1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټول آلمان په کچه د کرونا د قیوداتو ضد مظاهرې

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۱, یکشنبه

د آلمان په ځینو ښارونو کې په زرګونو کسانو په عامه ځایونو کې د ماسک پر مخ کولو او ټولنیز قیوداتو پرضد مظاهرې وکړې. یو شمیر ښي اړخې نیشنلیستان هم د هغوی په منځ کې لیدل کیدل. دا هم پداسی حال کې چې په قیوداتو کې نرمښت راغلی.

Frankfurt am Main Coronavirus Demonstration
انځور: picture-alliance/dpa/A. Dedert

په زرګونو کسانو د شنبې په ورځ (د می میاشتې ۹نیټه) د کرونا ویروس د خپریدو د مخنيوي په خاطر د حکومت له خوا د ټولنیزو محدودیتونو په برخه کې د عملي کیدونکو قوانینو او په سوپر مارکیټونو او د عامه ترانسپورت په نقلیه وسایطو کې د ماسک پرمخ کولو اجبار سره مخالفت کې مظاهرې وکړې.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د دغو مظاهرو اصلي مرکز د آلمان سټوټګارټ ښار وو. د برلين، مونشن او فرانکفورت په ښارونو کې هم ورته مظاهرې شوي دي.

د سټوټګارټ د پولیسو ویاند وویل چې د احتجاج کونکو څو زره کسیز جمعیت سړکونو ته راوتلي ول، خو نوموړي د مظاهره کونکو دقیق شمیر اعلان نه کړ. د دې ښار مسئولو چارواکو حد اکثر لس زره کسانو ته د مظاهرې کولو اجازه ورکړې وه. د شټوټکارټ د امنیتي کارمندانو په حواله اکثرو مظاهره کونکو د ټولنیز واټن مقررات مراعاتول.

په آلمان کې د اپریل میاشتې راهیسې (شاوخوا یونیم میاشت مخکې) او په دغه هیواد کې د کرونا ویروس تر چټکې خپریدنې ورسته ځانګړي قیودات وضع شوي دي. د دغو قیوداتو شدت د ګاونډیو هیوادونو فرانسې او ایټالیې په اندازه نه دی.

په دې موده کې پلورنځي او ښوونځي تړلي وو او یوازې په یوه کور کې اوسیدونکو کسانو یعنې د یوې کورنۍ غړو کولی شول له کوره دباندې ګډ ووځي. د دوو اونیو راهیسي په آلمان کې د مبتلایانو د شمیر له ټيټیدو سره یو شمیر محدودیتي مقرارات ختم کړای شوي دي. خو تر اوسه پورې د ټولنیز واټن او لږ تر لږه یو له بله د یونیم متر فاصلې مراعاتول اجباري دي او په عمومي ځایونو کې باید له ماسک څخه استفاده وشي.
د نیشنلیستانو د ناوړه استفادې اندیښنه
په مختلفو ښارونو کې د شنبې ورځې د پراخو مظاهرو ابتکار د «Querdenken». یا جانبي تفکر په نامه ډلې په لاس کې وو، خو د نیشنلیست او ښي اړخو ډلو له خوا له دغو مظاهرو څخه د سوء استفادې او د حکومتي مقراراتو سره د مخالفت په اړه انديښنې ډیرې شوي دي.
د مظاهره کونکو په منځ کې د ښي اړخو ځينې پيژندل شوي څیرې هم لیدل شوي دي. د مخالفینو مظاهرې په برلين کې د بونډسټاګ یا پارلمان مخې ته هم ترسره شوې.
څو سوه تنه بی له دې چې د مظاهرې اجازه ورته ورکړل شوي وي د دې ښار د الکساندر په میدان کې راټول شوي ول. پولیس شاوخوا ۳۰ تنه د «ټولنیز واټن قانون د نه مراعاتو» په دلیل په موقت ډول توقیف کړل. د برلین د پولیسو ویاند وویل وروسته تر دې چې د دغو کسانو د هویت اسناد کنترول کړای شول، بیرته خوشي شوي دي.
د هغه په خبره د دغو کسانو د نیول کیدو علت دا وو: سره له دې چې دوی ته په لوډسپیکر کې د ټولنیز واټن ساتلو د مقرراتو اعلان کیده، دغه مقررات یې نه مراعاتول. د آلمان په پلازمېنه کې اوسمهال په مظاهرو کې حد اکثر د ۵۰ تنو ګډون ته اجازه ورکړل شوې ده.

په مونشن ښار کې هم شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو په ورته مظاهرو کې ګډون کړی وو. د پولیسو د ویاند په خبره په دغو مظاهرو کې حد اکثر د ۸۰ تنو ګډون ته اجازه ورکړل شوې وه، خو «د قیوداتو د دقیق مراعاتولو او د مظاهره کونکو د سوله ایز چلند» له امله پولیس د دغو مظاهرو دوام ته اجازه ورکړه.
تر ۵۰۰ ډیرو کسانو د فرانکفورت ښار له مرکز څخه د ښار د اصلي سړکونو پر لور اعتراضي مارش ترسره کړ. دغو مظاهره کونکو له ځان سره پلاکاټونه لیږدول چې په هغو کې د «ماسکونه را ټول کړئ او زمونږ سره یوځای شئ» شعارونه لیکل شوي وو.

د فرانکفورت د پولیسو ویاند په حواله دغه مظاهرې بی له اجازې پیل شوې وې او دا چې مظاهره کونکو د یونیم متر فاصله نه مراعاتوله پولیسو د مظاهرې د دوام مخه ونیوله.

په آلمان کې د شنبې ورځې تر ماښامه پورې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۱۷۱ زرو لوړ شوی وو. شاوخوا ۷۵۰۰ کسانو تر اوسه پورې پر کووید-۱۹ د اخته کیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دویچه ویله: ش.ن/ ق.ن

په مونشن کې شاوخوا ۳۰۰ مظاهره کونکي راټول شوي ووانځور: picture-alliance/dpa/F. Hörhager
شاوخوا ۳۰ تنه د ښار په مرکز کې د پولیسو له خوا ونیول شوانځور: Reuters/C. Mang
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب