1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

د پاریس په میترو سټیشن کي د چړې په بريد کې ۶ کسان ټپیان سوي

۱۴۰۱ دی ۲۱, چهارشنبه

د پاریس د میترو سټیشن، ګېردي نورد کي د چړې په یوه برید کي نن سهار چهارشنبه ۶ کسان ټپیان سوي دي. په زخمي سوو کسانو کي د عامل تر څنګ یو پولیس هم شامل دی.

Frankreich Angriff am Pariser Bahnhof Gare du Nord
انځور: Michael Euler/dpa/picture alliance

د فرانسې څارنوالۍ په حواله مګر پولیسو پرحمله کوونکي باندي د وسلې د استعمال پر وخت لا غلبه حاصله او د سخت زخمي کیدو په حال کي يې ونیاوه او روغتون ته یې نتقال کړ. دا چي ایا دغي حملې کومه تروریسټي انګیزه درلوده، په باب یې تر اوسه څه نه دي ویل سوي. خو څارنوالي بیا د هغه څخه د قتل په تور تحقیقات کوي. 

د پاریس د ګېردي نورد میترو سټیشن د اروپا تر ټولو لوی سټیشن دی، کوم ته چي د پاریس د شاوخوا څخه هره ورځ ډیر ریلونه راځي، له هغې جملې څخه د جرمني او بلجیم څخه د تالیس ریلونه او لندن څخه د ایرو سټار ریلونه. 

دغه سټيشن ته او له هغه څخه هره ورځ تقریباً ۷۰۰۰۰۰ انسانان سفرونه کوي چي د کاله تقریباً ۲۲۰ ميلیونه کسان کیږي. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب