دغه مرکزونه د شنبې په ورځ د تخنيکي ستونزو، يا د موادو د کمښت او يا هم د امنيتي ستونزو له کبله تړلي پاته ول. د دغو مرکزونو ۴۵ يې يوازي په کابل کي دي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون رئيس عبدالديع صياد ويلي دي چي د ۸،۸ ميليونه راجستر سوو افغان رای ورکوونکو څخه د شنبې په ورځ تر ۳ ميليونو زياتو وکولای سول چي په ۳۲ ولايتونو کي خپلي رای ورکړي. په دوو ولايتونو کندهار او غزني کي به ټاکني وروسته کيږي.
ويل سوي دي چي د ټاکنو لومړی پايلي به د نوامبر مياشتي تر نيمايي پوري اعلان نه شي او وروستۍ پايلی به تر ډسمبر مياشتي پوري اعلان نه سي.
د موادو د کمښت يا د ټاکنو مرکزونو د مامورينو د کمښت يا ناوخته راتلو په سبب د شنبې په ورځ په زرونو افغانانو د ځينو رای وروکولو مرکزونو مخ ته په ساعتونو انتظار وکړ.
له درو کلونو راهسي دغه ځنډول سوي پارلماني انتخابات د افغان حکومت د وسله والو مخالفينو پر سترو گواښونو سربيره پيل او سخته مرگ ژوبله هم پکښې رامنځ ته سوه.
د افغانستان د کورنيو چارو وزير ويس برمک ويلي دي چي د شنبې په ورځ په ټول هيواد کي ۱۹۲ امنيتي پيښي رامنځ ته سوي دي چي د امنيتي ځواکونو په گډو پکښې ۲۸ کسان وژل سوي او تر ۱۰۲زيات ټپيان سوي دي.
زموږ له ارشيف څخه:
د پارلماني ټاکنو انځورونه
انځور: Reuters/M. Ismailپه ننګرهار ولایت کې هم رای ورکوونکي د یوه مرکز مخې ته د خپلې رای ورکولو له پاره انتظار باسي.
انځور: DW/O. Didar په افغانستان کې تر۲۰۱۰م کال وروسته د لومړي ځل له پاره پارلماني ټاکنې تر سره کیږي. دغه انځور هم په ننګرهار ولایت کې د رای ورکولو د یوه مرکز دی.
انځور: DW/O. Didar په ننګرهار ولایت کې تر دې دمه د ټاکنو په بهیر کې د کومې ناوړې پیښې خبر نه دی ورکړل شوی.
انځور: DW/O. Didar دا لومړی وار دی چې په افغانستان کې د رای ورکولو پر مهال بایو میترک سیستم کارول کیږي. خو په ځینې ولایتونو کې په دې برخه کې ستونزې شته. د بايومټريک آلاتو له لاري د رای ورکوونکو د ثبتولو پر سر ګډوډي، او د ځينو ټاکنيز مرکزونه پر وخت نه پرانيستل او د ټاکنيزو توکو کمښت ډېر رای ورکوونکي قهرولي دي.
انځور: DW/O. Didar په ننګرهار کې یو کس د خپلې رای کارولو وروسته
انځور: DW/O. Didar د ټاکنو د کمیسیون د معلوماتو له مخې د رای ورکولو غرفې ته له ځانه سره د تلیفون پر وړلو بندیز دی.
انځور: DW/O. Didar د ننګرهار والي حیات الله حیات، د رای ورکولو په یوه مرکز کې
انځور: DW/O. Didar په پارلماني ټاکنو کې په یو شمیر ولایتونو کې ښځو هم پراخ ګډون کړی دی
انځور: Getty Images/AFP/H. Hashimiپه بامیان ولایت کې هم خلک د خپلې رای کارولو له پاره انتظار باسي.
انځور: DW/I. Akrami په زابل ولایت کې خلک د رای ورکولو په یوه مرکز کې راټول دي.
انځور: DW/E. Mahdavi