1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د ويني د ګروپونو او کوويد ۱۹ ترمنځ څه اړيکي سته؟

۱۳۹۹ خرداد ۲۱, چهارشنبه

کوويد۱۹ ناروغي لا ډير رازونه لري. دغه ناروغي په ځينو کي شديده په ځينو کي نرمه او په بعضو کي بيا هيڅ علايم نه ښيي. ځيني کسان بيا حتي ترې مري. د ويني ګروپونه له دې ناروغۍ سره څه اړيکي لري؟

Blut - Transfusionsmedizin
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

ولي ځيني کسان اصلاً پوهيږي نه چي په کرونا ويروس اخته سوي دي، په داسي حال کي چي د ځينو نورو وضعيت داسي خرابيږي چي په روغتون کي بستر او مصنوعي تنفس ورکول کيږي او ځيني خو حتی ترې مري؟

د دغي ناروغۍ د متفاوت جريان په دليل د هغو کسانو دقيق شمېر موندل چي په دغه ويروس اخته او يا ترې جوړ سوي دي، سخت دي. احتمالاً د هغو کسانو شمېر ډير دی چي په سارس۲ ويروس اخته سوي خو تشخيص او ثبت سوي نه دي.

د ويني پر ګروپونو باندي تمرکز

آلماني او نارويږي څېړونکو د کوويد۱۹ ناروغۍ په تړاو د ويني بېلابېل ګروپونه تجزيه او څېړلي دي. که څه هم د هغوی د څېړنو پايلي لومړۍ دي خو د تعجب وړ دي. څېړنو ښوولې ده چي د کوويد۱۹ ناروغۍ متفاوت جريان کيدای سي د په اخته سوو کسانو د ويني ګروپ وي. دغو دانشمندانو تلاښ کړی دی، څو ومومي چي په کوويد۱۹ اخته کسانو ناروغي چي ډيره شديده وه، د ويني ګروپ ئې څه رول لاره.

د کرونا رازونه

دغو څېړونکو په کوويد۱۹ ناروغۍ اخته ۱۶۱۰ داسي ناروغان څېړلي چي تنفسي سيستم ئې له کاره لويدلی او مصنوعي تنفس ته اړ ول. دغه ناروغان د هغو سيمو ول چي کرونا ويروس سخت ځپلي دي، لکه د ايتاليا او هسپانيا هيوادونو د ميلان، مونترا، مادريد، سان سباستيان او بارسلونا سيمي.

آیا د وينې گروپ د ناروغۍ په سختيدو کې رول لري؟انځور: AFP/S. Avila

هغوی د ناروغانو د بدن له ځانګړو ځايونو څخه «ډي ان اې» اخيستي او څېړلي دي. وروسته ئې بيا له ډي ان آې څخه اخيستي ژنتيکي مشخصات د ۲۲۰۵ روغو کسانو د ويني له ګروپونو سره مقايسه کړي دي.

د دغي څېړني لومړۍ پايلي ښيي چي ظاهراً هغه کسان چي د ويني ګروپ ئې A وي کوويد۱۹ ناروغي سخته پرې تيريږي. د آلمان د وګړو په سلو کي ۴۳ د ويني ګروپ دغه دی. احتمالاً د کوويد۱۹ناروغۍ د هغو ناروغانو چي د ويني ګروپ ئې A دی تر هغو چي د ويني ګروپ ئې 0 دی، دوه برابره زيات مصنوعي تنفس ته اړتيا لري.

که څه هم هغه انسانان چي د ويني ګروپ ئې 0(صفر) دی د دغه خبر په اورېدلو سره خوشحاله کيږي، خو هغوی هم له دې ويروسه خوندي نه دي. دغي څېړني ښوولې ده چي په دغه ګروپ کي هم د سختي ناروغۍ لږ خطر سته. د ويني په ورکولو کي 0 ګروپ ځانګړتيا لري. د دغه ګروپ وينه لرونکي کسان خپله وينه هر انسان ته ورکولای سي. د آلمانانو په سلو کي ۴۱ د ويني ګروپ 0 دی.

د وينو د A او AB ګروپ په ترتيب سره په ۱۱ او ۵ سلني سره ډير عام نه دي او په کوويد۱۹ ناروغۍ کې د ويني د ګروپ رول په څېړنه کي په منځ کي راغلي دي.

پر درملنه باندي د ويني د ګروپ اغېز

کله چي د دغي څېړني پايلي ومنل سي نو په درمل موندلو کي به ئې مرسته وسي. دې ته ورته مخکي هم له نورو ناروغيو سره د ويني د ګروپ د اړيکو په اړه نظرونه موجود ول.

د بېلګې په توګه څېړونکو موندلې ده چي د ملاريا ناروغۍ او ويني د گروپ ترمنځ اړيکي سته. دا روښانه سوې ده چي هغه انسانان چي د ويني ګروپ ئې 0 دی په ندرت سره د ملاريا ناروغي پرې سخته وي. خو په ځينو ناروغيو کي بيا د ويني نور ګروپونه د بدن په محافظت کي مخکي وي؛ لکه A ګروپ چي د طاعون ناروغۍ پر وړاندي دغه شان رول لري.

nz/bs (Gudrun Heise )

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب