د وینزویلا د اپوزيسيون مشر گوايدو بیرته هیواد ته ستون شوی
۱۳۹۷ اسفند ۱۴, سهشنبهد اپوزيسيون مشر خوان گواېدو چې ځان یې په خپله د مؤقتي ولسمشر په توگه نومولی، جنوبي امريکا ته تر يوه سفر وروسته چې موخه یي د ملاتړ د ترلاسه کولو هڅه وه، بيرته وينزويلا ته ستون شوی دی.
د نيول کيدو پر گواښ سربيره نوموړی پلازمينې کارکاس ته څيرمه د مايگويشه هوایي ډګر کې کښته شو. د نوموړي هرکلي ته یو شمیر پلویان ورغلي وو. همدا راز د ډېرو اروپایي هېوادونو سفيران چې په هغه کې د آلمان سفير هم شامل وو، د گواېدو د هرکلي له پاره راټول شوي ول.
نوموړی دغه ځای ته تر رسیدو وروسته د ښار مرکز ته ولاړ چېرې چې هغه پر لسونو زرو کسانو د ولسمشر نيکولاس مادرو پر ضد د نورو مظاهرو غږ وکړ. په ټول هېواد کې احتجاج کوونکي د سوسيالست حکومت د برحاله ولسمشر پر ضد سړکونو ته را وتلي ول.
د واک پر سر روانه جگړه کې د گوايدو بيرته ستنېدل د مادورو د پارولو په معنا دي. د گوايدو په اړه د روانو پلټنو او د محکمې له خوا پر هغه د سفر د لگول شوي بندیز له کبله دغه ۳۵ کلن سياستوال له هېواده د وتلو اجازه نه لرله. اوس کيدای شي هغه ونيول شي.
«پر خطرونو خبر يو»
خوان گوايدو د ټویټر په خپل پیغام کې ليکلي دي: «موږ د آزادو وگړو په څېر وينیزويلا ته سفر وکړ. هیڅوک دې برعکس ادعاوې نه کوي.» تر ستنېدو وروسته هغه وويل: «موږ پر ټولو خطرونو خبر يو. او دې هیڅکله زموږ مخه نه ده نيولې.»
نوموړي په هغه صورت کې که چېرې د حکومت له خوا ونيول شي، خپلو پلويانو ته د ټویټر له لارې لارښوونه کړې ده: «که چیري رژیم هڅه وکړي چې ما وتښتوي نو راتلونکي گامونه روښانه دي: مظاهرې او زموږ د نړيوالو متحدينو او د ټولې نړۍ د پارلمان له غړيو سره همکاري به بل گام وي.»
امريکا متحده ایالاتو هم خپل دريځ څرگند کړ. مرستیال ولسمشر مايک پنس د ټویټر په پیغام کې ليکلي دي: «وينزويلا ته د خوان گوايدو په خوندي توگه ستنېدل د امريکا متحده ایالاتو له پاره ډېر ارزښت لري.» زياته شوې ده چې هيڅ ډول روز زياتی او بېرونه به د زغم وړ نه وي.
گوايدو په دې وروستیو ورځو کې د سيمې هېوادونو ته سفر وکړ. هغه په برازيل، کولمبيا، ارجنټاين، اکوادور او پاراگوای کې د ملاتړ غوښتنه وکړه. يو شمېر هېوادونو چې امريکا متحده ایالات او آلمان هم پکښې شامل دي، نوموړی د موقت ولسمشر په توگه په رسميت پېژني. خو مادورو بيا تر اوسه د خپل ځواکمن پوځ له ملاتړه برخمن دی.
«يوازينی تن چې د جگړې خبره کوي، مادورو دی»
گوايدو يو وار بيا پر عسکرو غږ وکړ چې د برحاله ولسمشر له وفادارۍ دې تېر شي او د حکومت د مخالفینو سره دې يوځای شي. هغه وويل: «پوځ بايد خپل تاريخي مسئوليت پر ځای کړي.» هغه زياته کړه: «يوازینی کس چې د جگړې خبره کوي، مادورو دی.» خو دلته خبره د جگړې او سولې څخه د يوه د انتخابولو نه ده، «ځکه موږ ټول سوله غواړو.» په وينزویلا کې انتخاب په اصل کې د «ديکتاتور او ديموکراسۍ او د بې وزلۍ او سوکالۍ ترمنځ دی.»
وينزويلا چې د نړۍ د تېلو د سترو زېرمو له کبله پيژندل کيږي، دمگړۍ له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی. په هېواد کې د اسعارو د کمښت له کبله دغه هېواد نه شي کولی خوراکي توکي، درمل او د اړتيا نور شيان صادر کړي. تر اوسه د وینزویلا تر درې ميليونه زيات وګړي له خپل هېواده وتلي دي.