د کوردي رسنيو د خبر له مخي د يزديانو روحاني مشر د ۸۷ کلنې په عمر له دې نړۍ سترګي پټي کړې. يزيديان يوه کوردي مذهبي اقليت دی.
انځور: Yunus Keles/AA/picture-alliance
اعلان
خرتو حاجي اسمعيل چي ورته يزيدي عقدتمندانو يې د «بابا شيخ» يا د شيخانو د پلار خطاب کاوه، د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر پر لوموړۍ ڼېټه) يې له دې نړۍ سترګي پټي کړې. د کوردي رسنيو د راپور له مخي بابا شيخ د پښتورګو او زړه د ستونزو له کبله د سه شنبې په ورځ لا د عراق د اِربيل يو روغتون ته وړل سوی او هلته بستر کړل سوی و.
د خپلواکمنې سيمي کوردستان لومړي وزير، مسرور برزاني بابا شيخ د يو مهم شخصيت په توګه ياد کړی دی. د برزاني په وينا شيخ بابا د کوردستان په سيمه کي په سوليزه توګه يو له بل سره د اديانو د ژوند کولو په لاره کي مهم کردار لرلی دی.
په ۲۰۱۸م کال کي د سولي د نوبل جايزه ګټونکي يزيدۍ ناديه مراد پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چي يزيدي ټولني «يو مشعل/لارښود څراغ له لاسه ورکړ. د يزيديانو روحانی مشر په خپل شخصيت کي د حکمت، عاطفې او زغم عنصرونه سره راغونډ کړي ول. هغه په مثالي توګه د يزيدي ټولنې مشري کوله او د ژوندي پاته سوو يزيديانو سره يې له عاطفې او احترامه ډک چلن کاوه. د هغه ځای به هميشه خالي پاته وي.»
بابا شيخ په ۲۰۱۷ کال په داسي وخت کي آلمان ته راغلی وو چي په آلمان کي د يزيدي مهاجرو د منلو په هکله تود بحث دوام لاره. نوموړي په ۲۰۱۵م کال کي د کاتوليکي کليسا د مشر پاپ فرانسيس سره په واتيکان کي هم ليدلي ول.
يزيديان د کوردانو تر منځ يوه ديني لږکۍ ده. پر وحدانيت معتقد دغه دين په ټوله نړۍ کي په سلونو زره پېرويان لري. اکثره يزيديان د عراق په شمال کي ژوند کوي. خو له دغو څخه زيات شمېر يې له هغه وروسته خپلي سيمي پرېښودلې کله چي د داعش ترهګرو مليشو دغه سيمي ونيولې.
دمګړی په لوېديځه اروپا کي هم د يزيديانو يو شمېر ټولنې منسجمي سوي دي. د سياسي روزني له پاره د آلمان د فدرالي مرکز د معلوماتو پر اساس د نړۍ تر ټولو لويه د يزيديانو ډله په آلمان کي ژوند کوي چي شمېر يې تر ۱۵۰ زرو کسانو پوري رسيږي.
يزيدي دين د منځني ختيځ بيل اديان په خپل ځان کي راغونډ کړي دي. دغه دين په زياته له اسلام څخه زيات اړخونه خپل کړي دي. يزيديان پر جنت او دوږخ عقيده نه لري، بلکي هغوی په دې عقيده دي چي د مړيني وروسته بېرته رازږېدل سته او دا چي روحونه له يو وجود څخه بل وجود ته انتقال کوي.
يزيديان د ديني او روحاني مشر تر څنګ يو د دنيايي چارو له پاره هم مشر لري. يزيديان صرف هغه څوک يزيدي بولي او يا په بله اصطلاح صرف هغه څوک يزيدی کيدلای سي چي مور او پلار يې يزيديان وي. که يو يزيدی نارينه يا يزيدۍ مېرمنه د يزيدي دين سره تړاو نه لرونکي کس سره واده وکړي، نو دا له يزيدي دين څخه د هغوی د خارجېدو په معنی وي.
يزيديان د تاريخ په اوږدو کي نه يوازي د خپل دين له کبله، بلکي له دې کبله هم تر تعقيب لاندي راغلي دي چي کوردان دي. توندلاري مسلمانان دغې ډلي ته د يوې «ګمراه سوي» ډلې په توګه ګوري. له همدې کبله زيات يزيديان په خپلو سيمو کي خپل اصليت پټوي او ځانونه يزيدي نه معرفي کوي. د يزيديانو او مسيحيانو تر منځ اړيکي په ټوليزه توګه ښه بلل کيږي.
ک.ن.ا./ا.ا./ن.ز.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز (16.08.2014) راپور: