1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

پر ترمپ برید؛ ترمپ ټپي او بریدګر وژل شوی

۱۴۰۳ تیر ۲۴, یکشنبه

د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال پر ډونالډ ترمپ ډزې وشوې او تر برید وروسته بریدګر ووژل شو. ترمپ له روغتون څخه پيغام ورکړی چې وضعیت یې ښه دی یوازې غوږ یې ټپي شوی دی.

USA Butler Wahlkampf Trump Zwischenfall
په دې برید کې ډونالډ ترمپ د غوږ په پاسنۍ برخه کې ټپي شوی دیانځور: Evan Vucci/AP Photos/picture alliance

د شنبې ورځې (د جولای میاشتې ۱۳ نیټه) تر غرمې وروسته د امریکا متحده ایالاتو د پنسلوانیا ایالت په باتلر سیمه کې د جمهوري غوښتونکو پر نوماند ډونالډ ترمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال برید وشو.

امنیتي کارمندانو بې له ځنډه ترمپ له صحنې و ایستلو. بریدګر او یو تن بل چې په کمپاین کې یې حضور درلود، په دغه برید کې وژل شوي دي. دوه تنه نور هم په شدید ډول ټپیان دي.

له موټي کړي لاس او په وینو لړلی انځور سره پر ترمپ د ډزو خبر بې له ځنډه د امریکا او نړۍ د خبرونو په سرټکو کې ځای ونیوه او په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس شو. د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي خدماتو ادارې اعلان کړی دی چې پيښه تر ارزونې لاندې ده.

اف.بي.آی او د امریکا پولیسو د یکشنبې په سهار په یوه خبري کنفرانس کې پر ترمپ د ډزو پیښه د «د قتل هڅې» په توګه طبقه بندي کړې او ویلې یې دي چې ژر به د برید کوونکي کس هویت په ډاګه کړي.

د امریکا د استازو مجلس مایک جانسن اعلان وکړ چې د مخفي پولیسو مشر، د داخلي امنیت وزارت اف. بي. آی او د امریکا د فدرالي پولیسو اړوند مسئولین پوښتنو او ګرویږدنو له پاره مجلس ته غوښتل شوي دي.

د پخواني ولسمشر ډونالډ ترمپ د انتخاباتي کمپاین مشر بې له ځنډه تائید کړه چې د ترمپ روغتیايي وضعیت ښه دی. لږ وروسته ترمپ هم د خپلې ټولنیزې شبکې Truth Social په پيغام کې ولیکل چې مرمۍ یې د غوږ په پورتنۍ برخه لګیدلې ده.

د اروپایانو د انتظار پر خلاف ترمپ ولسمشر شوو

10:13

This browser does not support the video element.

جو بایډن: سیاسي تاوتریخوالی په امریکا کې ځای نه لري

د امریکا ولسمشر جو بایډن پر ترمپ له ډزو سمدستي وروسته غبرګون وښود او ویې ویل: «سیاسي تاوتریخوالی په امریکا کې ځای نه لري.» بایډن زیاته کړه چې هیله من دی ژر له ترمپ سره مستقیماً خبرې وکړي.

د امریکا دننه غبرګونونه

د امریکا پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما، جورج بوش، بیل کلینټن او جیمي کارتر بې له ځنډه پر ترمپ د ډزو پيښه غندلې ده او پر دې خبرې یې خوشحالي څرګنده کړې ده چې د امریکا پخوانی ولسمشر په جدي ډول نه دی ټپي شوی.

د ترمپ یو شمیر نیږدې متحدینو او پلویانو یې جو بایډن او د نوموړي ټاکنیز کمپاین ګرم بللی دی او دوی یې د ترمپ وژلو ته په هڅونې تورن کړي دي.

سناتور جی دي ونس، چې د جمهوري ریاست د مرستیالۍ له پاره د ترمپ یو له انتخابونو څخه دی، ویلي دي چې د بایډن د ټاکنیز کمپاین تګلاره د دې پيښې سبب شوی دی.

بهرني غبرګونونه

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان، د نړۍ له لومړنیو مشرانو څخه وو چې بې له ځنډه یې غبرګون وښود. نوموړي په ایکس شبکه کې ولیکل: «په دغو تیارو ساعتونو کې زما افکار او دعاګانې له ولسمشر ترمپ سره دي.»

همدرانګه د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم په ټولنیزو شبکو کې لیکلي دي چې هغه او میرمنه یې «پر ترمپ ښکاره برید په شوک کې اچولي دي».

د بریتانیې نوي لومړي وزیر کيير سټارمر هم پر ترمپ د برید  په غبرګون کې ویلي دي «سیاسي تاوتریخوالی چې په هر شکل کې وي په ټولنه کې ځای نه لري.» نوموړي زیاته کړې ده چې «د ترمپ په انتخاباتي غونډه کې د ټکان ورکوونکو صحنو لیدلو ویرولی دی».

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب