1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« امریکا کې د کډوالو نیول د جنورۍ په ۲۱ مه پیلیږي »

زمزمه نیازۍ |فرانسې خبرې آژانس
۱۴۰۳ دی ۳۰, یکشنبه

د ټرامپ اداره غواړي چې د لوړې له مراسمو یوه ورځ وروسته په شیکاګو کې د بې اسنادو کډوالو د نیولو لپاره لوی عملیات پیل کړي. ټرمپ مخکې ویلي وو«موږ به د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوی د شړلو عملیات ترسره کړو.»

د کډوالو د نیولو مسله له شیکاګو پیلیږي.
د ناقانونه کډوالو ویستلو موضوع د ټرامپ د ټاکنیز کمپاین یوه مهه مسله وه.انځور: Carlos Barria/REUTERS

وال سټریټ ژورنال د ټرامپ ادارې د کډوالۍ پلان په اړه د ځینو ښکیلو کسانو له قوله ویلي دي چې ټاکل شوې د سه شنبې په ورځ (د جنوري ۲۱ مه ) په شیکاګو کې د بې اسنادو کډوالو د نیولو عملیات پیل شي. په دې عملیاتو کې به د امریکا د مهاجرت او ګمرکونو د تطبیق ادارې له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ پورې افسران او ماموران برخه ولري. ټاکل شوې ده چې دا نیول به د راتلونکې اونۍ په اوږدو کې دوام وکړي.

ټام هومن، چې د سرحدي چارو یو باصلاحیته چارواکی دی، ورځپاڼې ته ویلي: «دا پروګرام به په الینوای ایالت کې دلته په شیکاګو کې پیل شي.»

د هغه له قوله ویل شوي: « که د شیکاګو ښاروال مرسته نه غواړي، نو هغه کولی شي استعفا ورکړي، خو که هغه زموږ مخه ونیسي، که هغه په ​​قصدي ډول یو غیرقانوني بهرني ته پناه ورکړي یا یې پټ کړي، زه به ترې څیړنه وکړم.»

کډوالي د ډونالډ ټرامپ د ټاکنیز کمپاین یوه اساسي موضوع وه.

ټرامپ د ۲۰۲۴ کال په جنوري کې وویل: « زما د لوړې له مراسمو لږ وروسته به، موږ د امریکا د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو لوی داخلي د اخراج عملیات پیل کړو.»

رویټرز راپور ورکړی چې تمه کیږي ټرامپ به په ټوله امریکا کې ادارې متحرکې کړي ترڅو د بې ساري شمیر مهاجرینو په ایستلو کې ورسره مرسته وکړي، او په خپله لومړۍ دوره کې به د ټولو شته سرچینو په کارولو سره په هغو قضایي حوزو هم د مرستې کولو فشار راوړي چې د «پټنځای» په نوم یادیږي.

رویټرز راپور ورکړی چې ښایي  ټرامپ به د خپل حکومت بیلابیلې ادارې له دغې موضوع سره د مرستې لپاره همغږې کړي ترڅو د بې شمیره کډوالو په ویستلو کې مرسته وکړي.

زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب