1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو کمیسیون په روانه میاشت کې لومړۍ پایلې اعلانوي

۱۳۹۸ مهر ۲۲, دوشنبه

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکي وایي چې د ټاکنو لومړۍ پایلې به کیدای شي د روانې میاشتې په وروستیو کې اعلان شي. دا تر هغه وروسته چې د رایو په شمیرنه کې ځینې تخنیکي ستونزې رامنځ ته شوې.

Afghanistan Stimmauszählung
انځور: Reuters/O. Sobhani

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستاني، د دوشنبې په ورځ وویل چې هدف یې اوس هم د اکتوبر پر ۱۹مه نیټه د لومړنیو پایلو اعلانول دي.

د نورستاني په خبره له یوه میلیون څخه د ډیرو رای ورکوونکو معلومات له بایومتریک دستګاو څخه سرورونو ته لیږدول شوي دي. تر دې مخکې په دې بهیر کې جدي تخنیکي ستونزې موجودې وې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه او له ټاکنیزو کمیسیونونو څخه یې وغوښتل چې د ټاکنیز بهیر ساتنه وکړي او په سمه توګه دغه بهیر پای ته ورسوي.

افغانانو په سپتمبر میاشت کې د طالبانو پر ګواښونو سربیره هم په ټاکنو کې ګډون وکړ خو دغه بهیر یو ځل بیا له بې نظمیو او درغلیو له تورونو سره مل وو.

(ms/nz (AP

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل