په غوسه سوو اوسيدونکو د دوشنبه په ماښام د چيوک د ټاپو په ښاروالۍ کي د کار او سيمه ايزو چارو د وزير محافظه کاره مرستيال، نوتيس ميتاراکيس ته ښکنځل کول.
د سيمه ايزو رسنيو د راپور له مخي ځينو مظاهره کوونکو چي خپل حواس يي له لاسه ورکړي ول په دې ډول شعارونه ورکول: »بالاخره دغه مهاجر له دې ځايه د هيواد دننه ته بوزي، اوس نو د اولس وار دی چي خپل ږغ پورته کړي.«
همدارنگه په نورو ټاپوگانو او يونان کي دننه هم مظاهرې سوي دي. د ليروس د ټاپو ښاروال، ميشايليس کولياس د سه شنبې په ورځ د «ريال» خبري آژانس ته ويلي دي چي مظاهره کوونکو د «موږ ۸۰۰۰ اوسيدونکي لرو او څه د پاسه ۲۶۰۰ مهاجر، دا کار نور د زغملو وړ نه دي» شعارونه ورکول.
هغه زیاته کړې: «مهاجر په ډير خراب حالت کي ژوند کوي، د ټاپو زيربنايي سيستم له گواښ سره مخامخ دی، د اوسيدونکو زغم نور پای ته رسيدلی دی.»
په آتن کي د حکومت د تازه رپوټونو له مخي، د دغه ټاپو په مهاجر کمپونو کي څه د پاسه ۴۲ زره انسانان ځای پر ځای سوي دي. د ۲۰۱۹م کال په اپريل مياشت کي لا يوازي ۱۴ زره مهاجرو هلته ژوند کاوه.
د آتن حکومت هڅه کوي چي په دغه حالت کي بدلون راولي. په تيرو مياشتو کي څه د پاسه ۱۰ زره پناه غوښتونکي د يونان دننه ته انتقال سوي دي. تقريباً هره ورځ نوي مهاجر له ترکيي څخه د يونان ټاپوگانو ته رسيږي.
د یونان د موریا کمپ مهاجر په کوم ډول شرایطو کې ژوند کوي؟
سږ کال د یونان لسبوس ټاپو ته یو ځل بیا د مهاجرو ورتګ ډیر شوی دی. په موریا کمپ کې د مهاجرو له پاره شرایط په تدریجي ډول مخ پر خرابیدو دي. نور احوال د انځورونو په دې ګالرئ کې ننداره کولی شئ.
انځور: DW/D. Tosidisد موریا مهاجر کمپ په اصل کې د ۳۰۰۰ کسانو د ځایدو ظرفیت لري. خو اوسمهال په دغه کمپ ۹۸۰۰ پناه غوښتونکي اوسیږي. د موریا کمپ په یونان کې د مهاجرو د ثبت لومړنیو پنځو مرکزونو څخه تر ټولو ستر مرکز دی.
انځور: DW/D. Tosidisپه موریا کمپ کې زیاتره اوسیدونکي داسې دي چې زیان ورته رسیدلی او عاجلو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري. دغه نجلۍ چې د غزې تراړې ده د موریا کمپ د باندې په خیمه کې له خپلې کورنۍ سره اوسیږي. دغه نجلۍ هغه مهال ټپي شوي چې د اسرائیلو له لوري توغول شوی توغندی یې پر کور ولګید.
انځور: DW/D. Tosidisپه اګست میاشت کې تر ۲۸۰۰ زیات کسان د یونان ټاپوګانو ته ورسیدل. يوه کښتۍ چې ۴۰ تنه پکښې سپاره ول د اروپايي اتحادیې د بهرنیو پولو ساتونکي آژانس «فرونتکس» له لوري تر نیول کیدو وروسته د سکالا سیکامنیس، بندر ته یوړل شو. په دغه ډله کې اته ښځې ۱۸ ماشوما چې پنځه پکښې بې سرپرسته ول او ۱۴ نارینه ول. دغه ټول افغانان ول.
انځور: DW/D. Tosidisوروسته له هغې چې ښځې او ماشومان یوه ترانزیتي کمپ ته ولیږدول شول، ۱۸ نارینه انتظار باسي چې د مامورینو له لوري همدغه کمپ ته ولیږدول شي. داو طلب کسان له مرستندویانو سره په ګډه له ځایي مامورینو سره مرسته کوي چې نویو راغو کسانو ته خواړه او د څښاک اوبه ورکړي.
انځور: DW/D. Tosidisیوه افغانه میرمنو په تنور کې ډوډۍ پخوي چې پر نورو مهاجرو یې په یوه یورو پلوري. د کمپ شرایط ښه نه دي او د خوړو کیفیت هم له ټاکلي ستندر څخه کښته دی. له دې کبله ډیری مهاجرو چې له اوږدې مودې راهیسې په کمپ کې اوسیږي د ورځې د تیرولو او د وطن د یادون له پاره نورې لارې چارې موندلي دي.
انځور: DW/D. Tosidisبې شمیره مهاجر عاجلې روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري. بې سرحده ډاکټران د عاجلو پيښو له پاره د موریا کمپ مخامخ لوري ته د بیړنیو مرستو یوه کلینک کې فعالیت کوي. د کمپ دننه اوسمهال یوازې یو ډاکټر شته او دا چې د مایتلینه روغتونو باندې ډیر بیروبار دی او په ځینو قضیو کې له تداوۍ څخه مخ اړوي.
انځور: DW/D. Tosidisد دغه ټاپو په شمال کې د ژوند ژغورونکو واسکټونو او کښتیو «هدیره» په ۲۰۱۵/۱۶م کلونو کې د مهاجرو د بې سارې څپې د یادون نښه ده. د لسبوس ټاپو له کلونو راهیسې د مهاجرو د کړکیچ مرکز دی، چې په زرونو کسان یې د دغه ټاپو څنډو ته وررسیږي. اوسمهال د دغه ټاپو په بیلا بیلو برخو کې ۱۱۰۰۰ مهاجر ژوند کوي. اټکل کیږي چې د روان میلادي کال تر پایه ښایي په دغه شمیر کې ډیروالی راشي.
انځور: DW/D. Tosidisپه موریا کې اوس ۸۶۰۰ کسان بند پاتې دي. د ورخې په اوږدو کتارونو کې دریدل د هغوی په ورځنۍ اساسي چاره اوښتې ده. ځینې یې د اوبو او خوړو د تر لاسه کولو له پاره آن په ساعتونو په کتارونو کې انتظار باسي.
انځور: DW/D. Tosidisنورو ځایونو د مهاجرو لیږدول؟
د مهاجرو یو ډله کښتۍ ته د ختلو تیاری نیسي چې د یونان یوې وچې ته یې لیږدوي. په یوه شپه کې موریا کمپ ته د ۶۰۰ کسانو د رارسیدو وروسته د یونان حکومت پریکړه چې ۱۴۰۰ کسان وچې ته انتقال کړي. زیاتره یې د نیا کاوالا کمپ ته انتقال شودي چې د یونان په شمال کې لیرې پروت یو کلی دی.
انځور: DW/D. Tosidis