د ټاکنو پایلې ښایي د یکشنبې په ورځ اعلان شي
۱۳۹۳ شهریور ۲۹, شنبهاعلان
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې هغه وخت له ستونزو سره مخامخ شوې چې دواړو نوماندانو اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله دواړو په کې د بریا ادعاوې وکړې.
تیره اوونۍ د ملگرو ملتونو په مشري د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو ټولې اته میلیونه رایو د تفتیش بهیر پای ته ورسید. خو لا تر اوسه پورې هم د ټاکنو پایلې اعلان شوې دي نه دي او ویل کيږي چې د دې کار اصلي لامل د دواړو نوماندانو تر منځ د یوه تړون رامنځ ته کیدل دي.
د ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې ډاکټر اشرف غني احمدزي تر خپل سیال عبدالله الله ډیرې رایې گټلې دي خو عبدالله عبدالله بیا ادعا کوي چې د هغه پر ضد پراخه درغلۍ شوې دي.