1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زرونو مهاجر د يونان سرحد ته رسيدلي

۱۳۹۸ اسفند ۱۰, شنبه

يونان وايي چې د څه باندې ۴۰۰۰ مهاجرو مخه يې نيولې چې غوښتل يې د ترکيې له سرحده په غيرقانوني توګه يونان ته داخل شي. تازه رپوټونه وايي چې په سرحد کې د يوناني پوليسو او مهاجرو تر منځ نښتې هم شوي دي.

Türkei Edirne Ausschreitungen an Grenzübergang zu Griechenland
انځور: picture-alliance/AA/G. Balci

له آتن څخه د فرانسې خبري آژانس ليکلي چې د يونان حکومت نن د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ ۲۹مه) وويل چې د زرونو مهاجرو مخه يې نیولې چې غوښتل یې د ترکيې له لورې په «غيرقانوني» توګه د يونان خاورې ته ننوزي. 

د يونان د حکومت وياند، ستيولې پيتساس د شنبې په ورځ په دې تړاو وويل: «پرون يونان د يو سازمان ورکړل شوي پراخ غيرقانوني بريد لاندې راغی او د سرحدونو دفاع نقض سوې ده.»

وياند زياته کړه: «موږ د څه باندې ۴۰۰۰ مهاجرو چې غوښتل يې په غيرقانوني توګه له سرحده زمونږ خاورې ته دننه شي مخه ونيوله.» هغه دغه خبرې د يونان د لومړي وزير کرياکوس ميستوتاکیس تر يوې عاجلې غونډې وروسته وکړې.

د يوناني پوليسو او مهاجرو تر منځ اخ و ډبانځور: Getty Images/AFP/O. Kose

د فرانسې خبري آژانس، په خپل يو بل رپوټ کې ليکي چې د ترکيې غربي ايالت، ادرين کې د يونان سرحد ته په زرونو مهاجر رسيدلي چې د شنبې په ورځ يې د يوناني پوليسو سره نښتې هم شوي دي.

د رپوټ پر اساس، يوناني پولیسو پر هغو مهاجرو چې غوښتل يې له سرحده يونان لور ته واوړي، اوښکې بهونکي ګاز شيندلي او مهاجرو بيا پر پوليسو دډبرو واري کړي دي. دغه نښتې وروسته له هغې کيږي چې انقرې اعلان وکړ چې نور د اروپا پر لور د تلونکو مهاجرو مخه نه نیسي او يونان يې په مقابل کې خپل سرحدونه لا کلک کړل. انقرې دغه اعلان، د سوريه په شمال کې د خپلو ۳۳ سرتيرو تر وژل کيدو وروسته کړی.

پرون د فبرورۍ ۲۸مه داسې رپوټونه ورکړل شول چې د انقرې د دغه اعلان سره سم، په ترکيه کې ميشت يو شمير مهاجر د يونان پر لور وخوځيدل.

اروپايي اتحاديې په ۲۰۱۶م کال کې اروپا ته د مهاجرتونو د مخنيوي په موخه ترکيې سره يو تړون لاسليک کړ. تر دغه تړون وروسته په اروپا کې د تازه رسيدلو مهاجرو شمير کم شو، خو په بشپړه توګه یې د راتلو مخه ونه نيول شوه. ترکيې تر دې مخکې هم اروپايي ټولنې ته څو ځله د مهاجرت تړون د لغوه کيدو خبرداری ورکړی وو.

آژانسونه/م.ک.ص/ق.ن

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب