بنګله دیش د ۵۴ نمرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ دریم ناخوښ هیواد بلل شوی دی.
انځور: Getty Images/AFP/Uz Zaman څلورم ناخوښ هیواد په اروپا کې د نړۍ څلورم تر ټولو ناخوښ هیواد صربستان دی.
انځور: Getty Images/AFP/D. Dilkoff دا چې د یوه هیواد اوسیدونکي څومره خوشاله دي پر دې پوري اړه نه لري چې هغه څومره پرمختللی دی. د نړۍ د پنځم ناخوښ هیواد په توګه د ترکیې ټاکل ښايي د همدې موضوع ثبوت وي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakis د ناخوښو هیوادونو په نوملړ کې بل اروپايي هیواد بوزنیا ده چې ۵۵ نمرې یې اخیستي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Beekman گورجستان بیا د نړۍ اووم ناخوښ هیواد نومول شوی دی.
انځور: Getty Images/AFP/V. Shlamov لیتوانیا هم د ناخوښو هیوادونو په نوملړ کې شامل دی.
انځور: imago/R. Weisflog نیپال د ناخوښو هیوادونو په نوملړ کې نهم دی.
انځور: Getty Images/AFP/Str افغانستان هم د هغو لسو هيوادونو په ليست کي شامل شوی چي ډېر وگړي ئې خوشاله نه دي.
انځور: picture-alliance/dpa