1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «پاني پت» فلم تريلر خپور شوی؛ غبرګونونه څه دي؟

۱۳۹۸ آبان ۱۴, سه‌شنبه

هند د افغانانو او مراهټیانو پر درېمې او تر ټولو مهمې جګړې باندې يو هنري فلم جوړ کړی دی. د دغه فلم تريلر نن نندارې ته وړاندې شو. ځیني افغانان داسې انديښنې لري چې نه شي په دې فلم کې احمد شاه بابا ته سپکاوی شوی وي.

Indien Film - Panipat Pressematerial
انځور: Ashutosh Gowariker Produktion/Panipat

د هند د سينما د مشهور ستوري سنجې دت د نوي فلم «پاني پت» پوستر چې د نوموړي ږيره پکښې ببره، سترګې له قهره ډکې او د مخ نقشونو یې سخت بريښي، خپور شوی دی. سنجې دت په دغه فلم کې چې د دسمبر پر شپږمه نيټه به نندارې ته وړاندې شي، د احمد شاه ابدالي نقش لوبولی دی. دا فلم په ۱۷۶۱م کال کې په «پاني پت» کې د افغانانو او مراهټيانو پر دريمه جګړه راڅرخي.

سنجې دت د «پاني پت» په نامه دې فلم پوستر د تويتر پر خپله پاڼه خپور کړی او ورسره یې ليکلي: «احمد شاه ابدالي؛ په کوم ځای چې یې سيوری لګيږي، هلته مرګ نازليږي.»

له پوستر څخه یې داسې څرګنديږي او د افغانان ترمنځ هم داسې انديښنې راپيدا شوي چې په دغه فلم کې به هم افغانان لکه د پخواني تاريخي فلمونو په څېر جنګ ته ليوال او د جګړې تږي ښوول شوي وي. تر اوسه د فلم پوره کيسه او دا چې د احمد شاه ابدالي چې افغانان یې احمد شاه بابا بولي، څرنګه انځور شوی دی، لا روښانه نه ده.

د سه شنبې په ورځ د همدې فلم يو رسمي «تريلر» هم خپور شوی چې په هغه کې يوې خوا ته د هندي مشرانو میړانه او له خپلې خاورې سره مينه څرګنده شوې نو له بل پلوه هغه ويره هم ښکاره شوې ده چې هنديانو له احمد شاه ابدالي څخه لرله.

د کلتوري چارو کارپوه استاد نجيب منلې، وایي چې د پاني پت جګړه په هند کې د افغانانو يوه ډېره مهمه جګړه وه چې ډېر شهامت یې په کې ښوولی وو. هغه زياتوي: « د افغانستان امپراطور هغه وخت د هند د مذهبي مشرانو په غوښتنه د هغه ځای د مسلمانانو د ملاتړ په موخه ورغې او له مراهټیانو سره یې دغه تاريخي جګړه ترسره کړه. نو ځکه افغانان هم د دې جګړې هنري نندارې ته په ځير دي.»

د افغانانو انديښنې

د پاني پت د دې فلم پر پوستر په ټولنیزو رسنیو کې هم د افغانانو له خوا بحثونه شوي دي او افغانان په بې صبرۍ سره د فلم د خپريدو په انتظار دي. د ځيرک فهيم په نوم د فيسبوک يوه کاروونکي پر نورو سربيره ليکلي: « زه د دې فلم پر محتوا نه يم خبر خو له تاريخي اړخه د پانی پت په جګړه کې د احمدشاه بابا ميړانه له هيچا پټه نه ده. او هيله ده چې د سنجی دت په فلم کې دا ټول مسايل په سمه توګه تشريح شوي وي.»

د بلال کريم په نوم يو بل ځوان وايي چې تېرو فلمونو ته په کتو سره ښايي په دې فلم کې هم افغانان د جګړه خوښوونکو په توګه ښوول شوي وي او دا چې دا يوه طبیعي خبره ده چې هیڅکله هم څوک خپله ماته په هغه آسانۍ سره نه مني او بله دا چې «هند د خپلې پیاوړې سينما له لارې داسې امکانات لري چې له لارې یې زموږ اتلان په يو څه نامناسبه توګه انځور کړي.»

هغه هیله څرګندوي چې هند احمد شاه بابا سم انځور کړی وي او دا فلم د افغانانو د احساساتو د پارولو سبب ونه ګرځي.

خو استاد نجيب منلې په دې اړه وایي: «طبيعي خبره ده چې افغانان دې او په هند کې خپلو نورو جګړو ته د قهرمانۍ په سترګه ګوري خو برعکس هنديان بیا دغه جګړې ته د تعرض په سترګه ګوري. او نن چې هنديان پر دې موضوع کوم فلم جوړوي نو د هنديانو د زاویې نه به یې جوړوي او له دې کبله بايد پر دې د افغانان احساسات مجروح نه شي.»

په نورو فلمونو کې د افغانانو انځور

همدا زار د کيساري په نوم يو بل فلم چې د هندوانو د هولي د اختر  په شپو ورځو کې نندارې ته وړاندې شو، د بريتانوي هند د «شپږديرشم سک» په نوم پياده قطعې د ۲۱ عسکرو او د شپږو او لسو زرو ترمنځ افريدو او اوکرزو پوښتنو ترمنځ په ۱۸۹۷ م کال کې پر يوه نښته راڅرخي.

د ساره ګړي جګړه که څه هم چې د افغانانو له خوا ګټل شوې وه خو د سکانو له خوا په جګړه کې د ځنډ او زيان د دې زمينه برابره کړه چې په لوکهارت او ګلستان کلاګانو کې انګريزان نور ځواک ترلاسه کړي چې په پای کې دا د افغانانو د ماتې لامل شو.

په دې فلم کې  د سکانو سره د افغانانو د جګړې په ترڅ کې د سک عسکرو میړانه ستايل شوې. په فلم کې ښوول شوي چې که څه هم د سک عسکرو شمير کم وو خو هغوی بيا هم پر افغانانو بر لاسي شوي.

همدا راز په ۲۰۱۸م کال کې سنجي لیلی بهنسالي «پدماوتي» فلم هم په هند او د هند څخه بهر سخت غبرګونه راپارولي ول. په دې فلم کې رنوير سنگ د سلطان علاء الدین خلجي چې په تاريخي متونو کې د سکندر ثاني په نوم هم شهرت لري، راڅرګند شوی وو.

علاء الدين په تاريخي متونو کې يا ډېر مثبت او يا هم د ډېر منفي شخصت په توګه معرفي شوی دی. که څه هم چې په دې فلم کې جدي جنجال د فلم د اصلي شخصيت يعني د هندۍ ملکې پادميني پر نقش دی خو د علاء الدين خلجي د انځورولو په اړه هم سخت بحثونه وشول. ځينو تاريخ پوهانو هغه د يوه عادل او زړور باچا په توګه معرفي کړی خو بل لوري ته د هندو مذهب پیروان هغه يو د وينې تږې، چپاول ګر او حريص تن معرفي کوي.

د دې فلم اصلي هنرمنده ديپيکا پودوکون هم د پدماوتي د ملکې د نقش لوبولو له وجې سخته تهديد شوه او آن د پزې د پرې کولو ګواښونه ورته شوي ول.

په هندي فلمونو کې د افغانانو مثبت انځور

خو بل لور ته د هندي سينما له ستورو سره هم د افغانانو مینه بې ساري ده او په بازارونو او دوکانو یې پوسترونه ليدل کيږي او د هندې فلمونو سندرې په ډېر شوق سره اوري. د هند د فلمي صنعت له خوا د افغانستان يا افغانانو پر موضوع څو فلمونو هم جوړ شوي چې په هغه کې د اميتاب بچن خدا ګواه، د جان ابراهيم کابل ايکسپريس او داسې نور فلمونه هم توليد شوي دي.

په خدا ګواه فلم کې اميتاب بچن د يوه افغان رول لوبولی چې هغه پکښې يو زړور او په خپله خبره د ولاړ تن په توګه ښوول شوی.  همدا راز د کابلي والا فلم نوم هم د افغانانونو په ذهنونو کې تازه دی.

بريښنا صابر

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل