د يمن د جنگ له پيل راهيسي دغه هيواد ته په صادراتو کي ۷۵ سلنه کمښت راغلی. دا په داسي حال کي ده چي د دغه هيواد ډېر خوراکي مواد، درمل او د ژوندانه نور اړين مواد وارداتي دي او د يمن اوسېدونکي د نورو هيوادونو په وارداتو پوري تړلي دي.
ملگرو ملتونو ويلي دي چي د يمن د ۲۱ ميليونه نفوس ۸۵ سلنه وگړي سمدستي بشري مرستو ته اړ دي او د هغوی د ژوندانه شرايط ډېر کړکېچن دي.
د ملگرو ملتونو د بشري مرستو مسئول ستيفان اوبرايان، دغه راز اعلان کړی دئ، چي د يمن له ۲۲ ولايتونو څخه نزدې په ۱۰ کي قحطي ده او بې له ځنډه بايد دغو وگړو ته ډېر ژر مرستي ورسول سي.
د عربستان پوځ وايي چي په يمن کي د بندرونو کنترول ډېر اړين دئ، ځکه چي حوثي ياغيان د بندرونو له لاري وسلې تر لاسه کوي.
اوبرايان چي په روانه مياشت کي رياض ته سفر وکړ څو د سعودي چارواکي قانع کړي چي غير پوځي کښتيو ته د تگ راتگ اجازه ورکړي، ټينگار ئې وکړ چي ملگري ملتونه دا تضمين کوي چي د سوداگرۍ کښتي به د مرستو رسولو په موخه د يمن اوبو ته ننوزي او له پوځي اقداماتو او حوثيانو سره اړه نه لري.
په يمن کي جنگ تر اوسه پوري نزدې ۲۰۰۰ انسانان وژلي په زرونو نور ټپيان سوي او په لسونو زره نور له خپل هيواده وتلي، چي په اغلب گومان به د افريقا د ښکر پر لور تللي وي.
انځورونه: سعودي عربستان د يمن هوايي ډگر بمبار کړ
په دې انځوريز راپور کي به د يمن ويجاړ سوی هوايي ميدان او الوتکي وويني چي سعودي عربستان بمبار کړی دئ. ويل کيږي چي سعودي دا کار د يوې ايرانۍ الوتکي د کښېناستو د مخنيوي په خاطر کړی دئ.