په افغانستان کې طالبانو له واکمنېدو وروسته د پاسپورتونو د وېش لړۍ له ځنډ او خنډ سره مخامخ ده چې له کبله یې هغه افغانان چې غواړي بهرنیو هیوادونو ته سفر وکړي له ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د پاسپورتونو د وېش عمومي ریاست چې د طالبانو د ادارې په چوکاټ کې فعالیت کوي، وايي چې میلیونونه نوي پاسپورټونه افغانستان ته رسیږي او دا چې ستونزې هم د حل کیدو پر لوري دي. نور په خپرونه کې کتلی شئ.