1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پارلماني ټاکنو په ورځ شاوخوا ۱۷۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۳۹۷ مهر ۲۸, شنبه

د چارواکو په وینا د شنبې ورځې د ولسي جرګې د ټاکنو اړوند په امنیتي پیښو کې نږدې ۱۷۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. افغانانو د یکشنبې په ورځ د طالبانو د ګواښونو سربیره د ولسي جرګې استازو ته خپلې رایې ورکړې.

Afghanistan Parlamentswahlen Zabul
انځور: DW/E. Mahdawi

په پلازمینه کابل کې د تاوتریخوالي په تر ټولو تازه پیښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او لسګونه نور بیا ټپیان شول. د امنیتي چارواکو په وینا د کابل په شمالي څنډه کې د رایې اچونې یوه مرکز ته څیرمه په یوه ځانمرګي برید کې ۱۵ کسان وژل شوي دي. په دې ترتیب سره په کابل کې د چاودنو او بریدونو په پایله کې د وژل شوو کسانو شمیر ۱۹ ته لوړ شو او د ټپیانو شمیر بیا نږدې ۱۰۰ کسانو ته رسیدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي بیا وايي چې دغه ځانمرګی برید د رایې اچونې یوه مرکز ته څیرمه شوی چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي دي. د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي همدا راز وویل چې په دې پیښه کې ۶۰ تنه نور کسان بیا ټپیان دي چې په دې ډله کې اته تنه یې پولیس سرتیري دي.

انځور: DW/S. Tanha

په عین حال کې د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد بیا د پیښې په هکله وویل چې ځانمرګی بریدګر د پولیسو له خوا وپیژندل شو او مخکې له دې چې ځان په کابل کې د رایې اچونې یوه مرکز ته داخل کړي، خپلو چاودیدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړه.

تر اوسه پورې د کابل د بریدونو مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی خو طالبانو او د اسلامي دولت په نامه ډلې د دغې لړۍ د ګډوډولو ګواښونه کړي وو. تر دې وړاندې د ورځې په ترڅ کې وسلوالو طالبانو ادعا کړې وه چې دوی په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳۰۰ بریدونه کړي. د طالبانو په وینا دوی د جعلي ټاکنو پر لړۍ بریدونه کړي.

انځور: DW/E. Mahdawi

سربیره پر دې په شمالی کندز ولایت کې هم د امنیتي پیښو له کبله د ټاکنو بهیر لږ څه ګډوډ شوی دی. د کندز د روغتیا چارواکي وايي چې د کندز ښار پر مرکز باندې د مخالفینو په ۲۰ راکیټي بریدونو کې درې کسان وژل شوي او ۳۹ تنه نور بیا ټپیان شوي دي.

د کندز ولایتي چارواکو همدا راز ویلي چې په امنیتي پیښو کې د ټاکنو د کمیسیون یو کارکوونکی وژل شوی. د کندز د ټاکنو د کمیسیون ولایتي مشر محمد رسول عمر وویل چې د کندز ښار په څو کیلومترۍ کې وروسته له هغې چې طالبانو د رایې اچونې پر یوه مرکز برید وکړ، د ټاکنو د کمیسیون اوه تنه کارکوونکي لادرکه شوي دي. په دې برید کې طالبانو د رایې اچونې مرکز ویجاړ کړي دي.

انځور: DW/S. Tanha

په عین وخت کې نن د شنبې ورځې په پای کې د ننګرهار ولایت د حکومتی چارواکو، د ټاکنو د کمیسیون او د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون ګډه غونډه شوې. په دې غونډه کې د ننګرهار والي ښاغلي حیات الله حیات د ټاکنو د بهیر به هکله وویل چې په ټول ولایت کې د وسلوالو مخالفینو له لوري ۱۵ بریدونه شوي چې په پایله کې یې د یوې میرمنې په ګډون ۳ تنه ملکیان وژل شوي دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې د بریدونو په پایله کې په مجموعي ډول د ۱۲ امنیتي سرتیرو په ګډون ۴۴ تنه ټپیان دي. ښاغلي حیات همدا راز وویل چې د بریدونو په ځواب کې وسلوالو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د مرګ ژوبلې په هکله یې معلومات وړاندې نه کړل.

لومړنۍ شمیرې ښيي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې لږ تر لږه ۱،۵ ملیونه کسانو برخه اخیستي. د ولسي جرګې ټاکنې له کندهار او غزني پرته د هیواد په نورو ولایتونو کې ترسره شوي دي. په دې ټاکنو د ټاکنو د کمیسیون د چارواکو په خبره شاوخوا ۹ میلیونه رایه اچوونکو نوم لیکنه کړې وه.

انځور: DW/M. Aslami

د ولسي جرګې د ټاکنو په بهیر کې د وسلوالو مخالفینو سربیره تخنیکې ستونزو هم دغه لړۍ پڅه کړې وه. د هیواد له بیلابیلو برخو څخه را رسیدلي رپوټونه وايي چې په ګڼ شمیر مواردو کې ټاکنیزو مواد یا ناوخته او یا هم غلط مواد لیږل شوي دي. د دې تر څنګ د بایومیتریک په آلو کې ستونزې او همدا راز د ټاکنو د کمیسیون د کارکوونکو نا بلدتیا هم یو له مهمو ستونزو څخه شمیرل کیږي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب