د ټرمپ ۸۰مه کلیزه؛ سپنه ماڼۍ کې د یو اف سي سیالۍ کیږي
۱۴۰۵ فروردین ۲۳, یکشنبه
ټرمپ، چې د آزادو رزمي لوبو یا UFC مینه وال دی، دا اعلان په خپله ټولنیزه رسنۍ سوشل تروټ کې کړی دی.
سږ کال د امریکا د خپلواکۍ ۲۵۰مه کلیزه هم ده او لومړني پلانونه دا وو چې دغه سیالي د جولای په ۴مه، د امریکا د خپلواکۍ په ورځ، ترسره شي.
د شنبې په ورځ، ټرمپ د خپلې کورنۍ له څو غړو او د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره په میامي کې د UFC یوې سیالۍ ته تللی و. په همدې وخت کې د هغه مرستیال ولسمشر جي ډي وینس له پاکستانه د خبرو اترو پر مهال اعلان وکړ چې د امریکا او ایران ترمنځ کومه هوکړه نه ده شوې.
UFC د مخلوط رزمي ورزشونو (MMA) تر ټولو سترې مسلکي لیګ او سیالۍ دی. دا یو جنګي سپورټ دی او په ځانګړي ډول په امریکا کې ډېر مشهور دی او څو بېلابېل رشتې سره یوځای کوي. په دې قفسي ډوله میدانونو کې په سیالیو کې، لوبغاړي د بوکس، کیک بوکسینګ او کشتي یا پهلوانۍ تخنیکونه کاروي. د کشتي یا پهلوانۍ لوبې برعکس، دا سیالۍ مخکې له مخکې نه وي تنظیم شوې.
د جون د ۱۴مې سیالۍ، چې د امریکا د بیرغ له ورځې سره هم برابره ده، د سپک وزن د اتلولۍ لپاره، اصلي سیالان به ایلیا ټوپوریا او جسټین ګېتجي او الېکس پېریرا او سیریل ګان د موقتي دروند وزن د اتلولۍ لپاره بیا قفس ته داخلیږي.