1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوې فرانسوۍ کورنۍ د طالب بنديانو له آزادولو سره مخالفت وښود

۱۳۹۹ مرداد ۱۸, شنبه

په افغانستان کې د يوې وژل شوې فرانسوۍ ښځې کورنۍ وايي چې دوی ته د هغو طالب بندیانو آزادول چې لور يې ورته وژلې د منلو وړ نه ده. دغه کورنۍ وايي چې طالبانو د دوی د کور يوه غړې په ۲۰۰۳م کال په افغانستان کې وژلې وه.

Afghanistan Taliban-Freilassung
آزاد شوي طالب بندیان، د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/Zuma/PPI

له پاريس څخه د فرانسې خبري آژانس په حواله، يوې فرانسوۍ کورنۍ د شنبې په ورځ (د اګست ۸مه) وويل چې دوی د هغو ۴۰۰ طالب بندیانو له آزادولو سره مخالف دي چې د طالبانو او امريکا تر منځ د شوې هوکړې يوه برخه ده.

فرانسوۍ ښځه، بتينا ګایسلارد، په ۲۰۰۳م کال هغه مهال چې د افغانستان په غزني ولایت کې يې د ملګرو ملتونو د مهاجرت په اداره کې کار کاوه د طالبانو له خوا ووژل شوه.

په رپوټ کې زياته شوې چې د طالب بنديانو په ډله کې چې ښايي افغان حکومت يې آزاد کړي، دوه هغه طالبان هم شته چې دغه فرانسوۍ ميرمن يې وژلې وه.

د ګايسلارد مور، پلار، ورور او خور د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د (هغوی) د آزادولو له پاره د دغه ډول يو تصميم نيول، چې د ډيرو پيچلو مذاکراتو په لړ کې نيول کيږي، موږ او د هغې د کورنۍ له پاره له تصوره لرې کار دی.»

په دې اړه يوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې «دا کيدای شي له هغې قضايی پروسې څخه انکار وي چې د هغې قاتلانو ته اورول شوې ده.»

د ۴۰۰ پاتې طالب بنديانو د آزادولو له پاره مشورتي لويه جرګه د اګست په ۷مه د افغان ولسمشر په ګډون پيل شوهانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

افغان حکومت د جمعې په ورځ (د اګست ۷مه) په کابل کې د زرونو افغانانو په ګډون لويه عنعنوي جرګه دایر کړه تر څو د پاتې ۴۰۰ طالب بنديانو د آزادولو په اړه فیصله وکړي. په دغو بنديانو کې داسې کسان هم شته چې پر افغانانو او بهرنيانو باندې په ترسره شوو وژونکو بريدونو کې ښکيل دي.

که څه هم افغان حکومت تر اوسه شاوخوا ۵۰۰۰ طالب بنديان له خپلو زندانونو آزاد کړی، خو طالبان د پاتې ۴۰۰ نورو بندیانو پر خلاصون هم اصرار کوي. د وروستيو بندیانو آزادول يا نه آزادول د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په برخه کې يو اساسي خنډ ګڼل کيږي.

د بنديانو په هغه لیست کې چې د فرانسې خبري آژانس له خوا ليدل شوی، د فرانسوۍ ميرمنې، له دوو قاتلانو علاوه، ۱۵۰ نور داسې بنديان هم شامل دي چې د ډيرو خطرناکو جرمونو د ترسره کولو له کبله، پر اعدام محکوم شوي دي.  

د بيلګې په توګه په دغو کسانو کې پنځه تنه يې په ۲۰۱۸م کال کې د کابل پر انترکانټينټال هوټل باندې حمله کې رول لري. په دغې حمله کې د ۱۴ بهرنيانو په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي ول.

تمه ده چې په کابل کې روانه لويه مشورتي جرګه به د يکشنبې (د اګست ۹مه) په ورځ خپله پريکړه اعلان کړي. که څه هم د دغې جرګې موندنې قانوني الزاميت نه لري خو له سياسي اړخه د پام وړ اهميت څخه برخمنې دي.

آژانسونه/م.ک.ص./م.ن.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: