1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ویانا غونډه؛ مهمې غوښتنې څه دي؟

۱۴۰۱ شهریور ۲۶, شنبه

په ویانا کې د يو شمیر افغان سیاسیونو غونډې خپله اعلاميه خپره کړې ده. دغه اعلاميه چې نن شنبه خپره شوې پکې راغلي چې د هیواد «اوسنی بحراني وضعیت د افغانستان، سیمې او د نړۍ د غوڅ اکثریت خلکو له پاره د منلو وړ نه دی.»

Treffen mehrerer afghanischer Politiker in Wien
د ویانا د غونډې یوه څنډهانځور: Naser Ahmadi/DW

په ویانا کې د سپتمبر له ۱۵مه تر ۱۷مې نېټې پورې د يو شمیر افغان سیاسیونو غونډې خپله اعلاميه خپره کړې ده. دغه اعلاميه چې نن شنبه د سپتمبر ۱۷مه خپره او دويچه وېلې ته هم استول شوې ده، په کې راغلي دي چې د هیواد «اوسنی بحراني وضعیت د افغانستان، سیمې او د نړۍ د غوڅ اکثریت خلکو له پاره د منلو وړ نه دی.»

په اعلاميه کې ویل شوي چې دوی موجوده وضعیت ته په کتو د افغانستان پر خلکو غږ کوي چې په هیواد کې د يو «قانونمند، کثرت ګرا، او دیموکراتیک اسلامي نظام» د رامنځ ته کولو په خاطر خپل تاریخي او ملي مسئولیت ادا کړي. په اعلاميه کې هيله مندي ښودل شوې چې د ویانا غونډه د افغانستان د ستونزې د حل له پاره د یو ملي او دیموکراتيک بحث ته «یوه ښه پيلامه شي.»

احمد مسعود په ويانا کي: د بهرمېشتو افغانانو متحد کول غواړو

د ویانا په درې ورځنۍ غونډه کې بحث شوې موضوعات په ۲۲ ټکو کې خلاصه شوي دي چې په سر کې يې په افغانستان کې د «بشري ناورین او اقتصادي بحران» د زیاتیدو مسئله ياده شوې ده.

په افغانستان کې د نظام د ملي او نړیوال مشروعیت نشتوالی، د افغانستان انزوا، د نجونو د تعلیم حقونو له پامه غورځول، غیرقانونې حبس او صحرايي محکمې، د بیان آزادۍ او د مدني او سیاسي فعالیتونو سیستماتيک محروميت هم له هغو موضوعاتو دي چې په اعلاميه کې ‌ذکر شوي دي.

یوناما: په پنجشیر کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په اړه اندېښمن یوو

د اعلاميې په يوه بله برخه کې د ګډونوالو له قوله راغلي دي چې «موږ د سیاسي خبرو اترو له لارې د هیواد د ستونزې د حل په لټه کې یو.»

او د اعلاميې په پای کې ويل شوي چې دوی د طالبانو د رژیم د نه رسیمت پيژندلو په تړاو د «سیمیزې او نړیوالې اجماع څخه هرکلی» کوي. 

د اتریش په پلازمينه ویانا کې دغه غونډه د اتریش د نړيوالو چارو انستيتوت په همکارۍ جوړه شوې، چې پکې د افغانستان د پخواني حکومت يو شمیر لوړپوړي چارواکي، د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود او د افغانستان د پخواني پارلمان د يو شمیر غړو په ګډون افغان سیاسي څيرو ګډون درلود.

له دغې غونډې سره هم مهاله تیره ورځ په اتریش کې یو شمیر افغانانو د غونډې په ملاتړ او د غونډې پر ضد مظاهرې هم کړي دي. طالبان د خپل حکومت په سرپرسته کابينه کې هيڅ ښځینه غړې نه لري او تر اوسه پورې يې د داسې يو ټولشموله حکومت جوړېدو ته چې نړیوال او د هغوی مخالفان ېې غواړي، غاړه نه ده ايښې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل