د وچې ډوډی پاتېښونې هم ډير گران دي
۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۳, جمعهاعلان
د غنمو بيه د دريو مياشتو په اوږدو کې پنځه اويا په سلو کې قيمته شوی ده. خلک د امريکايانو په مرسته د کرزي حکومت ته دير په قار دي. په چادري کې پټه يوه پښتنه مېرمن وايي:
«کرزی پاچا دی او دا زموږ ژوند دی» په دی وخت کې د دغې مېرمن نه کلن زوی په يوه پرچه وچه ډوډی ژويی. مېرمن زياتوی: «د هغې راهېسی، کله چې امريکايان راغلی دي، هېڅ شی ارزانه نه دی».
د اسيا لپاره د ملگرو ملتونو د غذايي موادو د پروگرام WFP مشر ښاغلی انتوني بان بوري وايی:
تېر کال هم خواراکي مواد شپيته په سلو او سږ کال پنځه اويا په سلو کې گران شول. د طالبانو د رژيم له نسکوريدلو څخه وروسته دا لومړی ځل دی، چې د ملگرو ملتونو د غذايي موادو پروگرام نه يوازی په کليو، بلکې په ښارونه کې هم خوراکي مواد خلکو ته وېشی.